دا خبره رښتیا ده چې د ماشومتوب د دورې ځینی خاطرې هیڅکله نه هیریږي. خوږې او ترخې! په ترخو کې یوه پکې د سپین وري خاطره ده، چې ما واورین باله.

هماغه ورځ به مې هیڅکله هم هېره نه شي چې د حویلۍ دروازه خلاصه شوه او پلار مې را دننه شو. د هغه  په غیږ کې مې ښکلی تک سپین وری تر سترگو شو. د واورې په شان سپک و، خورا نازک شانته وری چې د لرگي په شان تنکۍ پښې یی لړزیدلې. پلار مې په خندا راته وویل،

دا مې تا ته راوړی. بس تا سره به مستي کوي.

د وري سترگو ته مې پام شو پر یوه ځای نه تم کیدې او خورا ویریدلې وې. په آرامه مې ورباندې لاس تیراوه خو لړزا او ناکراري یی هماغه وه. د پردي څخه ډار!  په غیږ کې می ونیو او ومی ویل،

بس، بس ډاریږه مه! تا ته څوک څه نشي ویلای. ته خو زما یی. له ما سره به وې. زه به دې ساتم. ښه ملگري به شو. کیسې به درته کوم.

زه او واورین ورو ورو هماغسې چې ما یې فکر کړی وو، ښه نږدې ملگري شو. د ښوونځي نه به چې راغلم نو په کوږ سر او یوه اړخ به یی زما خوا ته رامنډه کړه او په منډو منډو کې به یی ځان راته ورساوه. او بیا به یی په خوله زما موټی لټاوه. کرار به مې یوه ټوټه پسته ډوډۍ یا روټ چې په ښوونځي کې له خپلې خولې سپمولی وو، د واورین خولې ته ورکړ. په مزه مزه به یې خوړ او بیا به یې تر دالانه، زما شا نیوله.

واورین ما ته تر هر بل دوست نږدې و. ما به هر څه ورته ویل او هغه به په پوره حوصلې اوریدل. د ټولو په اړه زما نیوکې یی اوریدې. کله کله به خبره د گیلو نه هم تیره شوه، ما به ورته خپله زده کړې الف ، بې هم په خوند وراوروله.  د پلار هره خبره به مې هم پدې منله چې ما ته یی ښه دوست راوړی و او که کومه خبره می نه منله نو د واورین د بیولو گواښ به هر څه ته راضي کړم.

له همدې ډاره مې یوه ورځ له خپله پلاره وپوښتل:

پلارجانه زه خو واورین نه پریږدم، خو ډاریږم چې هغه له ما څخه بل چیرې لاړ نشي، څه به کوم؟

پلار مې وویل هغه خو ځي، ما ویل ولې به ځي؟ زه یی څومره نازوم. پښو ته یی گوره اوس نه لړزیږي ښې پنډې شوی هم دي. هغه وویل:

دا چې ولی ځي، نه پوهیږم خو دا چې کله درته وبه وایم. مخ یی را واړاوه او پر دواړو مټونو یی ونیولم او سترگی په سترگو یی را ته وویل:

هر کله چې واورین خپلې سترگې په رانجو تورې کړې، نو پوه شه چې درڅخه ځي.

ومی ویل نه، زه به یی دومره ونازوم چې هیڅکله خپلې سترگې تورې نه کړي.

پلار مې وخندل او ویی ویل: بچیه دا د ژوند لاره ده.

هغه  ورځ راغله او ما د واورین سترگې په رانجو تورې ولیدلې. زړه مې ولولید او پښې مې په لړزا شوې. پلار ته مې ناره کړه، پلار جانه! ولې؟ ما خو ډیر نازاوه ولې ځي؟ اوس خو یی  د پښو لړزا هم ورکه شویده او ډاریږي هم نه!

پلارمې راته وویل: دا د ژوند لاره ده بچیه، هماغه دوکه درسره کوي چې اعتبار ورباندې کوې.

زما پر سر یی لاس تیر کړ او اشاره یی کړه چې مور مې ما په زوره خونې ته بوځي….

بس له هماغه راهیسې مې ددې اختر سره هیڅ نه ده جوړه، ځکه ما ته د وعده خلافۍ خاطره را په زړه کوي. پر ما باندې د واورین اعتبار او واورین سره زما د دوکې خاطره!

One thought on “د اختر دوکه/ ښایسته سعادت لامع”
  1. شایسته خوری ترسلام وروسته . زه هم ستاسو دی خاطری ته ورته او که و وایم بیخی یو شانته په لسګونو نه هیریدونګی حتی تر ننه زورونکی خاطری لرم ، نوځکه ستا خاطری مجبور کړم چی تا ته د زړه له کومی تسلی و وایم. خو خور جانی کاشکی د انسانانو دا دوکی یواځی د حیواناتو او ژوو سره وایی . نن ورځ هره شیبه د بی شمیره انسانانو سره د واورین غوندی دوکی کیږی ، تو پیریواځی دادی چی واورین ته سترګی تور شوی وی او دا قربانیان په سرو سترګو د قربانئ میدان ته وړل کیږی.
    د شاعر په ژبه :
    پو هیږی حلالیږی خو بیا هم ګوری په مینه ــــــــــــــــ په سترګو د پسونو قصابان کله پوهیږی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *