تاند، چهار شنبه، د جدي ۱۱مه: د احصائیې ملي اداره وايي، په ۱۳۹۸ کال کې د افغانستان اقتصادي وده په بې ساري ډول لوړه شوې او نږدې ۴ سلنې ته په نږدې کېدو ده.

یاد وزارت وايي، د افغانستان اقتصادي ودې ګراف د زیاتو بارانونو او ودان کال له برکته و چې په کې د غنمو تولید ۴۰ سلنه لوړ شوی او نور کرنیز حاصلات ۲۵ سلنه لوړ شوي دي.

د دې ادارې مرستیال حسیب الله مؤحد تاند ته وايي، دا یې د کال د ۹ میاشتو ارزونې دي چې د تېر کال په پرتله درې چنده زیاتوالی ښيي: (( لا درې میاشتې نورې هم شته چې د کال ارزونه په کې وکړو، خو د روان ۱۳۹۸ کال په ۹ میاشتو کې زموږ د غنمو وده ۱۳ اعشاریه ۷ سلنه او د صنعت وده ۲ اعشاریه ۵ سلنه وه.))

نوموړی زیاتوي، په ۱۳۹۷ مالي کال کې د هېواد اقتصادي وده، ۲ اعشاره ۷ سلنه وه؛ خو د ۱۳۹۸ مالي کال اقتصادي وده د درېیو پاتې میاشتو د اقتصادي ودې د نه سنجولو له امله لا تر اوسه روښانه نه ده.

که څه هم د مالوماتو او احصایې ملي ادارې مسوولین وايي، په هر صورت د سږکال اقتصادي وده به تر ۴ سلنې کمه نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د مالیې وزارت بیا تر دې وړاندې ویلي وو چې د هېواد اقتصادي وده ۳ سلنې ته لوړه شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *