تاند- د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره نن /سې شنبه/ د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته لاړ.

د افغانستان د ملي امنیت شورا اسلام اباد ته د جګپوړي پلاوي په مشرۍ د اتمر سفر تایید کړ خو نور جزییات یې ورنه کړل.

تر دې وړاندې د مې په ۲۷ د اتمر په مشرۍ افغان پلاوي د پاکستان له صدراعظم، د پوځ له لوی درستیز او نورو چارواکو سره مفصلې خبرې کړې وې چې ورپسې د پاکستان لوی درستیز افغانستان ته راغی.

د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ د افغانستان تر ټولو جګپوړي امنیتي پلاوي (د مې په ۲۷مه) د خپل سفر په لومړۍ ورځ د پاکستان د پوځ له لوی درستیز او نورو مهمو چارواکو سره ولیدل.

د ملي امنیت سلاکار وروسته له دې پاکستان ته لاړ چې طالبانو اوربند اوږد نه کړ.

ګومان کېږي چې د حکومت او طالبانو پر اوربند د ښاغلي اتمر د اسلام اباد په مخکنیي سفر کې سلا شوې وه.

2 thoughts on “د اتمرپه مشرۍ پلاوی اسلام اباد ته لاړ”
  1. ملا فضل الله یی ورته مړ کړو
    خو هغوی هڅ هم ونه کړل
    دری ورځی اوربند په حکومت ملنډی وهل وه

    پاکستان بیا لوبه وکړه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *