وحيدالله فروتن

د افغاني ټولني پر نورو نابابو نه درسره ږغيږم، يواځي پر يوې درسره تم کيږم. باور لرم چي تاسو به هم درک کړي او هم منلي وي.

که مو نه درک کړي او نه مو منلي وي، نو اوريدلي به مو ضرور وي چي موږ په ژوندو کي ښه او په مړو کي بد نه لرو.

دلته په ژوندوني زوريدل او په مړيني ستايل باب سوي او هغه چي  په ژوندي ستايل سوي، ډير وطنوال مو له خوروښه ورته بي تاب سوي، په ستايلو يې خفه او رټلو يې تسکين سوي.

دا له امکانه ليري نه ده چي د بېلابېلو ادارو له لوري د احمدالله احمدي د کارونو په تقديرېدلو او ستايلو دې زموږ د وطن فکري خپسکي نه وي ببري سوي.

که څوک خفه کېدل او که خوشحاله کېدل خو احمدي ستايل کيدی او ستايل کيږي، ځکه ستايل کيږي چي د ولس ژغورني هڅي يې له هيچا پټي نه دي.

 له ۱۳۸۴ څخه تر ۱۳۸۸ کال پوري يې د هلمند ولايت د صحي معلوماتو د راټولولو د امر په توګه، د ۱۳۸۸ کال څخه  تر ۱۳۸۹ کال پوري ازاد رقابت له لاري (HMIS Officer )په هیث او  د هلمند ولايت د سري مياشتي د ريس په توګه، همدارنګه د ۱۳۹۰ کال کي د افغاني سري مياشتي د بين المللي چارو د مشاور په توګه، په ۱۳۹۱ کال کي د مرستو د عمومي ريس په ډول، په ۱۳۹۲ کال کي د کندهار ولايت د سري د مياشتي د ريس او په ۱۳۹۴ کال کي د هلمند ولايت د والي سره د حواديثو په برخه کي د مشاور په توګه پاتې کېدل او خپله دنده په ايمانداري تر سره کول يې ددې باعث سو چي شپږ تقدير نامي يې دامریکا دسفارت، د هلمند ولایت مقام،دافغاني سري میاشتي او مدني ټولنو له لوري تر لاسه کړي او اوس دا دی په بدلون اوونيزه کي هم د ستاينې په موخه درپيژندل کيږي.

ښاغلی احمدي، د حاجي نعمت الله پوپل زوی دی، په ناوي ولسوالۍ کي زيږيدلی او زده کړي يې دلابراتوار او حقوقو او سياسي علومو په برخه کي کړي، نوموړی د لابراتوار تیکنالوجست۱۵ پاس  او دحقوقو په برخه کي لیسانسه دی.

ښاغلي احمدي لنډمهاله زده کړي دلابراتوار په برخه کي په ترکیي کي، د حوادثو اړوند زده کړي يې هندوستان کي او د ښي حکومتدارۍ په برخه کي لنډمهاله زده کړي يې په پلونډ هېواد کې تر سره کړي او ددې سره سره   ۴۵ سرټیپیکټونه يې په خارجي اوداخلي ورکشاپونو کي ترلاسه کري.

ښاغلی احمدي په پشتو، دري، انگلیسي او اردو ژبو رواني خبري کولای سي.

خبري يې په تول پوره او شميرلي وي، په خبرو کي يې مينه، خولص او عاطفه له ورايه جوتيږي.

خبري يې د هر چا خوښيږي او هيڅوک يې په خبرو نه مړيږي.

زموږ احمدي دې د فکري خپسکو له خبرو په امن او خپل په خبرو کي طالعمن اوسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *