افغان حکومت به د کورنیو بې ځایه سوو کسانو سره د مرستي په هدف د کورنیو او بهرنیو ادارو د مرستو د همږغۍ غونډه جوړه کړي
تاریخ: 31 اسد 1395
کابل افغانستان : د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، چي حکومت به ډېر ژر د کورنیو بې ځایه سوو کسانو سره د مرستي او لاس نیوي په موخه په نژدې ورځو کي د کورنیو او بهرنیو مرستندویه ادارو د همږغۍ غونډه جوړه کړي.
هغه دغه خبري نن د مرکزي اسیا او منځني ختیځ لپاره د بشردوستانو همکاریو په چارو کي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال رشید خالق اوف سره په لیدنه کي وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چي افغان حکومت د جګړو او نورو طبعي او غیر طبعي افاتو له خاطره په کور دننه د بې ځایه سوو کسانو مرستي او لاسنیوي ته لومړیتوب ورکړی او په دې اړه به ډېر ژر یوه د همږغۍ غونډه جوړه کړي، څو هلته د ټولو ادارو پر امکاناتو او د اړمنو خلکو پر بېړني لاسنیوي باندي خبري وسي.
هغه یادونه وکړه، چي د کورنیو مرستندویه ادارو ترڅنګ د بهرنیو مرسته کوونکو بنسټونو او مؤسساتو مرستي او همکارۍ باید منظمي او د لومړیتوبونو له مخي پر اړمنو کورنیو ووېشل سي.
اجرائیه رئیس وویل، چي د سرپناه موندنه، د تعلیم، روغتیا او نورو اساسي حقونو ترلاسه کول د بې ځایه سوو کورنیو لپاره د حکومت د کارونو په لومړیتوب کي قرار لري.
د مرکزي اسیا او منځني ختیځ لپاره د بشردوستانو همکاریو په چارو کي د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال رشید خالق اوف له اجرائیه رئیس څخه مننه وکړه، چي د بشري مرستو د رسېدني او په دې برخه کي د اړوندو ادارو د کارونو د بهترۍ په خاطر یې یو کاري ګروپ ایجاد کړی او په اولویت کي یې ورته ځای ورکړی دی.
نوموړي وویل، چي د ملګرو ملتونو اړوندي ټولي مرستندویه او د بشردوستانه همکاریو ادارات به له خپلو ټولو امکاناتو په ګټه اخستني سره له بې ځایه سوو کسانو سره مرسته کوي.
هغه زیاته کړه، چي د سرپناه موندنه او د تعلیم او روغتیا حقونه تر لاسه کونه د بې ځایه سوو کورنیو د اساسي ضرورتونو څخه دي او دوی په یادو برخو کي کار کوي.
ښاغلي خالق اوف یادونه وکړه، چي دوی به له مرستندویه او همکارو هیوادونو سره هم خبري وکړي، څو هغه هیوادونه هم په یاده برخه کي مرستي او همکارۍ وکړي.
اجرائیه رئیس د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان له سرمنشي سره د افغانستان په اړه پر جوړېدونکي نړیوال کنفرانس وږغېدی
تاریخ: 31 اسد 1395
کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کي د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان له سرمنشي ایاد امین مدني سره وکتل.
په دغه کتنه کي د افغانستان د امنیت او سولي په اړه د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو د نړیوال کنفرانس د جوړېدو او لازمو امادګیو په اړه خبري وسوې.
پلان دی چي دغه کنفرانس د روان عیسوي کال په اکټوبر میاشت کي د سعودي عربستان په کوربتوب او د اسلامي نړۍ معتبرو او مشهورو دیني عالمانو په ګډون جوړ سي.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان له سرمنشي څخه مننه وکړه، چي ددې کنفرانس د جوړېدو لپاره هڅي کوي.
هغه زیاته کړه، چي دا کنفرانس یو ښه فرصت ایجادوي، څو د اسلامي نړۍ معتبر عالمان په افغانستان کي د اوسني غیر اسلامي جنګ او وحشت په اړه د اسلامي حکمونو په رڼا کي بحث او فیصله وکړي.
نوموړي یادونه وکړه، چي دا کنفرانس به نه یوازي په افغانستان کي د سولي او امنیت لپاره ګټور وي، بلکه په ټوله کي به د سیمي په سطحه د اذهانو په تغیر کي اساسي رول ولوبوي.
د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان له سرمنشي ایاد امین مدني له اجرائیه رئیس سره په لیدنه کي وویل، چي د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو په دغه نړیوال کنفرانس کي به د افغانستان د سولي او امنیت مسئله تر بحث لاندي نیول کيږي او هیله لري، چي پر سوله او امنیت به مثبت تاثیرات ولري.
هغه زیاته کړه، چي ددې کنفرانس به لپاره د چمتووالي پروسه په ښه توګه پر مخ روانه ده او دوی له افغان حکومت سره په ګډه ټول لازم تدابیر نیولي دي.
ښاغلي مدني یادونه وکړه، چي په افغانستان کي سوله د ګاونډیو او د سیمي د هیوادونو د امنیت او سولي لپاره اساسي ارزښت لري او دې مسئلې ته باید له همدې زاویې کار وسي.
اجرائیه رئیس په کابل کي د ایران له سفیر سره وکتل
تاریخ: 31 اسد 1395
کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د کابل لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر محمد رضا بهرامي سره وکتل.
په دغه لیدنه کي د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي، تجارتي، فرهنګي، ټولنیزو او سپورټي همکاریو پر زیاتوالي خبري وسوې.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله په دې لیدنه کي وویل، چي هیواد یې له ګاونډیو سره د متقابل احترام په فضا کي نیکو اړیکو ته ژمن دی او هیله لري، چي له ایران سره یې په پورته ذکر سوو ساحو کي اړیکي پراخي سي.
په کابل کي د ایران سفیر محمد رضا بهرامي هم په خپلو خبرو کي ایران د افغانستان دوست او نیک ګاونډی وباله او زیاته یې کړه، چي هیواد یې له افغانستان سره هر اړخیزو همکاریو ته ژمن دی.
د نن ورځي په لیدنه کي همداراز د هیواد د وروستیو تحولاتو په اړه هم بحث او د نظرونو تبادله وسوه.
اجرائیه رئیس په کابل کي د المان له سفیر سره د مهاجرینو پر موضوع خبري وکړې
تاریخ: 31 اسد 1395
کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کي د المان د فدرال جمهوریت له سفیر والټر هاسمن سره ولیدل.
په دې لیدنه کي له افغانستانه اروپا ته د تلونکو مهاجرو، اقتصادي فعالیتونو او د هیواد پر سیاسي وضعیت باندي خبري وسوې.
اجرائیه رئیس په دې لیدنه کي وویل، چي د افغان حکومت له ارقامو سره سم اروپا، په خاصه توګه جرمني ته د تلونکو افغان کډوالو په شمېره کي په بې سارې توګه کمښت راغلی.
نوموړي زیاته کړه، چي افغان حکومت په کور دننه او دباندي د مهاجرینو او بې ځایه کېدونکو ستونزو ته د رسېدو لپاره د خپلو امکاناتو تر محدودې کار کړی.
هغه په دغه لیدنه کي د المان له هیواده مننه وکړه، چي د تیرو لسیزو په ترڅ کي له افغانستان سره په ملکي او نظامي برخو کي مرستي او همکارۍ کړي دي.
د کابل لپاره د المان سفیر والټر هاسمن وویل، چي هیواد یې په افغانستان کي د ملي یووالي له حکومت سره خپل کار او همکاریو ته ژمن دی او په دې برخه کي به کار ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړه، چي دوی د افغانستان په اړه د بروکسل کنفرانس ته هم لېوال دي او هیله لري، چي نړۍ به هلته یو ځل بیا د اوږدې مودې لپاره خپل تعهد تازه کړي.
نوموړي یادونه وکړه، چي هیواد یې د مهاجرو په اړه هم واضحه پالیسي لري او غیر قانوني مهاجرو ته به په هغه هیواد کي د پاته کېدو اجازه ورنکړي.