تاند- د مالیې د پخواني وزیر انوارالحق احدي په مشرۍ د (نوې ملي جبهې) په نوم اپوزیسیون خپل موجودیت اعلان کړ.
دې ډلې ځان رسماً د ملي یووالي د حکومت اپوزیسیون وباله، ویې ویل چې باید له سره د ولسمشرۍ انتخابات ژر تر ژره وشي څو د اوسني حکومت ځای ونیسي.
د دې جبهې د پرانستنې په مراسمو کې ډاکتر انوارالحق احدي وویل چې د ملي یووالي د حکومت ټول اقدامات او فعالیتونه د ملي ګټو خلاف دي.
ښاغلي احدي، چې د نوې ملي جبهې مشر اعلان شوی، وویل چې په دې پښېمانه دی چې د ۲۰۱۴ م کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ترڅ کې یې د ملي یووالي د حکومت د مشرانو ملاتړ کړی و.
ده همداراز وویل چې خلک باید د ملي یووالي د حکومت د مشرانو، ولسمشر غني او اجرايي رييس عبدالله عبدالله د سیاسي لوبو قرباني نه شي.
دا په وروستیو کې دوهمه جبهه ده چې جوړېږي او د حکومت فعالیتونو ته د انتقاد ګوته نیسي.
تر دې وړاندې د سیاف، اسمعلیل خان، یونس قانوني او یو شمېر نورو پخوانیو وزیرانو په ګډون د حراست او ثبات په نوم شورا جوړه شوه خو ویې ویل چې ځان د حکومت اپوزیسیون نه بولي بلکې حکومت ته مشورې ورکوي.
د نوې ملي جبهې یوه بل مشر مولوي قلم الدین، چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال د امر و بالمعروف د ادارې مشر و، وویل چې ولسمشر غني ته یې پیغام لېږلی او ورته ویلي یې دي چې که وضعیت بدل نه کړي نو د ملت ملاتړ به له لاسه ورکړي او چې څوک یې د ملاتړ نه وي نو ولسمشر نه شي ګڼل کېدای.
د دې جبهې بل مشر سید جواد حسیني وویل چې دا اپوزیسیون به د ملت د ږغ په توګه خدمت وکړي او د حکومت چارې به وڅاري.
ده دا هم وویل، یو علت چې اوس ستونزې شته او خلک کړېږي دا دی چې غښتلی اپوزیسیون نشته.
نوې ملي جبهې پر حکومت انتقاد وکړ چې لوی څارنوال او یو شمېر نور جګپوړي چارواکي یې نه دي ټاکلي او ولسمشر له فرمانونو څخه کار اخلي.
زما په فکر هغه به ډیر لوی بی سواده او غټ خر وی چی اوس هم د انورالحق احدی په خبرو باور کوی او له ده څخه ملاتړ اعلانه وی دا هغه بی شخصیته سړی دی چی پنځه کال د کرزی په وخت کی د مالیه وزیر وه خو کله چی کرزی لری کړل په همغه ورځ یې غول خوراک شروع کړل اوداسی به یې ویل چی دا ډیره فاسد دولت دی داسی به وکړم داسی به کړم خو لږی ورځی بعد یې بیا د تجارت وزیر کړ بیایې ویل چی دا سم دولت دی کرزی صیب یو ملی شخصیت دی زما په فکر ملګرو د دی پلیت او لعننتی انسان نه خپل ځان لری وساتئ.
ګواخ
سلامونه او نیکي هیلې
دا اپوزیسیون چه مشر ئي احدی او ښکاره غړی یی هم حسینی، قلمی، کلبی او مقصود وي او دنورو مافیایی څیرې لا معلومی ندي چه هغه به لا بله د شیطان کڅوړه وي . پاړسی وانان وایی چه: سال که نیکواست از بهارش پیداست. ددغه معلوم الحا له څیرو څخه ددی اپوزیسیون ماهیت خلک ښه اټکلولای شي. دکرزۍ نازولی احدی ۱۳ کاله د کرزۍ په رکاب کښی شپی اوورځی تیری کړی ، دا چه ملت ته یی په غیر له تاوانه کومه ګټه ونه رسیده بلکه یو ډیر دروند او غښتلی ګوند « افغان ملت» یی هم په شرمونو وشرماوه او دړی وړی شو. دا به بیا څومره ځوان ګوندی ملګري په خپلی لفاظی او مداری ګری تیر باسي لوی خدای خبر. زه نه غواړم چه ادبی ایډالوژکي بحث وکړم بلکه په ډیرو ساده الفاظو دا ویل غواړم چه: نور نو د« ملی » نوم اخستل بس دې مه یی شرموی. ددی وطن خوار او ځپل شوی خلک مو پدی نومونو ډیر وغلول. د جبهه نجات ملی، حکومت وحدت ملی او ….. تر نوی ملی جبهی پوری هریو د پردیو په خدمت کښی دې. که چیری د « افغان ملت » تر نوم لاندی کوم ګوند لا سلګۍ باسي نو ښه به داوي چه دا پیژندل شوی څیره له خپل صف څخه تجرید کړی. زما په اند دا به شهیدانو او په حق رسیدلی ګوندی غړو روح ښاد کړي
په درنښت
Bashir Ahmad saheb sha e Kom De har Sok De faidi pa khater hokomatoono Sara yaw zai kegi shaid De zal yawa sha taglara walari dagha pa zarhawoo nafar lari De afghan melat masher De karzi kala na kala daghasi karoona kawal che qanoon Sara e rabt na wo lekalo ke ehtiat kawa afghanan faqat tez rafter wokhwral manana