د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره وايي چې د دې ادارې په وړاندیز او د ولسمشر په منظورۍ د هېواد د اتو ولایتونو لپاره نوي والیان پر دندو و ګومارل شول او ډیر ژر به اړوند ولایتونو ته رسماً ور وپیژندل شي.
په دې ډله کې، ښاغلی سلیم کندوزي د ننګرهار ولایت، حلیم فدایي د لوګر ولایت، نصرت الله ارسلا د پکتیا ولایت، طاهر زوهیر د بامیان ولایت، وحیدالله کلیمزی د کنړ، امین الله شارق د پکتیکا، انجنیر محمد میرزا رحیمي د هلمند او ښاغلی محمد سمیع الله د نیمروز ولایتونو د نویو والیانو په توګه پر دندو ګومارل شوي دي.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس جیلاني پوپل د دغو والیانو په ګومارل کېدو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ دا بدلون د سیمه ییزې حکومتوالۍ په سطحه د اصلاحاتو په برخه کې یو لوی او تاریخي ګام بللی دی. د ښاغلي پوپل په وینا، د نویو والیانو ګومارنه تر پوره دقت او سلا مشورو وروسته ترسره شوې ده.
ښاغلي پوپل ویلی، نوي والیان د سیمه ییزې حکومتولۍ په چارو کې د کار کافي تجربه او ظرفیت لري او به کړای شي، چې په خپلو اړوندو ولایتونو کې، د خلکو په ژوند کې مثبتو بدلونو ته لاره هواره کړي.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره نویو ګومارل شوو والیانو ته پخپلو دندو کې د بریالیتوب هیله کوي او د ورسپارل شوو دندو په اجراء کې د پوره ملاتړ ډاډ ورکوي.