زه ژورنالیسټ نه یم، ما د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځی، د ځنګلونو او طبیعي منابعو څانګه لوستې ده، خو د خپل مسلک تر څنګ له ژورناليزم او لیکوالۍ سره بې‌حده مینه لرم.

که څه هم ډېرې قوي او په زړه پورې لیکنې نه شم کولای، خو بیا هم کولای شم خپل مقصد او ویل بل ته انتقال کړم. دا به زما کمی وي، خو په هر صورت د ملي احساس او حب الوطني د روحیې د پیاوړتیا او روزلو لپاره هر وخت په ټلوېزیون، راډیو، چاپي او ټولنیزو رسنیو کې د خپلو پیاوړیو لیکوالانو تکړه ژورنالیسټانو لیکنې، کالمونه، سیاسي تبصرې او راپورونه تعقیبوم.

پخوا به مې په نورو چاپي رسنیو کې د مختلفو لیکوالانو کالمونه او لیکنې لوستې، خوند یې راکاوه، جذبه به را کې پیدا شوه، په ځان او ملګرو به مې باور زیاتېده ، خدمت او مینې ته یې هڅولم، د وطن د جوړېدو او ابادۍ هڅې به راته ګړندۍ ښکاره شوې، د لیکنو په لوستلو به مې تنده ماته شوه.

که څه هم زما د خوښې چاپي رسنۍ په یوه او بل پسې د سقوط درشل ته ولاړې او د وطن‌پالۍ حس همداسې پاتې شو، ولې په همدې وخت کې یو دم غږ پورته شو چې یوه بله نوې ورځپاڼه شروع کېږي.

زه هم لکه نور ملګري ورته سترګې په لار وم. بالاخره دا وخت هم راورسېده او سرخط مو تر لاسه کړ.

اوس هر ورځ ګڼ مطالب د خپلو تکړه لیکوالانو لیکنې، کالمونه، راپورونه په پوره شوق سره پکې لولم او بلا خوند ترې اخلم.

د ګران هېواد له حالاتو مو په تفسیر خبروي. اړینه ده چې له همکارانو پرته یې د ټولو ګرانو بااحساسه لیکوالانو او ژورنالیسټانو ملي احساس ته سلامي وکړم.

د ګران او با احساسه ژورنالیسټ ذبیح الله احساس کالم (د احساس خبره) لوستل یې تر اوسه رانه نه دي قضا شوي. ما ته احساس راکوي، ځکه یې نو احساس د قدر وړ دی.

د هېواد په دې نازکو شرایطو کې موږ باید داسې بااحساسه او مسوولیت مننونکي مشران، مدني فعالان، سیاسي مبصرین، لیکوالان او ژورنالیسټان ولرو. دوی ته هېواد او خلک اړتیا لري.

((زه او زما سرتېری)) دا یوه لیکنه نه، بلکې د یوې جنګي صحنې راپور و چې په ډېر قوت پکې د مسوولیت احساس او د وطن دوستۍ حکایت شوی وو.

په اخېر کې دومره وایم چې د هر داسې احساس قدر په کار دی چې د ګران هېواد د ابادۍ، نېمکرغۍ او سرلوړۍ احساس لري، ژوندي دې وي.
اړینه ده چې ووایم د ټولو با احساسه لیکوالانو قلم دې تاند او دوی دې همداسې هڅاند وي، عمرونه مو ډېر، لوی هېواد مو خدای له بدې ورځې وساته، زه درباندې له زړه ویاړم.

دا ليکنه په سرخط ورځپاڼه کې هم خپره شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *