انا لله وانا الیه راجعون
کابل – مرمرینه ماڼۍ- دچنګاښ ۲۰مه
په ډېرې خواشینۍ سره خبرشوم چې د سعودي عربستان د بهرنيو چارو پخوانی وزیر سعود الفیصل بن عبدالعزیز آل سعود د تل لپاره له دې فانی نړۍ نه سترګې پټې کړې.
ارواښاد سعود الفیصل بن عبدالعزیز چې د نړۍ په تاریخ کې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه تر ټولو سابقه داره شخصیت و، په خپل ژوند کې یې په نړۍ کې د ثبات او اصلاحاتو په پراخولو او د اسلامی نړۍ د یوالی لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې.
نوموړی یوازې د مسلمانانو نه، بلکې د ټولې نړۍ د یووالي لپاره د ښې پالیسۍ جوړونکی او ملاتړی و.
خدای بښلی سعود الفیصل بن عبدالعزیر یو دیپلوماتیک شخصیت و چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو مهمو قضایاو کې اغېزمن رول درلود، د نوموړي مړينه د نړۍ لپاره یوه نه جبرانېدونکې تشه او په ځانګړي توګه اسلامي نړۍ لپاره یوه ستره ضایعه ده.
د نوموړي د مړینې له امله د زړه له کومې خواشینی یم، د خپل ځان او افغان ملت له لوري د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز، شاهي کورنۍ او ټولې اسلامی نړۍ ته تسلیت وایم.
انجینیر محمد خان