تاند- سره له دې چې د دوشنبې په ماښام دواړو کاندیدانو د ملي یووالي د حکومت پر سر اختلاف پای ته رسولی و خو وروسته وروسته څرګنده شوه چې یو شمېر اختلافات پای ته رسېدلي خو یو شمېر نور رابرسېره شوي دي.
ټاکل شوې ده د دغو اختلافاتو د حل کولو لپاره دواړه کاندیدان نن بیا سره وویني.
د دواړو ترمنځ اصلي اختلاف د اجرايي ريیس د دندو او صلاحیت پر سر دی. عبدالله عبدالله، تاکید کاوه چې د اجرايي چارو ريیس دې د کابینې د غونډو مشر هم وي خو د راپورونو له مخې د دوشنبې په ورځ دواړو موافقه وکړه، تر څو چې لویه جرګه رابلل کېږي او په اساسي قانون کې د صدارت د چوکۍ د ایجادولو لپاره بدلون راځي له اوسني اساسي قانون سره سم دې د کابینې مشري ولسمشر کوي.
خو د سې شنبې په ورځ د عبدالله عبدالله د ټیم نورو غړیو له دې نظر سره مخالفت وکړ او ویې ویل چې دا به ومني چې ولسمشر دې د کابینې ريیس وي، کابینه دې په میاشت کې یوځل د ولسمشر تر ریاست لاندې غونډه کوي مګر د کابینې اوونیزې غونډې دې د اجرايي چارو د ريیس تر مشرۍ لاندې وي.
د دوشنبې په ورځ د ولسمشر کرزي ویندوی ایمیل فیضي وویل چې د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ د ملي یووالي د حکومت پر سر اختلاف پای ته ورسېد.
ښاغلي فیضي فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«د نن ورځې له خبرو وروسته له نېکه مرغه د دوی ترمنځ لانجه حل شوه، ډېر مهم پرمختګ وشو.»
د دوشنبې په ورځ دواړو کاندیدانو د ولسمشر کرزي او د هغه د دواړو مرستیالانو په ګډون په یوه غونډه کې د ملي یووالي د حکومت په اړه اوږدې خبرې وکړې.
فیضي وویل چې دواړه کاندیدان به ژر د ولسمشر حامد کرزي او نورو مهمو افغان شخصیتونو په مخکې موافقه لاسلیک کړي.
خو اوس داسی ښکاري چې د دواړو کاندیدانو ترمنځ په خبرو کې شوی پرمختګ بېرته لومړۍ نقطې ته په شا تللی او له سره د اجرايي چارو د ریيیس د صلاحیت په اړه بحث کېږي.
دا بد بخت ولی دخلکو په ویر او ماتم لوږه تنده کی خپله بقا غواړی خدای د په داسی مرض ګرفتارکړی چه خپل او پرادی تریبیزاره وی او علاج ی ونشی رښتیا خلک ملامت ندی چه وای ګل مر جان ی نه منی دا خویی رښتیانه منی وخوبهی منی خوپه مرګ بهیی تمامهشی دا په یاد ولری
محتر داکتر صاحب اشرف غنی !
زه په سر او مال شعوری ستا ملا تړي يم او وم به مګر؟
داچه ته ګتونکې وی او وی به ګتونکي يعنی قدرت په لاس کی نيول، بايلونکی یعنی دقدرت څخه محروميدل.
داچه تا تکراري,اوتکراری ويلی چه زه سهامی شرکت نه جوړوم نن ولی دسهامي شرکت جوړولو ته دي ملا تړلي ددي معلو ميږي چه ستا هدف دقدرت لاس ته راوړل وه نه وطن اوهيوادوالو ته دخدمت کول همدا ده چه دملت ټول وګړي ستا دحمائ څخه ورو,ورو لاس اخلي اوته ورته يو دروغجن او کاذب انسان معرفی شوې ئ
پشنهاد?
ګتلی دې ده په نره او داولسونو په ملا تړ دی ګټلی جواب واضح دی چه بلی.
په جګ ورميږ ديوافغان بيا ديو پشتون په تو ګه ميدان ته ودانګه خپل حق دی په لاس کی ونيسه او قانوني اقداماتوباندي شروع وکړه که څوک ستا مخې ته ودريده ته بيا شاته شه بيا ميدان ته مونز پريژده چه اساسي قانون درته په عمل کی پياده کړو.
اوکه دعبدالله سره معاملي کوی يوازي زه نه بلکه ټول هيو ادوال به خپل ټغر درڅخه جمع کړي بيا ته پوه شه او
معامله ګردې لنډه درته ووايم چه دعبدالله مشارکت ستا دپلانونو ناکامي او شکست دي مونږ عبدالله او دده چور او چپاول ګر ملګري نه غواړو او په خپل لاس ځانته سردردي او جنجال نه جوړوو.ما خپله غاړه خلاصه کړه او تاريخی بعدی مسوليت به ستا په غاړه وی،.
که مي ګستاخي کړي وی په خپله بزرګوارۍ ما وبخشه.
ستا دکارنا مو پياده کونکي
اوس هم سروخت دي غفلت با يد ونه شي
General sb salamona mo womanai!
Taso she khabari likale de aw da yaqenan da tolo hewadpalo da zwand muram aw akhri ghoshtana dai .Dagho chapawolgaro ta pa HEWAD ki zai werkawal ham la HEWAPALO Afghanano sara JAFA da.
د ټاکنو د اعلان ډرامه
حلیم فدايي
که حكومت، د تاكنو خپلواك كميسيون او امريکايان وغواړي د ټاکنو لانجه ډېر ژر حل کېدای شي. زما له نظره دا د سپتمبر د پېښې په څېر يوه ډرامه ده ترڅو د بهرنيانو له وتلو وروسته په نوې بڼه د پرديو د ګټو ساتونکي په راتلونکي نظام کې ددوی استازيتوب وکړي.
کمزوری افغانستان دنورو د غرضي مرستې لپاره يو ښه توجيه ده. کمزوری اقتصاد به ددوی پانګه وال را کش کړي, نا امني به ددوی وسلو ته ښه بازار وي, ضعيفه حکومتولي به ددوی وګړو ته د ګمارنې فرصت وي, په داخل د نظام کې د ټلوالې کافي موجوديت به د نظام د اصلاحاتو پر وړاندې داسې خنډ وي چې هر ځلې به د بهرنيانو پښه را اوږدوي او د اصلاحاتو د خنډ سبب به کېږي.
په ډېر قوي احتمال دوی به د اجراييه پوست واخلي او وروسته به په دې بهانه له نظام څخه ووځي چې ګواګې له دوی سره پر ظاهرا شويو توافقاتو وفا نه ده شوې او يا بشپړ واک نه لري چې بيا به کوشش کوي د بهرنيانو مداخلې ته لاره هواره کړي او حکومت په داخلې کشمکشونو کې بوخت وساتي.
ددوی ټوله هڅه به دا وي ترڅو د قانون د حاکميت, اصلاحاتو, ښې حکومتولۍ او سولې په پروسه کې د طالبانو او حکمتيار د ګډون مخه ونيسي او د تحول او دوام حکومت يو ناکام حکومت معرفي کړي ترڅو په راتلونکې ولسي جرګه او د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې يې د تبليغاتي وسيلې په توګه وکاروي.
البته نورې ټولې داخلي او خارجي فاسدې او مافيايي کړۍ به ددې لانجو د تمويل مهمه منبع وي. ددې هڅه به هم کوي چې د تحول او تداوم متعهد او اهل غړي به يو پر بل پسي د دسيسو ښکار کوي ترڅو ميدان دوی ته خالي شي. ولي د ډاکټر اشرف غني درايت, قاطعيت او اهليت ولس ته يو څه هيله او ډاډ ورکوي.
زه دښاغلی جنرال حبيب الله جلالزوي دتبصری سره په تمامه معنی موافق یم.
دافغانستان رښتنی او اصلی خلک دی تل ژوندی وی.
جلالزوي صیب ډیره مننه
دخدای په امان
زه بیخی په سلو کی سل د جنرال حبیب الله سره موافقه لرم – که چیرته اشرف غنی د رایو بیلونکو ته تسلیم شی نو دا داسی مانا لری چی په اینده کی دی دغه ډول غلو ته دروازې وازی پریښودې- اشرف غنی صیب: تاته د خلکو رایه درکول لتا سره د خلکو امانت دې او په امانت کی خیانت د ښه خلکو عادت نه دې- د خلکو د رایو احترام وکړه او په نره ددغه غلو مخه ډب کړه ټول خلک به لتا سره وی
د دری ژبی متل دی وای(آزموده را آزمودن خطااست) د شمال لنډغر په دی وطن کی په وارو سره آزمایل سوی دی ولی نتیجه یی د ګران وطن بربادی او ویرانی جوړه سوی وه . د جنرال صاحب د خبرو په تاید اوس الحمدالله د افغانستان د اکثریتو ملیتونو پشتی وانه له محترم ډاکتر صاحب اشرف غنی سره ده نو له ډاکتر صاحب اشرف غنی او د انتخاباتو کمیسیون څخه هیله کو تر څو د خلکود رایو د اعتماد په مقابل کی خپل دریځ د قانون په رڼآ کی توند کړی
اخطار اخطار اخطار! محترم اشرف احمدزیه سلام ! لطفاً په دې باغیانو اعتماد مه کوئ خپل لار دخپل سیاسی بلان له مخی پر مخ بوزئ! اوس چی داسی توطیی کوی سبا خو ټول غواړی
ژر تر زره باید لمړئ نتایج اعلان شی