تاند- په کابل ښار کې نن د پخواني قوماندان احمدشاه مسعود د تلین په مناسبت د نوموړي پلویان د تېرو کلونو په شان بیا له وسلو او چړو سره واټونو ته راووتل او لږترلږه یو سرتېری یې وواژه.

د مسعود پلویانو د ښار په څو سیمو کې پر امنیتي ځواکونو ډزې کړي دي. د هوايي ډګر پر واټ د دوی په ډزو یو لاروی پر سر لګېدلی او ځای پر ځای وژل شوی دی. احتمال شته چې نور کسان هم وژل شوي یا ټپیان وي.

د دفاع وزارت مرستیال ویندوی فواد امان رسنیو ته وویل چې د مسعود پلویانو د کابل د ګارنیزیون یو سرتېری وژلی دی.

سرتېری د ښار په یوه څلورلاره کې د خلکو د امنیت د ټینګښت لپاره ولاړ و چې د مسعود پلویانو پرې ډزې وکړې.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې ۶ تنه غیر مسوول وسله وال یې نیولي او ۳۰ موټرونه یې له غیرمسوولو کسانو راګرځولي دي ځکه چې په غیرقانوني ډول رنګول شوي وو.

د مسعود پلویان هر کال په دې ورځ د کابل واټونو ته راوځي، د ښار نظم ګډوډوي، د خلکو شتمنیو ته زیان اړوي او ډزې کوي.

دوی، چې اکثره د پنجشېر اوسېدونکي دي، په لاسونو کې د پخوانۍ شورای نظار بیرغونه او د احمدشاه مسعود عکسونه نیولي وي.

له دې جلا د کابل د سلیم کاروان په سیمه کې یو ځای پر ځای شوی بم چاودلی چې له کبله یې لږترلږه ۳ ملکیان ټپیان شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *