د احمدشاه ابدالي تر نامه لاندې د کرکټ بورډ لخوا په لاره اچول شویو څلور ورځینیو سیالیو دوهمه سیالي د بندامیر او بست لوبډلو ترمنځ برابره پای ته ورسیده.
ددغې لوبې پچه د بست لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه. د بندامیر لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره په ۱۰۲ اورونو کې سیالې لوبډلې ته ۳۶۷ منډې جوړې کړې چې له ډلې یې نورالحق ملکزي په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ۱۸۵ منډې یې جوړې کړې. د بست ساتونکو لوبډلې له لوري نسیم بړیڅ د بندامیر ۷ لوبغاړي وسوځول.
د بست لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره په ۹۱ اورونو کې ۳۴۸ منډې جوړې کړې چې له ډلې یې محمد مجتبی ۸۵ او زیور شاه ۵۸ منډې جوړې کړې. د بندامیر توپ اچونکو له لوري کریم صادق د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړي وسوځول.
د بندامیر لوبډلې په خپله دوهمه پاڼۍ کې یو ځل بیا ښه لوبه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یې په ۷۷ اورونو کې ۲۳۵ منډې جوړې کړې چې له ډلې یې عمران محمدي ۵۳، شیر شیرزي ۵۳ او عمران جنت ۵۲ منډې جوړې کړې. د بست ساتونکو لوبډلې لخوا نسیم بړیڅ یو ځل بیا د سیالې لوبډلې ۶ لوبغاړي وسوځول.
د بست ساتونکو په خپله دوهمه پاڼۍ کې د ټاکل شوي وخت تر پایه لوبه وغځوله. دوی د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره ۶۲ منډې جوړې کړې او لوبه یې برابره پای ته ورسوله.
د سیالۍ غوره لوبغاړي نسیم بړیڅ او نورالحق ملکزی ونومول شول.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د څلور ورځینیو سیالیو په لاره اچول او په بریالیتوب سره ددغو سیالیو ګټور پرمختګ سترې لاسته راوړنې وبللې. نوموړي په هیواد کې د کرکټ راتلونکی روښانه وباله او د ځوانو لوبغاړو ګټوره ونډه یې اغیزمنه وبلله.