تاند- د افغانستان د اجرايي رييس ویاند یو وار بیا د انګرېزانو له لوري د افغانستان د جوړولو یادونه وکړه.
مجیب الرحمن رحیمي په تهران کې د ایران او افغانستان د کلتوري خبرواترو په کنفرانس کې یو ار بیا خپلو مخکینیو څرګندونو ته په اشارې وویل«په دې حوزه (ایران) کې یو ګډ تحول د استعمار راتګ دی او د استعمار له راتګ سره پولې وایستل شوې او داسي یو دولت (افغانستان) جوړ شو چې زموږ له فرهنګه نه و رامنځته شوی.»
ده پخوا د بي بي سي په یوه بحث کې هم ویلي و چې افغانستان انګرېزانو جوړ کړ.
رحیمي زیاته کړه«په دې ډول د پولو راایستل ناعادلانه و ، په سیمه کې یې قومي موزاییک ګډوډ کړ او په سیمه کې یې نشنلزم رامنځته کړ چې په سیمه کې یې منفي عواقب لرلي دي…»
رحیمي دغه راز وویل«په افغانستان کې ملت جوړونه د پښتون قومیت پر اساس ده او په دې کې هڅه شوې چې پر فارسي ژبې سترګې پټې شي.»
ده په خپلو خبرو کې بیا بیا په دې تاکید وکړ چې د پولو د رامنځته کېدو له کبله د ستونزو د لېري کېدو لپاره ښه دا ده چې پر ګډې تمدني حوزې ټینګار وشي.
په دې غونډه کې د رحیمي یوه بل همفکره داوود مرادیان هدف ته د رسېدو لپاره پر درو چارو تاکید مهم وباله؛ لومړۍ فارسي ژبه، دوهم نوروز او درېم دیموکراسي.
په دې غونډه کې د ایران د فارسي ژبې او ادبیاتو د اکاډیمۍ رييس حداد عادل وویل چې دې اکادیمۍ د بهرنیو کلمو پر ځای څه باندې ۵۵ زره فارسي کلیمې جوړې کړي او دا افغانستان ته سپاري چې د ښوونځیو په تدریسي ژبه کې یې شاملې کړي.
داخبره باید دافغانستان ولسمشر او عبدالله ته ورسیګې چې که داکسان رحیمی او مرادیان (ایرانیان )دې نوبیا دافغانستان په حکومت کې سه دپاره دندې لرې؟
بل پختانه باید داموضوع میډیا کې شریکه کړې، ان درې جبو کسانوته،زکه ټول دری جبې کسان غداران نه دې. او بل دخوونځیو کتابونو کې دایرانیانو دلغتونو شاملولو کې هم بایدافغانان آرامه نه کینې. دې دخنځیر ځوی ته باید داځلې عسکری لت ورکوؤ. کاشکې افغانستان کې وای ، داسړی عسکری بوټان غواړې.
یره کله کله وایم دې خلقو دپاره هماغه طالبان خه وو
مجیب جان مخکی لدی چه لندن ته لاړ شی د دینی علومو محصل وو، خو اوس چه ویل کیږی د لندن نه یی دکتورا راوړی داسی معلومیږی چه د پخیدو پر ځای خام شوی او داسی معلومیږی چه اسلامی مفکوره یی ضعیفه شوی وی .آغای دکتور! په دی ګرداب ، طوفان او غوبل د دښمنانو او جاهلو دوستانو کی تر ټولو اهم مشکل همدا دی چه ته یی یادوی ؟
دی ډول بیاناتو ته ولی دومره حق د اولیت ورکوی ، دا ډول موقف او څرګندونی ستا مسلمانی او دکتورا دواړه تر سوال لاندی راولی ، بل دا چه ولی پرونی مدعیان د اخوانیت نن نشنلزم ته راغورځیدلی ؟
د بن سقاوی تړون چه تر ننه پښتانه خوری ، مبتکرین یی تاسی او ځینی لنډ فکری مجهول الهویه په نامه پښتانه وو چه د تاسی په انحصار کی یی کاذبه نمایندګی د تاسی په ګټه کوله ، آیا اوس مو هم دا د مردارو ډک زړه مو یخ ندی ، څومره قتلونه ؟
څومره زندان کی اچول او نورو ته سپارل؟
څومره معاملی او ډالر؟
څومره رشوت او فساد ؟
څومره انحطاط او شرمول ؟
څومره انحصار او ملت هیرول ؟
څومره جنرال او وزیر ؟
نو بیا څه غواړی چه نور څه وشی ؟
بن ته ورته نور تړونونه ؟
نور هم نفاق تشدید شی ؟
دا ټول نه مسلمانی سره جوړیږی او نه دکتورا سره ، لطفا عاجل تجدید نظر وکړه او د حکایات صحابه رضی الله عنهم چه ستا ترجمه ده هغی ته ورستون شه چه د دنیا او آخرت عزت دی ورکی نغښتی دی دا متاع قلیل بی سواده وزیرانو او جنرالانو ته ډالۍ کړه .
دافغانستان کلمه یوه نوې اومحدثه کلمه نه ده بلکه داکلمه ۸۰۰کاله پخواترنن موده وه.سیفي هروي په خپل کتاب چې تاریخ هروي نومیږي په ۶۱۸هجری کال کې لیکلی دی.اوپه کلکته کې چاپ شوی دی.ترهغه وروسته نودهنددمغلوپه زمانوکې دافغانستان کلمه په اکبرنامه اونوروکتابونوکې یې څرک لیدلی کیږي.
د کوڅه ډبو زامنو نه په انسانیت پوهیږې او نه هم په کلتور ، واقعیت چې پردي پال یاستې او د پردیو زامن یاستې ، داسې خوبونه به ګور ته یوسې که چیرې بې اتفاقه قوم یولاس شو .
دا خو بیخی د سړی زوی نه دی والله کی نه یی هغه عبد الله د سړی زوی دی