د خوست ولايت لسګونو تنو قومي مخورو مشرانو ، د مدني او ټولنيزو بنسټونو غړيو ، ديني علماکرامو ، دخوست ولايتي شورا وکيلانو ، ځوانانو ملي سوداګر الحاج شيراعجم جوهر اوپه دې ولايت کې د افغانستان قومونو پيوستون شورا غړيو د دغه شورا په انګړ کې د ملي يووالي حکومت اجرايئه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ستر سلاکار وزيرالحاج غازي نواز تڼي سره ددغه شورا په انګړ کې ليدنې کتنې ترسره کړې .

دليدنو کتنو په لړ کې قومي مخورو مشرانو چې مشرۍ د دغه شورا مرستيال دروند قومي مخور مشر الحاج مديرميرزمان صبري کوله دوي د ملي يووالي حکومت اجرايه ريئس ډاکټر عبدالله عبدالله څخه مننه څرګندوله چې خوست خلکو ته يې په حکومت کې خپله برخه ورکړه او هم په پلان کې لري چې د خوست يوشمير کدرونه د حکومت په نورو مهموبستونو کې ځای پر ځای کړي .

قومي مخورو مشرانو ددې ترڅنګ چې داجرايه ريئس ستر سلاکار وزيرته يې مبارکي ورکوله ترڅنګ زياتواله چې د ملي يووالي حکومت بايد چې دهېواد لرو پراتو سرحدي ولايتونو خلکو ستونزو هواري ته لومړيتوب ورکړي او دهغوي هرې ستونزې ته د حل لارې ومومي .

دليدنې پرمهال د ملي يووالي حکومت اجرايئه ريئس ستر سلاکار الحاج غازي نواز تڼي له خوستيو ولسونو مننه څرګندوله چې د تېرو ټاکنو پر وخت ددوي دټيم ملاتړي پاتې شول او اوس حاضر دي چې ملي يووالي حکومت سره په بېلابېلو برخو لکه سوله ، بيارغونه هم لاسي پاتې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *