تاند، پنجشنبه، د حمل ۲۸مه: د ملي احصایې ادارې خبرداری ورکړی چې په راتلونکې میاشت کې به افغانستان کې کورونا وایرس خپل اوج ته ورسېږي او په احتمالي ډول به ۶۰ سلنه نفوس پرې مبتلا شي.
د ملي احصایې ادارې مرستیال حسیب الله مؤحد تاند ته وايي، د دوی د احتمالاتو له مخې راتلونکې میاشت به کورونا په افغانستان کې خپل شدید پړاو ته داخله شي، خو که قرنطین په سخت ډول دوام وکړي د دې وایرس مخه نیول کېدای شي.
دا په داسې حال کې ده چې کورونا په افغانستان کې اوسمهال ۸۴۰ کسان نیولي دي.
افغان حکومت وايي، تر اوسه یې د دغې وایرس پر ضد د مبارزې لپاره درې نیم میلیارده افغانۍ بودیجه بېله کړې ده خو ولسي جرګې پرې نیوکه کړې چې باید د دوه میلیارده افغانیو د مصرف په اړه حساب ورکول شي.