د اتصالات خبرپاڼه –

کابل – د جون ۹مه ۲۰۱۵

د اتصالات لخوا د قرآن پاک د حسن تلاوت اتمه کلنۍ سیالۍ  چې د اتصالات مخابراتي شرکت لخوا پیل شوې وه د روان کال د جون په ۸مه نیټه پای ته ورسیده. ددې پړاو ۵ غوره قاریان په پای غونډه کې د حج او اوقافو وزارت او د دولتی لوړ پوړو چارواکو، د پارلمان غړو، د اتصالات او اریانا تلویزیون رهبري، د رسنیو استازو، کورنۍ او د سیالۍ د ګډونکوونکو د خپلوانو په شتون کې وپیژندل شول.

ددې سیالیو په پای غونډه کې د اتصالات د سوداګریزو چارو مشر یاسر ابوالعمایم وویل؛ اتصالات ژمن دی، چې د ځوانانو لپاره ښوونیز فرصتونه چمتو کړي ترڅو وکولای شي، خپلې وړتیاوې او ځواک ته وده او پرمختګ ورکړي.

یاسر ابوالعمایم ګټونکو ته د مبارکي ترڅنګ، نغدې جایزې او تصدیق پاڼې چې د اتصالات لخوا ورته چمتو شوې وې هم وویشلې.

نوموړي له وړاندې څخه ټول افغان ولس ته د مبارکې روژې د رارسیدلو مبارکي وویله او په افغانستان کې د یو تلپاتې سولې او نیکمرغي هیله وکړه.

ددې سیالیو لومړي ګټونکي امام الدین مالکي وویل، اتصالات د یو اسلامي شرکت په توګه تل افغانانو ته غوره چوپړتیاوې وړاندې کړي دي. د اتصالات څخه مونږ ډير منندوی یو، چې د قرآن کریم د حسن تلاوت سیالۍ یې په لاره واچوله او مونږ وکولای شو چې په دې سیالۍ کې ګډون وکړو.

د قرآنکریم د حسن تلاوت کلنۍ سیالي هر کال د اتصالات لخوا د مبارکې روژې میاشتې د رارسیدو او په ځوانانو کې د اسلامي ارزښتونو د دودولو له امله ترسره کیږي.

د غوره قاریانو د ټاکلو پروګرام په یو مهال د هیواد په ۵ زونونو کې پیلیږي، چې له مخې یې دوهم پړاو ته د لارې موندلو په صورت کې ټاکل شوي قاریان په کابل کې سیالیو کې ګډون کوي.

1د سیالۍ داوري د حفظ، تجوید او قرانکریم د حسن تلاوت د قانون (قاعدې) له مخې ترسره کیږي او د سیالیو په پای کې پنځه غوره قاریانو ته تصدیق پاڼې او نغدې جایزې ورکول شوې.

دا ځل د قرآن کریم د حسن تلاوت اتمه کلنۍ سیالي په افغانستان کې د اتصالات د فعالیت د اتم کال سره په ورته مهال کې پیل شوې. د اتصالات د قرانکریم د حسن تلاوت سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۸ کال کې پیل شوې، او په ډیر لنډ مهال کې په ټول افغانستان کې یو ډیر لیدونکي پروګرام باندې بدل شو.

د اتصالات د قرآن پاک د حسن تلاوت په کلنۍ سیالۍ کې ډیر ځوانان د هیواد له ګوټ ګوټ څخه ګډون وکړ او ددې پروګرام له لارې غوره قاریان ټولنې ته پیژندل کیږي او پیژندل شوي دي. همدارنګه د تیر پړاو ګټونکي قاریانو وکولای شو، چې د عربو متحده اماراتو کې د قران کریم په نړیوالو سیالو کې د افغانستان په استازیتوب ګډون وکړي.

د یادونې وړ دی، هغه کسان چې ددې پروګرام د کتلو لیوالتیا لري کولای شي د روژې په مبارکه میاشت کې یې د آریانا تلویزیون په پرده وویني.

د افغانستان اتصالات په اړه:- د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابرتي ګروپ یوه څانګه ده، چې مرکزی دفتر یې د عربو متحده اماراتو کې موقعیت لري او د نړۍ یوه له سترو مخابراتي کمپنیو څخه ده. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې، اتصالات د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره اوس د هیواد یوه له پرمختللو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې تر ۴ ملیونه څخه ډیر فعاله پیریدونکي لري. اتصالات په هڅه کې دی، چې د غوره کیفیت، نویو خدمتونو، ټیټو بیو او د هیواد په هر ولایت کې د پراخه پوښښ په درلودلو سره بازار کې غوره ځای ومومي.

له ۲۰۰۷ کال راپدیخوا اتصالات له۳۰۰ ملیونه ډالرو څخه ډیره پانګونه کړیده او لومړۍ مخابراتي کمپنۍ ده چې په افغانستان کې د 3.75G خدمتونه وړاندې کړل.

دلاډیرو معلوماتو لپاره www.etisalat.af او یا هم www.facebook.com/etisalatafg ویبپاڼو څخه لیدنه وکړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *