حسن افغان
په تاند ويب سايټ کې مې د احسان الله ارينزي په قلم ليکل شوې مقاله ولوسته چې عنوان يې و: ((د کـرنـې وزیـر بـایـد په دار وځړول شي!!)) تر ځينو سرسري خبرو وروسته د مقالې اصلي خبرې د ليکوال پر يوه کتاب ((مطالعه امکانات خود کفایی افغانستان از تولیدات شکر.)) شوې وې چې د ليکوال په وينا څو کاله مخکې يې د کرنې وزارت ته سپارلی و او غوښتنه يې کړې وه چې د مخکتنې غونډه پرې جوړه کړي.
په اصل کې ليکوال ډېر ژر د خپلې ليکنې تر شا پرته انګيزه په دې ټکو روښانه کړې وه او دغه خبرې له لوستونکي سره مرسته کوي چې د ښاغلي آرينزي ادعاوې څه انګېزه لري او څومره پرې باور کېدای شي.
آرينزي صاحب د ليکنې په پای کې ځينې نورې ادعاوې هم کړې دي چې په ځواب نه ارزي. آرينزي صاحب پخپله ليکنه کې ويلي چې دغه عنوان يې له خپلې يوې پخوانۍ ليکنې څخه را اخيستی دی. د آرينزي صاحب د ليکنې انګيزه ماته دوه ټکي معلوم شول يو دا چې دده د کتاب مخکتنه نه ده شوې او بله دا چې په دې وخت کې چې نوی حکومت راځي او د آرينزي صاحب ځينې ملګري هم تمه لري چې بيا حکومت ته راننوځي کېدای شي د هغو لپاره د ذهنيت جوړولو يو کوشش شوی وي. او دا هم معلومېږي چې آرينزي صاحب ته به د مشاوريت د کوم پوست وعده هم ورکړل شوې وي.
که څه هم آرينزي صاحب دا نه دي ليکلي چې يوازې د مخ کتنې مسله نه وه بلکې د کتابونو د خرڅولو مسله هم وه. ده غوښتل چې په وزرات زراعت باندې خپل کتابونه وپلوري خو له بده مرغه وزارت د کتابونو د اخيستلو لپاره بوديجه نه درلوده نو ځکه ګيله من دی.
او پر دې علاوه دا هم بايد په پام کې ونيول شي چې د ارينزي کتاب په اصل کې د نوموړي مونوګراف و چې د اقتصاد پوهنځي ته يې ليکلی و او بيا يې دده په وينا يو څه زياتونې پرې کړې وې او د څو لسيزې مخکې مونوګراف به په اوس وخت کې څومره نوي معلومات ولري؟ او ايا د څو لسيزو مخکې کلونو يو مونوګراف دومره ارزښت لري چې دغسې مخکتنه يې وشي لکه آرينزي صاحب چې غوښته.
آرينزي صاحب د خپلې مقالې په پای کې وايي چې د کرنې وزير کار نه کوي او په ادارو کې يې خپل خپلوان مقرر کړي دي. خو دې ته يې فکر نه دی چې د کرنې وزارت لومړی وزارت دی چې د سي بي آر پروسه پکې عملي شوه او د ازاد رقابت له لارې په سلګونو مستحق او باکفايته خلک پر دندو ګمارل کېږي. بله دا چې وزارت زراعت شاوخوا لس زره مامورين او کارمندان لري چې په دې کې هغه سلګونه نوي متخصيصين هم شامل دي چې د ازاد رقابت له لارې له کوم تبعيض او ځانګړي امتياز پرته مقرر شوي او د افغانستان د ټولو قومونو نمايندګي کوي.
ښاغلی آرينزی ادعا کوي چې په کرنه وزارت کې کار نه کېږي خو کا��کي ده له خپل ملګري څخه پوښتلي وای چې اوسني وزير رحيمي مخکې وزارت څومره بوديجه درلوده او د هغې څو فيصده يې مصرفوله؟ يو ځل يې له خپل ملګري څخه دا هم پوښتلي وای چې پخوا په وزارت کې څومره انکشافي پروژې وې او اوس څومره دي؟
اوس د کرنې وزارت ۵۲ انکشافي پروژې لري په داسې حال کې د ښاغلي رحيمي تر وزير کېدو مخکې نه يوازې د وزارت محدودې انکشافي پروژې په پټه ولاړې وې بلکې اکثره رسمي ادارې هم غير فعالې وې.
همدا اوس په کابل، ننګرهار، هرات، کندز او بلخ ولايتونو کې د شپږ سردخانو کار روان دی چې په بين المللي معيارونو جوړېږي او په يوه وار به د ۴۰ زره ټنه ميوو او نورو سبزيجاتو د ساتنې وړتيا ولري. ايا دا سردخانې پخپله جوړېږي او يا د کرنې وزارت د رهبري او کارکوونکو کوششونه دي؟
جالبه دا ده چې ښاغلی ارينزی د خپل کتاب د مخکتنې د غونډې نه کولو دومره غوسه کړی دی چې د کرنې وزارت په ټولو لاسته راوړنو يې سترګې پټې دي.
په کرنه وزارت کې په تېرو پنځو کلونو کې هومره تغييرات راغلي چې څو کاله مخکې يې چا تصور هم نه کاوه. د مقررۍ پروسه پکې د ټولو دولتي ادارو په پرتله شفافه ده. د بوديجې د مصرف فيصدي د ډېرو زياتو وزارتونو په پرتله پکې زياته ده. همدا سږ کال وزارت زراعت ته ۱۶۴ ميليونه ډالره بوديجه ورکړل شوې ده په داسې حال کې چې د زراعت د اوسني وزير تر راتګ مخکې دغه وزارت دېرش ميليونه بوديجه درلوده او په ټول کال کې به يې ۳۰ فيصده نه شوه مصرفولای.
که د کرنې د وزير محمد اصف رحيمي کوششونه نه وای نو نن به د د بادام باغ د تحقيقاتي فارم پر ځای لوړې ودانۍ ولاړې وي او ګټه به يې د بيت المال او بزګر پر ځای د څو غاصبينو جيب ته تلله.
ښاغلی ارينزی به پر دې خبر نه وي چې د بادام سيمې ته د ښارګوټي نقشه هم جوړه شوې وه خو د ښاغلي رحيمي مقاومت د غصب دغه کوششونه خنثی کړل.
همدا اوس د کابل د بني حصار د مالدارۍ د فارم د احاطې د جوړولو کار روان دی چې ۱۷۰ جريبه ځمکه يې له غصبه وژغورله او دغه راز په دارالامان کې د تحقيقاتي فارم د احاطې جوړولو کار روان دی، ايا دا کارونه پخپله پيل شوي دي.
همدا راز د ورېښمو د چنجيو فارم، د کندز تحقيقاتي مرکز او نور سل په سلو کې بشپړ شوي دي. د ننګرهار د کانال د ځمکو د زرغونېددو کار هم په چټکۍ سره روان دی او د غلته پخوا د غصب شوي ځمکې د استرداد موضوع هم په محاکمو کې تر غور لاندې ده.
د کرنې وزارت د باغدارۍ په برخه کې يوازې يوې پروژې NHLPتر اوسه پورې ۵۰ زره جريبه نوې ميوه دار باغونه جوړ کړي او د ابولگولو او د کرني د مکانيزه کولو په برخه کې يې نوې او عصري ټيکنالوژي معرفي کړې ده. دغه باغونه يو شمېر اوس مېوې ته رسېدلي او يو شمېر نور به يې په راتلونکو کلونو کې ميوه ورکوي.
ښاغلي ارينزي د مقالې په يوه برخه کې ليکي: ((ما په خبرو – خبرو کې وزیر صیب ته د کتاب د کره کتنې مسئله یاده کړه، ده ځینې دلایل درلودل چې اوس ګني او چغندر ګټور بوټي نه دي. ))
که لږ انصاف هم وي نو يو ځل به ښاغلي ارينزي د شکر په برخه کې د کرنې د وزير هڅو ته يوه لنډه کتنه کړې وای. جرمنيانو د بغلان د شکر په فابريکې باندې څو کاله تحقيقات وکړل او بيا يې دوه کاله مخکې افغان دولت ته پيشنهاد وکړ چې دغه فابريکه نور زړه شوې ده کار نه ورکوي نو بايد ماشينان يې خرڅ شي او ځمکې يې هم د نورو کارونو لپاره وکارول شي. خو د کرنې وزير محمد اصف رحيمي مقاومت وکړ او فابريکه يې راوګرځوله چې په دې دوو کلونو کې د فابريکې توليدات سل په سلو کې زيات شوي دي. اوس د ارينزي خبره سمه ده چې وزير دلچسپي نه درلوده او دا د بغلان د شکر فابريکې پر پښو درېدل سم دي چې د وزير په هڅو دا کار وشو.
آرينزی يو ليکوال دی او ليکوال بايد له ځانه مفتي جوړ نه کړي. که په دار ځړولو موضوع مطرح وي نو آرينزی دې لطفا په يو بل چا باندې هم دا فتوا ورکړي. آيا د يوه ليکوال رسالت دا دی چې که يې چا کتابونه وانخيستل نو د مرګ فتوا يې ورکړي؟
ليکوال بايد ځان دومره کوچنی نه کړي چې د سياست په لوبو کې خپل سپېڅلی رسالت هېر کړي. لمر په دوو ګوتو نه پټېږي. که ښاغلی آرينزی د وزارت زراعت په لاسته راوړنو هر څومره منکر شي، خو له بدخشانه نيولې تر بادغيس پورې زرګونه جريبه بيا احيا شوي ځنګونه له چا پټ نه دي. د غنمو د حاصلاتو په برخه کې خودکفايي ته د افغانستان نژدې کېدل له چا پټ نه دي. سلګونه لويې او وړې زراعتي پروژې له هېچا پټې نه دي او نه هم دا ملت اوس دومره نااګاه دی چې د ښاغلي آرينزي په خبره دې د وزارت زراعت لاسته راوړنو باندې سترګې پټې کړي.
may be you are also employed by Rahimi Sb that is why are defending him. I am also working in MAIL and I have to say that what ever you write are completly baseless and rubish.Minister son received $ 200,000 loan from ADF and never paid back. Minister Rahimi family has been using two HLP project cars. (HLP is a World Bank funded project). Rahimi nephew is NOT employed in HR department? are you in denial?
Yes- agree with you that he has huge funding with zero out come. Huge funding is not sucess! promoting agricultur sector is sucess which has been completly paralysed under Mr. Rahimi ministership.
یاره افغان صاحب د کرنی وزیر خو لا پریږده چی د کرزی ټوله کابینه د کرزی په ګډون په دار وځوړول شی بده به نه وی، دا ځکه دومره امکانات چی په دا تیرو ۱۳ کالونو کی موږ افغانانو لرل بیا به یی په خوب کی هم ونه وینو، خو ګټه مو تری وانه خیستله.
بل دا چی تاسو د ارینزی په هکله لیکلی دی چی د عقدی له مخی یی لیکنه کړی ده زه درسره هم نظره نه یم. خو تاسو شاید یا د زراعت د وزیر خپلوان وی او یا یی ښه برخه درکړی ده نو ویلای شو چی تاسو د عقدی له مخی لیکنه کړی ده
What ever you said Mr wali that is rubbish and Mr Asif rahimi is a person who is deeply engaged in corruption you don’t know him the will that he will be asked for all this what he did for the poor nation of Afghanistan and don’t worry it is very soon that he will be hanged in one the most popular avenue of Afghanistan.
حسن افغان صیب ته هم په خپله دفاعیه لیکنې باور نه لري
کنه حتما به دې په خپل نوم لیکلې وه .
که څه هم چې نوم دی بدل خو دلیکنې سبک موډیر پیژندل شوی دی .
زه خو خپله په دې نظریم چې یواځې د کرنې وزیرنه بلکې د کرزي ټوله کابینه په فساد معتاده ده ،داچې ښاغلی آرینزي یواځې د دکرنې دوزیر د په دارکولو پریکړه کړې یې دا يي بي انصافي ده
باید له هغه سره ټوله کابینه په دار وځړول شي .
از خدمات خستگی ناپذیر رحیمی صاحب جهان سپاس، واقعاً که خدمات وزارت زراعت چشم گیر است، بخصوص 50 هزار باغ میوه جات، 8 باب سردخانه بزرگ، ایجاد فارمهای تحقیقاتی، فابریکه های بزرک مانند شکر بغلان، و ایجاد سیستم بهتر آبیاری از جمله دستآورد های بزرگ این وزارت در پنج سال اخیر میباشد.
Dear,
What Kind of work from last 13 year in ministry of Agriculture just we gave example from Nangrahar Kanal ( no thing in last 13 year in this Kanal we live here but u wrote work on Kanal where work we not see new plant,trees etc,,,)
in last 13 year we don’t find the rice special beech ( also white beach 0
all farmer import deference kind of rice from Pakistan but every year not successfully rice. what kind of work done the Ministry of agriculture ???
The Rice & wheat is very important for us but we don’t find up to now a quality rice ^ wheat for our agriculture use in our land.
that is very very sham for all who work in ministry.
just from minister to cleaner all work to find money & money>…..
Your whole article not have reality you just write for minister to happy from you & will give some special gift to you……..
ما خپله د ښاغلي احسان الله آرینزې لیکنه ولوسته. د کتاب د مخکتنې لپاره د غونډې نه جوړول او یوشمیر نور دلایل شته چې د کرنې له ښاغلي وزیر څخه د ښاغلي آرینزي خپګان ښیی.
د کرنې د وزارت لاسته راوړنې خلکو ته روښانه دي چې څه کارونه شویدي او څه ندي شویدي، خصوصاْ در اوسني وزیر په وخت کې، زه پرې څه نه لیکم چې څوک مونږ هم تورن نه کړي ځکه اوس له هرچا سره ټاپې پریمانه دي.
زه له ښاغلي آرینزي څخه څو پوښتنې لرم:
لومړۍ: که ستاسو هدف اصلاحات راوستل وؤ، بیا مو ولې دا لیکنه دمخه نه کوله اوس چې د ښاغلي رحیمي دوره پای ته رسیدو ته نیږدې ده تاسو پرې د اعدام حکم کوئ؟
دوهم: تاسو ښه پوهیږي چې د کرنې وزارت څخه د علمیت لوړه مرجع پوهنتون دئ، که د کرنې له وزیر څخه تاسو ځواب ترلاسه نکړ، ولې مو د کابل پوهنتون ته خپله څیړنه د بیاکتنې لپاره ونه سپارله ترڅو په ریښتني توګه اصلاح شوي وای؟
دریمه: تاسو خپله د کرنې یا کرنیز اقتصاد کارپوه نه یی، څنګه مو علاقه پیدا شوه چې په کرنیزو موضوعاتو کتاب ولیکۍ او بیا یی په کیفیت هم اعتبار نلري؟
څلورم: تاسو لیکلي وؤ چې زما دې کتاب ابتدایی شکل ستاسو مونوګراف وؤ او مفرادات مو یی هم ذکر کړي وؤ، څه فکر کوی د ستاسو مواد زاړه ندي او د پخواني اقتصادي نظام (مرکزي اقتصاد) په چوکاټ کې نه یی پاتې شوي؟
پنځم: پدې کې هیڅ شک نشته چې شکر زمونږ د وطنوالو یو اساسی مصرفي محصول دی او تقاضا ورته ډیر زیاته ده، خو فکر نه کوئ چې بسیاینه یو معقول هدف دئ که مونږ پدې اړه نسبي مزیت لرو او کولای شو صادر یی هم کړو؟ یا مونږ کولای شو شکر په آرزانه بیه وارد او دهغې پرځای یو بل آساسي قلم چې زمونږ اقتصاد ته زیاته ګټه رسوي وکرو؟ تاسو یواځې په تولید بحث کړۍ خو مارکیټ او سوداګرئ مو هیره شویده؟
شپږم: تاسو په خپله لیکنه کې ارقام له یوې بهرنۍ نامعتبرۍ مرجع څخه اخیستې وؤ،ُ ولې مو له مرکزۍ احصایی څخه تازه ارقام وانه خیستل؟
نه غواړم نورې پوښتنې وکړم خو دومره وایم چې مونږ باید لیکنې په سمه توګه وکړو او هدف مو د ټولنې اصلاح وي نه شخصي ګټي یا نور جانبي اهداف.