د شلمې پېړۍ نامتو مفکر او عالم برترند راسل ویلي دي چې:« شکسپیر هیڅکله د دې لپاره څه ونه لیکل چې د ښوونځي ماشومان په تکلیف کړي، بلکې ده د خپلو لوستونکو د خوشحالولو لپاره لیکنې کولې. که چېرې د شکسپیر له لیکنو خوند نه اخلئ ، مه یې لولئ.»

له هنر څخه استفاده همېشه بې زحمته نه وي بلکې د معلوماتو یوه سویه او تربیت شوی ذوق غواړي. موږ که غواړو د ادب له یوه شهکاره خوند واخلو ، اول به سواد زده کوو، بیا به په یو څه لغتونو او اصطلاحاتو ځان پوهوو او بیا به په ساعتونو ساعتونو لوستلو ته وخت ورکوو چې اثر تر پایه ولولو او خوند ورنه واخلو. له هنري اثره استفاده کول په دې ارزي چې یو څه زحمت په ځان تېر کړو. د شهکارونو لذت او اغیز له کلونو وروسته هم تر یوه حده پورې له مونږ سره وي. د تېرو کلونو یو مادي خوند یوازې یوه مجرده خاطره وي چې اکثره وخت د حسرت سبب کېږي خو په تېرو کلونو کې لوستی شهکار اوس هم راسره وي او له موږ سره اوسي.

د ډېرو عادي لذتونو لپاره هم بنیادم یو څه زحمت ته مجبورېږي. له ادبي اثره خوند اخیستل په دې ارزي چې یوڅه کړاو وګالو. زه اکثره وخت دوستانو په زور له ښاره ایستلی او مېلې ته بېولی یم، ځکه د موټر د مزل حوصله یې راسره نه وي خو د سفر او مېلې په پای کې خوشحاله راستون شوی یم.

البته، د برترند راسل خبره له دوو جهتونو سمه ده. یو دا چې ادبي اثر په اصل کې د نورو د کړولو لپاره نه بلکې د لذت لپاره لیکل کېږي. هغه لیکوال چې خپلې خبرې ډېرې مهمې ګڼي او له لوستونکو توقع لري چې د ده په خبرو د پوهېدو لپاره دې خامخا ځانونه په تکلیف کړي، اشتباه کوي. ادبي اثر د بل هر هنري اثر غوندې باید خوندور وي او تر وسه وسه په داسې انداز لیکل شوی وي چې لوستونکی ورنه په اسانۍ سره استفاده وکړي.

بله دا چې د ادبیاتو د زده کړې په وخت ډېر ځله د ادبي اثر په پېچلیو اړخونو دومره زیات تاکید کېږي چې د تدریس لپاره د آثارو په انتخاب کې خوند او ښکلا نه بلکې پېچلتیا په اصلي معیار بدلېږي. د افغانستان د معارف کتابونه زموږ د دې ادعا ښه مثالونه دي. اکثره هغه لیکنې چې د ادبیاتو په تدریسي کتابونو کې راغلي دي، یوازې نادر لغتونه، مشکل تعریفونه او پېچلي معلومات پکې وي، نه خوند او ښکلا. یو لوستونکی که د ادبي اثر ښکلا درک نه کړي، که نور یې ټکي په ټکي هم زده کړي، ده به ادبي زده کړه نه وي کړې. ادبي اثر باید تر هر څه له مخه لوستونکي ته خوند ورکړي او د لوستونکي ذوق وروزي. هر هغه اثر چې ذوق ورسره روزل کېږي او ادبي خوند پکې شته، ادبي ارزښت او ماهیت لري. خو زموږ د معارف او پوهنتونونو په تعلیمي کتابونو کې د خوند او ښکلا عنصر ته لازمه توجه نه کېږي. حقیقت دا دی چې د معارف او پوهنتون په لږو تدریسي متنونو کې خوند او ښکلا شته او داسې موارد کم دي چې زده کوونکی د تدریسي کتاب یو متن په خوند ولولي. که دغه خوند احساس نه شي، په حقیقت کې زده کوونکي ادبي تجربه نه ده کړې او د ادب په نوم یې بل څه لوستي دي.

د دې لپاره چې په پوهنتونونو او ښوونځيو کې مو ادبي کتابونه واقعا ادبي شي او ګټه یې ورسېږي، دوو ټکیو ته پام پکار دی: یو دا چې دا خبره باید سپینه شي چې یو اثر که خوند ونه لري او ښکلا پکې نه وي، هغه به هر څه وي خو د ادبي اثر نوم ورسره نه ښایي. بله دا چې د ادبي اثر د انتخاب لپاره دې خامخا له باذوقه کسانو استفاده وشي او له هغو کسانو سره دې مشوره وشي چې ادب په واقعي معنا پیژني، له ادبیاتو سره ژوند کوي او د ادبي آثارو د ایجادولو یا کره کتنې واقعي استعداد لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *