خبرپاڼه –

تاریخ:5   اسد 1395

کابل افغانستان: د وزیرانو شورا نوبتي غونډه د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کي جوړه سوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د وزیرانو شورا پرله پسې نوبتي غونډه نن د هیواد د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ او د اړوندو اداراتو د مسؤلینو په حضور سره تر غرمې مخکي په سپېدار ماڼۍ کي جوړه سوه.

نوموړي د غونډي په پيل کي د تیري شنبې ورځي په سوله ییز لاریون کي د خاوري او خلکو د دښمنانو لخوا ناځوانمردانه برید په کلکه وغندی، د پيښي زخمیانو ته یې د عاجلي شفا او دوستانو او د افغانستان ولس ته یې د صبر او زغم هیله وکړه.

هغه زیاته کړه، چي ترورستانو په دې برید سره زموږ له خلکو سره خپله دښمني بیا ښکاره کړه او هڅه یې وکړه، چي په دغه برید سره د افغانانو ترمنځ د نفاق اور ته لمن ووهي، خو په وینا یې چي افغانان ټول په دې ورځ د یو بل ترمنځ وباله او دا لوی غم یې د ټولو غم وباله.

ډاکټر عبدالله یادونه وکړه، چي د یوې بېلي ترورستي ډلي لخوا ددې حملې مسؤلیت منله اساسي مسئله نه ده، ځکه مخالفینو په دې توګه تلاښ وکړی، چي دلته هم دخپلو دسیسو په لړۍ کي یوه بله دسیسه جوړه او د افغانانو اتحاد ته ضربه ورسوي.

اجرائیه رئیس د افغانستان له خلکو وغوښتل، چي په داسي بدو ورځو کي د یو بل ترڅنګ ودريږي او د خاوري او خلکو د دښمنانو پلانونه شنډ کړي.

نوموړي یادونه وکړه، چي افغان حکومت د متوازن انکشاف د اصل په نظر کي نیولو سره پرېکړه کړې، چي د خلکو د مشروع غوښتنو سره سم عمل وکړي او په دې برخه کي یې لا له وړاندي عملي ګامونه هم اخستي دي.

د هغه په خبره، چي حکومت د خپلو مسؤلیتونو سره سم د خلکو ټولو مشروع غوښتنو ته لبیک وايي ولي، له ولسه هم غواړي، چي زموږ د هیواد شرایطو ته په کتو او د هیواد د ښې راتلونکي لپاره د ګډو اهدافو په نظر کي نیولو سره خپلي غوښتني او وړاندیزونه مطرح کړي.

ډاکټر عبدالله وویل، چي د خلکو غوښتنو ته د نه رسېدګۍ په صورت کي خلک حق لري، چي له حکومته جواب وغواړي، ولي کله چي د خلکو غوښتني د اجرا په حال کي وي، نو اړتیا ده، چي حکومت ته فرصت ورکول سي او د کارونو تطبیق ته زمینه مساعده سي.

اجرائیه رئیس د خپلو خبرو په وروستیو کي یادونه وکړه، چي مرکزي سیمو ته د برېښنا لېږد نه خیال او نه ارمان دی، بلکه یو داسي واقعیت دی، چي د تر لاسه کېدو په حال کي دی.

د وزیرانو شورا په ننۍ غونډه کي وروسته د کورنیو چارو وزیر او د ملي دفاع وزارت مرستیال د هیواد د امنیتي وضعیت، د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د لاسته راوړنو او په امنیتي برخه کي د راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندي کړل.

هغوی وویل، چي افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هیواد په ګوټ ګوټ کي د وسلوالو ترورستي ډلو پر ضد پراخی محاربوي او چاڼیز عملیات پیل کړي، چي پکښي لسګونه تنه د خاوري او خلکو دښمنان نابود سوي دي.

یادو مسؤلینو زیاته کړه، چي د هیواد په شمالي او سهیلي ولایتونو کي وسلوالو مخالفینو سخته ماته خوړلې او د افغان ځواکونو چاڼیز عملیات لا هم جریان لري، څو ټولي ساحي له ترورستانو پاکي سي.

د کورنیو چارو وزیر یادونه وکړه، چي د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کي د افغان ځواکونو د خاصو عملیاتو په ترڅ کي د داعش د محلي مشر په ګډون ددغه ترورستي ډلي تر سل زیات جنګیالي وژل سوي او په همدې تعداد نور ژوندي نیول سوي دي.

امنیتي مسؤلینو په ننۍ ناسته کي ډاډ ورکړ، چي د افغان ځواکونو په هڅو او قربانیو سره د هیواد په ګوټ ګوټ کي وضعیت مخ پر بهبود دی او عملیات به تر هغو دوام لري، ترڅو ټولي سیمي له مخالفینو پاکيږي.

د وزیرانو شورا ننۍ غونډي ته وروسته د هیواد د ارشاد، حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني د ۱۳۹۴ مالي کال په اوږدو کي د خپل وزارت د کاري فعالیتونو او د راتلونکي مالي کال لپاره پر پلانونو باندي راپور وړاندي کړ.

نوموړي وویل، چي سږ کال یې د حج مراسمو لپاره تر نورو کلونو ښه امادګي نیولې او د افغانستان ترڅنګ یې په سعودي عربستان کي هم د افغان حاجیانو لپاره ټول لازم تدابیر نیولي دي.

هغه زیاته کړه، چي د یاد وزارت د ښه کار او فعالیت په نتیجه کي د حج په عمومي مصارفو کي لس میلیونه ډالر کمښت راغلی او ترڅنګ یې تېر کال د سرې میاشتي لپاره هم له حجاجو ۲۳ میلیونه افغانۍ ټولي سوي، چي پر زړه د سوري لرونکو کوچنیانو تداوي پرې سوې.

ښاغلي عثماني یادونه وکړه، چي تېر کال کي یې ۲۴ زره افغان حاجیانو ته الیکټرونیکي پاسپورټونه اخستي او توانېدلی، چي د هیواد په کچه مسجدونو ته ۱۲۵ زره متره مربع فرش اماده کړي.

نوموړي وویل، چي تېر کال یې ۸۴ فیصده پرمختیايي او ۹۳ فیصده عادي بودجه مصرف کړې او پرمهال یې د علماؤ د ظرفیت لوړوني د کورسونو ترڅنګ ۷۳ لوی او کوچني مسجدونه هم جوړ کړي دي.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله د حج او اوقافو د وزیر تر راپور اورېدني وروسته د هغه وزارت د کارونو ستاینه وکړه، خو هغه ته یې سپارښتنه وکړه، چي د هیواد په سطحه دیني عالمانو او متدینو ته توجه زیاته کړي.

هغه زیاته کړه، چي له دیني عالمانو سره دي د حج او اوقافو وزارت رابطه ډېره او وړاندیزونو ته دې پر وخت او زمان رسیدګي وسي.

نوموړي نورو وزارتونو او اړوندو ادارو ته هم لارښوونه وکړه، چي د هیواد په سطحه د دیني عالمانو پر اړوندو موضوعاتو باندي مشترک کار وکړي او له هغوی سره یې همږغي بهتره سي.

غونډي ته وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال کمال سادات د هغه وزارت د یو کلونو لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه کاري راپور وړاندي کړی.

هغه وویل، چي وزارت یې تېر کال ټولټال ۱۴۸ فعالیتونه پلان کړي ول، چي له دې ډلي ۱۲۹ یې تکمیل سوي، ۱۲ د بشپړتیا په درشل کي او ۷ نور یې په نژدې راتلونکي کي پیل کيږي.

نوموړي زیاته کړه، چي دوی د باختري خزاني اثارو ته په جاپان کي نندارتون جوړ کړی او اوس دستي دا خزانه په سویلي کوریا کي نندارې ته وړاندې سوې ده.

ښاغلي سادات یادونه وکړه، چي دوی د مس عینک ۱۴۵ قلمه تاریخي اثار هم له افغانستان څخه د چک جمهوریت ته د ترمیم او رغوني لپاره انتقال کړي او هلته یې وروسته د ۷ میاشتو لپاره نندارې ته ایښي دي.

د اطلاعاتو فرهنګ وزارت مرستیال وړاندي وویل، چي د وزارت په هڅو یې د لومړي ځل لپاره په هیواد کي د ځوانانو پارلمان جوړېږې او په دې برخه کي د ولایتونو په سطحه ټاکني هم پیل سوي دي.

هغه زیاته کړه، چي دوی د هیواد په مختلفو ولایتونو کي د تاریخي اماکینو او ابدو د ساتني لپاره سروې ګاني کړي، په مرکز او ولایتونو کي یې د عکسونو نندارتونونه جوړ کړي او د ولسوالیو په سطحه یې د رضا کاره ځوانانونه فدراسیونونه ایجاد کړي دي.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارونه د ستایني وړ وبلل او زیاته یې کړه، جي دغه وزارت دي د مس عینک د تاریخي ابدو او لرغونو تاسیساتو په اړه یو مفصل او هر اړخیز راپور برابر او غونډي ته دې وړاندي کړي، څو هلته د تاریخي اثارو د ساتني لپاره نور ګامونه هم پورته سي.

د وزیرانو شورا په ننۍ غونډه کي وروسته په پارلماني چارو کي د دولت وزیر غلام نبي فراهي د خپلي ادارې د فعالیتونو او پلانونو په اړه ګزارش ورکړ.

هغه وویل، چي تېر کال کي یې د دولت د دریو قوو ترمنځ د بهترۍ همږغۍ د ایجاد ترڅنګ ۱۵ تقنیني او ۷ نړیوال سندونه پارلمان ته وړاندي کړي او له هغه ځایه یې تائید کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چي د تېر کال په اوږدو کي یې ۹۴ فیصده عادي او ۹۵ فیصده پرمختیايي بودجه لګولې او توانېدلی، چي د خپل وزارت اړوندو ۱۵ خالي بستونو ته کاري او وړ کسان مقرر کړي.

ښاغلي فراهي یادونه وکړه چي په ملي شورا کي یې ۹۷ ځله استماعیه، استجوابیه او استیضاحیه غونډي جوړي کړي او د حکومت لوړ پوړو اراکینو ته یې د ملي شورا له اړوندو کمېټو سره ۱۲۲۰ ګډي ناستي ترتیب کړي دي.

په پارلماني چارو کي د دولت وزیر همداراز وویل، چي د یاد وزارت د کارکوونکو د ظرفیتونو لوړوني لپاره یې ۹ لنډمهالي کورسونه جوړ کړي او د اساسي قانون او نورو قانوني مراحلو د پوهېدني په هدف یې ۱۰ د عامه پوهاوي ورکشاپونه دایر کړي دي.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په پارلماني چارو کي د دولت د وزارت تر راپور او پلانونو اورېدلو وروسته وویل، چي د یاد وزارت او په ټوله کي د حکومت او پارلمان د ګډو هڅو په نتیجه کي همږغي زیاته سوې، چي په نتیجه کي یې د حکومت او ملي شورا ترمنځ ګډي ناستي وسوې.

هغه زیاته کړه، چي دغه ګډي ناستي د ډېري همږغۍ باعث سوي او د کارونو په پرمختګ کي یې رغنده رول ادا کړی دی.

غونډي ته وروسته د اقتصاد وزارت مرستیال د هغه وزارت د کارونو او د ایکو په سازمان کي د افغانستان د بیارغوني لپاره د کمکي صندوق د ایجاد او له هغه څخه د ګټي اخستني په اړه معلومات وړاندي کړل.

نوموړي زیاته کړه، چي د یاد وزارت د کار او هڅو په نتیحه کي افغانستان د ټولو سیمه ییزو پرمختیايي او اقتصادي سازمانونو غړیتوب تر لاسه کړی او په مسائلو کي فعال حضور لري.

هغه یادونه وکړه، چي د ایکو سازمان په غونډه کي د افغانستان د بیارغوني لپاره د مرستندویه صندوق د ایجاد په اړه پرېکړه وسوه او د هماغه پرېکړي پر اساس دا صندوق ایجاد سو، خو په وینا یې چي ټولو غړو هیوادونو لا هم ددې صندوق سره لازمه مرسته نه ده کړې او د ژمنه سوو مرستو کمه برخه د افغانستان په بیارغونه کي لګېدلې ده.

د اقتصاد وزارت مرستیال وړاندیز وکړی، چي افغانستان دي د یاد سازمان د غړو هیوادونو د غونډي کوربه سي او ددې صندوق په شمول دي نوري اړوندي مسئلې هم مطرح کړي.

په دې اړه تر بحثونو وروسته فیصله وسوه، چي د اقتصاد، سوداګرۍ، ماليې او بهرنیو چارو وزارتونه دي په ګډه کار وکړي، څو هر اړخیزه امادګي ونیول سي او افغانستان د ایکو سازمان د غړو هیوادونو د غونډي کوربتوب تر لاسه کړي.

وروسته د کرهڼي، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت مرستیال د د هیواد د پنځو سیلو تصدیو د فعالیت، ستونزو او وړاندیزونو په اړه راپور د وزیرانو شورا ته وړاندي کړی.

هغه وویل، چي د مرکز په شمول دا مهال د هیواد په کچه پنځه سیلو تصدۍ فعالیت لري، خو د جګړو د تاثیراتو او د اړوندو وسایلو د تخریب له خاطره د یادو تصدیو فعالیت بېخي پیکه سوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چی د سیلو تصدیو لوی تعداد ماشینونه له کاره وتلي او اړتیا ده، چي د بیرته فعالیت لپاره یې یا همدا ماشینونه ترمیم او یا هم نوي ماشینونه خریداري سي.

د کرهڼي وزارت مرستیال وړاندیز وکړی، چي سیلو تصدۍ دي په شرکت باندي بدلي او د ذخیرو ملي اداره دي ایجاد سي، څو د سیلو تصدیو کارونه بهتر او تولید یې ښه سي.

پر دې موضوع تر بحثونو وروسته اجرائیه رئیس د زراعت وزارت ته دنده وسپارل چي د خپلو وړاندي کړو وړاندیزونو په اړه دي دوې بېلي طرحي د اقتصاد عالي شورا ته وړاندي کړي.

لومړی طرحه دا چي د اوسنیو سیلو تصدیو د فعالیتونو د بهترۍ لپاره کومي لاري چاري ولټول سي او دوهم، هم چي په شرکتونو د یادو تصدیو د تبدیلۍ ټول اړخونه پکښي په علمي او عملي ډول څېړل سوي وي.

د وزیرانو شورا په ننۍ غونډه کي همداراز د بدیل معیشیت کښت د نمونوي پروژې لپاره د ولایت پر تعین باندي هم بحث وسو. په دې اړه تر بحثونو وروسته پرېکړه وسوه، چي دغه نمونوي پروژه دي د فراه په ولایت کي تطبیق سي.

د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت ته دنده وسپارل سوه، چي په دې اړه عملي طرحه جوړه او تطبیقي پروګرام یې هم ترتیب او له اړوندو کورنیو او بهرنیو شریکانو او تمویل کوونکو سره شریکه سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *