د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال انجینیر محمدخان ترمشرۍ لاندې د شهید د اونۍ د نمانځلو په خاطر ولسمشرمحمداشرف غني په حکم یو لوړ پوړی کمسیون جوړکړ.

کابل – مرمرینه ماڼۍ- دوږي۱۳مه

د اجرائیه ریاست دلومړي مرستیال انجینیر محمدخان ترمشرۍ لاندې یو اته کسیز پلاوی د شهید داونۍ د نمانځلو په خاطر جوړ اوخپله لومړنۍ غونډه يې وکړه.

په یاد کمسیون کې د ملي دفاع وزارت مرستیال جنرال عبدالخالق خان، د کورنیو چارو وزارت مرستیال جنرال ایوب سالنګي، د ملي امنیت لومړی مرستیال ادیب فهیم، د ولسمشر سلاکار فیض الله ذکي، د اجرائیه ریاست د فرهنګي چارو سلاکار سیدفاضل آقا حسین سانچارکي، د اطلاعاتو  اوفرهنګ وزارت مرستیاله سیده مژګان مصطفوي، د شهید احمد شاه مسعود دبنیاد مشر احمد ولي مسعود او د ملي ټلویزیو ن مشر محمد زرین انځورغړیتوب لري.

یاد کمسیون موظف دی ترڅو د شهید د اوونۍ  د تجلیل په خاطر چې د وږي د میاشتې په ۱۸مه به په کابل کې د ځانګړومراسمو په ترڅ کې ترسره کیږي،  په کابل ښارکې د ټینګ امنیت د نیولو په خاطر کلک امنیتي تدابیر ونیسي ترڅو یاده اونۍ په کابل ښارکې په ډاډمنه فضا کې ترسره شي اوله بلې خوا د شهید احمد شاه مسعود په منار د ګلو د ګیډۍ لپاره هغه ځانګړو مراسمو لپاره چې هر کال ترسره کیږي تابیا ونیسي.

د کمسیون په پرانسته غونډه کې د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال ښاغلي انجینیر محمدخان د کمسیون له غړو په تیره بیا دامنیتي ځواکونو له مسؤلینوڅخه غوښتنه وکړه ترڅو د شهید د اونۍ لپارداسې تیاری ونیسي چې نه په ښارکې ټرافیکي ستونزې رامنځ ته شي اونه هم کومه امنیتي حادثه رامنځ ته شي.

One thought on “د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر مطبوعاتي اعلامیه”
  1. انجنیر صاحب محمدخان هم غواړی خپل نوم په مطبوعاتو کی نشر کړی ترڅو خلک ووایی دی هم شته.
    پداسی حال کی چی هیواد مو له سترو ستونزو سره مخامخ دی ، امنیتی وضعیت ورځ تر بلی خرابیږی. ځوانان د بی امنیتی او بیکاری له لاسه خپل ګران هیواد خوشی کوی او نورو ملکونو ته پناه وړی، له ګاونډیانو سره سیاسی او اقتصادی روابط تشنج خواته روان دی. خو انجنیر صاحب د شهید ورځ نمانځی. په تیرو څلویښتو کلونو کی تر دوه میلیونه زیات افغانان شهیدان شول د هغوی څوک پوښتنه نه کوی خو یواځی احمدشاه مسعود شهید دی او د هغه د مړینی ورځ باید حتما هرکال د دولت له بودیجی نه ولمانځل شی ، تاسو پوهیږی چی د هری ورځی په رخصتی سره دافغانستان اقتصاد ته څومره تاوان رسیږی؟ یو غلط فرهنګ مروج کیږی پدی معنی هغوی چی هیواد او خلکو ته یی واضیح خیانت وکړ، په زرګونو خلک یی شهیدان اود کابل ښار یی په کنډوالو بدل کړ. د افغانستان سل کلنه تجربه کاره او مجهزه اردوی یی له منځه یووړه ، په زرګونو تانکونه ، شوبلی ، راکټونه به سلګونو نظامی جت جنګی او باروړونکی تیاری او څرخی یی له منځه یووړی اوس یی د شهید د ورځی په نوم دهغه د ژوند خاطری یوځل بیا د غم ځپلو هیواد والو د ا‌ذیت په خاطر بیا تجلیلوی. د هغو ځوانانو چی د خپل وطن ، ارضی تمامیت او خپل ولس نه د دفاع په خاطر یی خپل ځانونه قربان کړل ، هیڅوک یی پوښتنه نه کوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *