د خصوصي پوهنتونونو اوخصوصي ښوونځيو مسولین باید دکمیت پرځای کیفیت ته توجه وکړي
د افغانستان د خصوصي پوهنتونونواو خصوصي ښوونځیو دټولنې استازو داجرایه ریاست له لومړي مرستیال سره ولیدل .
دغه لیدنه چې دلیندۍ د میاشتې په لسمه نېټه دوزیرانو شورا په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه یوشمیر خصوصي پوهنتونونو اوخصوصي ښوونځيو استازو د اجرایه ریاست له لمړي مرستیال سره د لیدنې پرمهال د ملي وحدت له حکومت څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ .
د کابل د نړیوال ښوو نځي د امتیاز خاوند قاضي غلام سخي د اجرایه ریاست لمړي مرستیال ته ډاډ ورکړ چې لکه څرنګه چې په تیرو دورو کې ستاسو ملاتړ اوهمکاري کړې ده له دې وروسته به هم د ملي وحدت د حکومت په رامنځ ته کېدو سره ستاسو بشپړ ملاتړې وو .
نوموړي د اجرایه ریاست لمړي مرستیال ته د خپلو لاسته راوړنو په ترڅ کې وویل چې دوی د خصوصي ښوونځيو لپاره تقویتي نصاب جوړکړی چې د پوهنې وزارت دنصاب دادراې لخوا تاید شوی هم دی .
د ده په وینا د د ې ترڅنګ يې د ښونیزنظام رسمي نصاب انګلیسي ژبې ته اړولی دی چې سر له راتلوونکي کال څخه به په ټول هیواد کې پلی شي .
دغه راز هغه ډاډ ورکړچې د د ې ترڅنګ يې دخصوصي ښوونخيو لپاره داسې یو بورډ جوړکړی چې د ښوو نځيو د زده کوونکیو ترمنځ به سیالۍ ترسره کوي .
په دغه لید نه کې محمد یار ستانکزي د کاینات د ښوونځي مشر وویل چې د امهال ټول هیواد کې شاوخا ۷۰۰ خصوصي ښوونځي او ۹۰ خصوصي پوهنتونونه فعالیت کوي چې په رزګونو ځوانان اوتنکي هلکان په کې زده کړو بوخت دي .
داجرایه ریاست لمړي مرستیال انجینیر محمد خان د خصوصي ښوونځيو او پوهنتونونوداستازوراتګ اودملې وحدت له حکومت څخه يې د د وی له ملاتړڅخه مننه وکړه اوزیاته يې کړه چې د پوهنې په برخه کې چې هرڅومره پرمختګ وشي د ا به دراتلوونکی نسل خوشبختي اونیکمرغي وي .
لمړي مرستیال ټینګار وکړي چې د ښوونځيو اوپوهنتونوبرخه کې باید ډیر کوشش وشي ځکه چې دا برخه دهیواد د راتلونکي دپرمختګ اوکامیابۍ سبب ګرځي .
انجینیر محمد خان د خصوصي سکتور استازو ته په وینا کې وویل چې د کمیت پرځای باید پرکیفیت کار وشي داځکه چې د پوهنې په برخه کې ډ یرې ستونزې دي چې دافغانستان ولس ورسره مخ دی .
داجرایه ریاست لمړي مرستیال د پوهنې او روزنې په برخه کې کا راوفعالیت دحکومت او دخلکو مشتر ک مسولیت وباله او له خصوصي سکټور نه یې په بیا بیا غوښتنه وکړه چې د افغانستان دراتلوونکی نسل مسولیت په همدې برخه پوړې تړلی دی .