هغه کړنې چې د ټولنې د ارزښتونو او له قانون څخه سرغړونې رامنځ ته کوي په (اجتماع ضد افرادو) کې زياتې ليدل کيږي.

د اجتماع ضد شخصيت ګډوډۍ

دروغ ويل، له کور او ښوونځي څخه په وار وار سره تېښته، غلا، شخړه، دنشيي توکو کارونه، په خپل همجنس يا غير همجنس باندې تيری،له بدو خلکو سره تګ راتګ، اور اچول اودې ته ورته اعمال هغه څه دي چې د دا ډول ناروغانوپه کړو وړو کې ليدل کېږي.

د اجتماع ضد اعمالو او خلاف د قانونو، سره ددې چې اکثره دغه مجرمين په قضايي ارګانونو کې دوسېې هم لري، خو په دې ډول کسانو کې د هغوی په خبرو او عمل کې د تيرو کړونو پښېماني نه لیدل کيږي او هغه وخت چې له بنده خوشې شي سم د لاسه بيا په اجتماعي ضد اعملو لاس پورې کوي، داډول خلک وجدان نه لري.

مهم ټکی چې شايد ډېر د تعجب وړ وي دا دی چې په ظاهر کې اجتماعي ضد خلک راضي کونکي او دوه ورکونکي خلک وي. خلک په لومړي ځل پر هغوی باندې خوشباوره کيږي او اعتماد پرې کوي، خو وروسته ېې دوکه کوي.همدارنګه دغه ناروغان په خپلو با هوشه کلامي خبرو په وخت کې خلک له خپل تاثير لاندې راولي .

هغوی دکوم کار له تر سره کولو وروسته په ډېره ماهرانه ډول ځان له خلکو خلاصوي، دوی په داډول کلامي وړتيا سره حتی له ډيرو تجربه لرونکو ډاکترانو څخه هم  ځان خلاصوي او هغوی ته دوکه ورکوي .

د اجتماع ضد ګډوډيو د تشخيص معيارونه:

(الف)له پنځلس کلنۍ راهيسې په يو شمېر ماشومانو کې دغه علايم ښکاره کېږې چې نورو ته بې اهميته وګوري او دهغوی حقوق تر پښو لاندې کړي.

(ب) له قانوني او اجتماعي اصولو سره دجوړېدو نا تواني لري.

(ج) دوکه بازي، چې له تکراري ډول درغو سره په ګټې اخيستنې سره  له غير واقعي شيانو څخه دخپلې مادي ګټې او جنسي شهوت لپاره کار اخلي.

(د) د راتلونکي لپاره د ښو طرحو جوړولو لپاره ناتواني.

(خ)په فزيکي شخړو او زړه بوګنونکو پيښيو کې په وار وار سره مداخله کول.

(چ) دځان او نورو په روغتيا کې بې اختياطي.

 (ل) دخپل کار، مالي مسايلو او دې ورته برخو کې ناتواني او نه مسوليت لري.

(م) دپښيماني داحساس نه لرل، هغه وخت چې د نورو مال غلاکړي، بد رفتاري وکړي او يا چې کله نور ازاروي.

(ن) ددې خلکو عمر له ۱۸ کلونو پورته وي.

غير قانوې کړنې

خلک زياتې  هغه کړنې ترسره کوي چې دقانو او ټولنې پر خلاف وي ولې ډير زيات په دې باندې نه پوهيږي چې کومې کړنې اجتماعي ضد دي او کومې ندي. داچې يو کس په ژوند کې دبېلابېلو لاملونو له امله په اجتماعي ضد شخصيت باندې اخته کيږي، يو شمير غير قانوني کړنې شته چې د تشخيص وړ دي .

په اجتماعي ضد شخصيتونو کې بیالوژیکي نيمګړتياوې.

څيړنې ښي چې اجتماعي ضد خلک  د رټلو او ناراحتۍ په وخت کې اضطراب نه لري. دبېلګې په ډول پر دوو ډلو باندې چې يوه ېې اجتماعي ضد ډله وه او بله ېې سالم افراد و.(يوه اله چې مخکې ېې دې ډلو پسې وصل کړي وه او برقي شاټونه ېې ورکول. کله چې سالم کسان د شاټ ورکولو وخت ته نږدې کېدل نو ورور ورور ېې د ويرې او اضطراب ښکارندويي کوله او د شاټ ورکولو په وخت به ېې دبدن پوستکي يو ډول بدلون کاوه .

ولې د اجتماعي ضد خلکو په پوستکي کې دغه ډول د اضطراب نښې هيڅ ډول ښکاره نه شوې. څيړنو وښوده چې شايد د اجتماعي ضد خلکو په عصبي دستګاه کې د زيږدو په وخت کې (عکسل العمل ) کم موجود وي. دغه نيمګړتيا شايد ددې لامل شوې وي چې اجتماعي ضد افراد دمجازاتو دنه ډار له امله بيرته په پخوانيو اعمالو لاس پورې کړي .

د اجتماعي ضد شخصيتونو کورنۍ نيمګړتياوې:

د ارواپوهنې نظريه

د ارواپوهنې نظريه وايي چې د ماشومانو د وجدان رشد په والدينو پورې اړه لري.په يوه سالمه کورنۍ کې دغه مينه او ښه بردخورد  ددې لامل کيږي چې ماشوم د خپلو والدينو ارزښت او احترام قبول کړي ، چون هغه دا خوښوي چې د خپلو والدينو په څير شي او له دې ويره لري چې که دمور او پلار له غوښتنو خلاف عمل وکړي شايد ددوی له محبته به محروم شي. نو برخلاف که يو ماشوم له خپلو والدينو څخه مينه تر لاسه نه کړي نو ددوی د لاسه ورکولو ويره هم نه لري او په دوی کې د وجدان رشد هم په کمه اندازه وي.مګر څيړنې ښيي ټول هغه ماشومان هم چې د والدينو له مينې څخه محروم هم وي په اجتماعي ضد شخصيت باندې نه بدليږي، چې هغه بيا نور لاملونه لري.

له ټولنې د زده کولو نظريه

د ماشومانو لپاره ټولنه او په ځانګړې توګه والدين د(تقليد او يادولو) لپاره ډيرې ښې بېلګې دي. په ځينو کورنيو کې ماشوم دا يادوي چې په توبه ايستلو، دوست پيدا کولو او پښيماني څرګندولو) سره ځان معاف کړي، خپله خطا بيرته جبران کړي او نورمال حالت ته راشي.

د اجتماعي ضد ګډوډيو درملنه:

اروايي درملنه

که اجتماعي ضد شخصيتونه له حرکته راوګرځول شي او په يوه روغتون کې بستر شي ددوی لپاره به ډير ګټور وي. خو ددې کسانو د اروايي درملنې سره باید اختياط وشي او ډير محدويتونه پرې ولګول شي.

د درملو په واسطه درملنه

د اظراب د علامو د ښه والي او د عصبيستونزو د له منځه وړلو لپاره له دې ډول درملو څخه ګټه اخيستل کیږي. مګر دغه ډول خلک ډېر په نشه ېې توکو باندې روږدی وي نو بايد داسې درمل ورنکړل شي چې نور ېې هم په نشه اخته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *