کابل ، مرمرینه ماڼۍ دوري ۱۳مه

 د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمدخان د خوست ولایت ننی خونړی ترهګریز برید چې له امله يې ګڼ شمېر ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شول، په سختو ټکیو وغانده.

د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال وویل چې، د هیواد دښمنان دمره بې رحمه شوي چې د عامو خلکو پرلاریون باندې خونړۍ حملې کوي اوددوی دغه برید یونه بښل کیدونکی او سترجنایت دی .

انجینیر محمدخان د دې نا مردانه برید دغندلو ترڅنګ سوله ایز لاریون د افغانستان د نافذه قوانینو له مخې  د خلکو مدني حق وباله خو دا چې ددې خاورې او وطن دښمنانو دا ډول غیراسلامي اوغیرانساني بریدونه کوي او زموږ پرهیوادوالو رحم نه کوي دا خپله د دوی د وحشت او دهشت ښکارندوي کوي .

 د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال د خوست عامې روغتيا او نورو اړوندو ارګانونوته لارښوونه وکړه ترڅو د یادې پېښې قربانیانوته ددرملنې او او زیان منو شویو کسانو ته د بیړنۍ مرستې لپاره لاس په کار شي .

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال په یاده تروریستي پېښه کې د شهیدانواوټپیانوکورنیو ته دژورې خواخوږۍ اوډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کوي ، شهیدانوته د جنت الفردوس ، ټپیانوته د څښتن تعالی جلا جلا له له دربار څخه دعاجلې روغتیا او خپلوانوته دجمیل صبرغوښتنه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *