ښاغلی رحیمي نه یوازې له افغان کلمې بلکې افغانستان سره مخالف دی او باور لري چې افغانستان انګلیسانو جوړ کړی دی. دی د عبدالله د دفتر مشر او هر کاره دی

تاند- د اجرايي رييس ویاند او د دفتر رييس وايي، د ملي یووالي حکومت د انتخاباتو په نتیجه کې نه بلکې د سیاسي موافقې په پایله کې رامنځته شوی دی.

مجیب الرحمن رحیمي فارس نیوز ایراني خبري اژانس ته وویل،«د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون، حامد کرزي او د اشرف غني انتخاباتي ټیم یو بل ته لاسونه سره ورکړل او داسي مثلث یې جوړ کړ چې په خپلو مداخلو یې د انتخاباتو بهیر بدل کړ او په نتیجه کې انتخابات په یوه بحران بدل شول او د ټاکنو پایلې اعلان نه شوې.»

رحیمي همداراز وویل اوسنی حکومت د انتخاباتو په نتیجه کې نه بلکې د موافقې په پایله کې رامنځته شو.

ده همداراز وویل چې په انتخاباتو کې څوک ګټونکی او بایلونکی نه شو او سیاسي موافقه د راتلونکي حکومت (ملي یووالي) د جوړېدو اساس وګرځېد.

دا په داسي حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ۲۰۱۴ د سپټمبر په ۲۱ مه محمد اشرف غني د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ګټونکی اعلان کړ او ویې ویل«د ټاکنو خپلواک کمیسیون محمد اشرف غنی احمدزی د هېواد ولسمشر اعلانوي.»

رحیمی فارس نیوز ته ویلي چې اوسنی حکومت د موافقې پر اساس د ټولې دورې لپاره دی.

2 thoughts on “د اجرايي رييس ویاند او د دفتر رييس وايي، اوسنی حکومت د انتخاباتو په نتیجه کې نه دی جوړ شوی”
  1. رنو د تاند نامتو او ملی ویبپانه چلونکو ته زما تاوده سلامونه او نیکی هیلی؛د

    د دیرو تبصرو دپاره ستاسو وخت نه نیسم، دومره وایم چی په لوی لاس د ایرانیو پلیدو جاسوسانو ته دشهرت ورکولو دپاره د معرفت زمینه مه برابروی؛

    مجیب الرحمن رحیمی یو هیواد پلورونکی دایران پیژند شوې جاسوس دی ؛ که لطف وکړی دغسی پلیدانوته د شهرت موندلو وخت ورنکړی بهتره به وی؛
    درناوې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *