تاند- د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر له استعفا وروسته د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او د ملي امنیت ريیس هم خپلې استعفاوې ولسمشر ته وړاندې کړي دي.

رویټرز وايي چې د ارګ یوه چارواکي ورته وویل چې د حنیف اتمر له استعفا څو ساعته وروسته دوو وزیرانو او یوه جګپوړي ريیس هم استعفاوې وړاندې کړي دي.

اژانس د ارګ سرچینو په قول وايي چې دا دوه وزیران د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي او د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک دي او همداراز بل چارواکی، چې استعفا یې کړې، د ملي امنیت ريیس محمد معصوم ستانکزی دی.

د رویټرز په راپور کې په دې اړه چې ولسمشر د هغوی استعفاوې منلي او که نه دي، څه نه دي ویل شوي خو نورې سرچینې وايي چې ولسمشر په خپله له ټولو امنیتي چارواکو د غزني ښار د سقوط کېدو او د وروستیو پر له پسې حملو په مخنیوي کې د پاتې راتلو په خاطر استعفاوې غوښتې دي.

د ملي امنیت د پخواني سلاکار حنیف اتمر له قوله ځینو رسنیو ویلي چې نوموړی غواړي د افغانستان د ۲۰۱۹ د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ځان کاندید کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *