تاند- د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رييس امرالله صالح له ارګ سره د بلخ د سرپرست والي عطا محمد نور د خبرو ملاتړ وکړ.
ده د جمعیت ګوند په منځ کې د دې موضوع پر سر د پارېدلیو کسانو د انتقادونو په ځواب کې یې وویل چې د ارګ او عطا محمد نور خبرې د اجرايي ریاست د چوکۍ د تخریب یا له منځه وړلو معنا نه لري.
ښاغلي صالح په خپله فېسبوکپاڼه کې دا هم لیکلي چې دا خبرې د ملي یووالي د حکومت له جوړښت سره د مخالفت په معنا هم نه دي.
له ارګ سره د عطا محمد نور خبرو د جمعیت ګوند په منځ کې شکونه او انتقادونه پارولي دي. ځیني ګومان کوي چې عطا محمد نور غواړي په دې توګه په دولت کې ځان ته لویه چوکۍ ترلاسه کړي او عبدالله عبدالله په میدان پرېږدي.
د عبدالله عبدالله یوه سلاکار فاضل سنچارکي د ارګ او عطا محمد نور ترمنځ خبرو ته د انتقاد ګوته ونیوله، ویې ویل چې عطا نور د شخصي مسایلو او ګټو لپاره له ولسمشر سره خبرې کړي دي.
«کومې خبرې چې په جمهوري ریاست کې د عطا محمد نور په نوښت شوي د شخصي ستونزو د حل په خاطر وې هو هېڅکله دا خبرې د اجرائیه ریاست او یا هم د سیاسي تفاهملیک د متن استازیتوب نه کوي، استاد عطا کولي شي چې د شخصي ستونزو په خاطر له جمهوري ریاست سره خبرې وکړي چې د بانکي حساب مسایل دي او بهرني سفرونه، خو د سیاسي توافقنامې د موادو په اړه د خبرو حق یوازې عبدالله عبدالله لري.»
ده تاکید وکړ چې د سیاسي موافقې د تطبیق مسوول یوازې عبدالله عبدالله دی نه عطا محمد نور.
د اسلامي جمعیت ګوند یوه غړي شاه ولي الله ادیب د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د نور او ولسمشر ترمنځ خبري فردي دي.
«زما له نظره به مذاکرې فردي وي هیله لرم هر کار چې کېږي هر مشوره د اسلامي جمعیت له غړیو په ځانګړي ډول د جمعیت له اجرائیو رئیس سره وشي.»
په ولسي جرګه کې د عطا محمد نور یوه کلک ملاتړي فرهاد عظیمي وویل چې د بلخ ولایت سرپرست د جمعیت ګوند په استازیتوب له افغان ولسمشر سره وروسته له هغې د خبرو مسؤلیت واخیست چې د نوموړي په خبره اجرائیه ریاست د خلکو او د اسلامي جمعیت پر وړاندې د خلکو ژمنې عملي نه کړې.