د کوچنې اختر د را رسیدو په مناسبت د افغانستان برښنا شرکت د مبارکۍ پیغام

د افغانستان برښنا شرکت مشر تابه پلاوی او ټول کارکوونکي تاسې، ستاسې کورنۍ او دوستانو او خپلو

ټولو درنو او ګرانو هیوادوالو ته د نیکمرغه کوچنې اختر د را رسېدو له امله تودې مبارکۍ او پیرزوینې

     وړاندې کوي او هیله لري چې د اختر ورځې او شپې په خوښۍ او سوکالۍ سره تېرې کړئ.

                   اختر مو نیکمرغه اود ژوند هره شیبه مو روښانه او ځلانده.

د افغانستان برښنا شرکت

بسم الله الرحمن الرحیم

دکمکې اختر مبارکي

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

دحزب اسلامي افغانستان محترم امیر ، دمشرتابه هیئت  ، په  هیواد  او اروپا کې دحزب اسلامي ټولو محترمو اودرنو ارکانو او غړو ، او په ټوله نړۍ  کې خپرو ورو مسلمانو ورونو او خویندو  ته  د روژې دمبارکې میاشتي  په تیریدو او د کوچني مبارک اختر د ورځو په مناسبت دزړه له کومي  مبارکي وایم .

سږ کال هم دتیر کال په څیر د کوچني   اختر دا مبارکې ورځې په داسې وختو کې راغلې چې  له یوه اړخه په هیواد کې سیاسي کشمکش دپخوا په نسبت  زیات  دروند روان دې ، یو شمیر فاسد او کرغیړن  عناصر چې د پردیو په اوږو  په واکمنۍ مسلط شوي  غواړی په هر ډول چې  شوني وي  واکمنی او قدرت په خپله ولکه کې و ساتي  ، نه ورته   ددیموکراسۍ همغه  نورمونه چې پخپله یی جوړ کړي ارزښت لري او نه ورته د هیواد او ولس  اسلامي او جهادي  ویاړلې حیثیت . غواړي ولس د پردیو په لاسو کې د تل له پاره ښکیل وساتي ، ټولې مهمې پریکړي یی د بین المللي استعمار له خوا تر سره شي ، او په دې توګه غواړي د پردیو دلاس پوڅیو په واسطه   د تل لپاره په واکمنۍ  مسلط واوسی . داسې خلکو ته نه ازادي اهمیت لري ، نه ویاړ ، نه وطن پالنه  او نه اسلام.  ددې ترڅنګ د هیواد په ګوډ ګوډ کې   دیو شمیر بې ضمیره ، وحشي او  ناانسانه کړیو له اړخه د خپلو شومو غریضو د اشباع  په خاطر د  بې ګناه انسانانو عام وژنه روانه ده . داسې ورځ  نه شته چې په کې د پنځوسو څخه  د لږو بې ګناه انسانانو د وژلو خبر نه  خپریږی .  دارګون  کرغیړنه پیښه  چې   د یوشمیر مریضو  کړیو د ذهني  ناروغیو دپایلونتیجه وه ، په سلګونه کورنۍ   د غم په ټغر کینولې ، تر څنګ یی د غور  ولایت ته تلونکې مظلومو (۱۴ کسو ښځو او نرو )  وژل  او د قومي تعصب او د قومونو ترمنځ د کشمکشونو د راپيداکولو هلې ځلي ، یواځي دهمداسې مریضو کړیو او  د بین المللي استعمار د ګوډاګیانو د ذهنونو اختراع  ده  چې  غواړي  زمونږ دهیواد  د ورونو ولسونو تر منځ  د پیړیو پیړیو راهیسي را روانې  دورورګلوۍ اړیکي له منځه یوسی  او دعصبیتونو په تنور کې یی  لولپه کړي ،په دې  خاطر یی په دې مبارکو شپو کې   زمونږ د بې دفاع ولس فقیري کورنۍ د غم په ټغر کینولې . الله تعالي ته لاس په دعا یو چې دغه ډول وحشي انسانان په خپل سخت عذاب ککړ کړی او زمونږ  د بې دفاع ولس  غمځپلو کورنیو ته د زړه صبر اوشهیدانو ته یی جنت الفردوس  په برخه کړي .

په ټولو  ویاړلو هیوادوالو غږ کوم چې  یو له بله سره لاس ورکړي ، د یوه متحد او یو موټي قوت په څیر را پورته شی او پرینږدي چې یو موټي  پوچ مغزه  په عصبیتونوکې ککړ  پردي پاله عناصر یی  حقه حقوق  غصب  او د دوې د تل له پاره دغلامۍ په زنځیرونوکې  را لتاړ کړي .

همدا رار  دالله تعالي نه ارزو لرم چې دغه مبارکي ورځي   ټولو مظلومو ازادي غوښتونکو ځواکونو اوپه ځانګړې توګه  د مسلمانانو د بري اوموفقیت له پاره اساس اوبنسټ و ګرځوي ، اوپه نړۍ کې چې  د اسلامي امت په خلاف  کوم سازشونه  د اسلامي امت ددښمنانو او په اسلامي امت د حاکمو فرعونانو له  اړخه  تر لاس  لاندې نیول شوي د ناکامۍ او دهمغوې  پلان جوړوکو د تباهۍ سبب وګرځوي . همدا راز  الله تعالي نه غواړم  چې   د فلسطین دغزي په سیمه کې دیهودو ، صلیبیانو او دمصر، سعودي او اماراتو دفرعوني ځواکونو له اړخه  دا  ناولي سازش ناکام کړي او دغزې  تړانګه د هغه ځآي د اوسیدونکو له پاره د سیدنا ابراهیم علیه السلام د اور په څیر (بردا  وسلاما) و ګرځوی .  همدا راز د مصر ،سوریی ، برما ، بنګال ، لیبیا او….پر مسلمانانو د روانو ظلمونو او تیریو لمنه را و نغاړی او مسلمانانو ته توفیق ورکړي  تر څو دخپلو حقوقو په اخیستو کې  متحد،موفق اوبریمنده و اوسي.

( والله غالب علې امره …)

په ګران هیواد کې دامن او امان  او دیوه ریښتونې عادلانه  نظام د قیام په هیله

داسلامي امت د متحد اویو موټې کیدو  په ارمان

ژوندې دې وي افغان  میړنې  ولس

قریب الرحمن سعید.

د نېکمرغه کوچني اختر د را رسیدو له امله د پوهنې د جلالتمآب وزیر پیغام


درنو هیوادوالو، ډېرو معززو استادانو، ګلالیو زده کوونکو او د معارف د انسان ساز کاروان مصممو او زیارکښو همکارانو! اجازه راکړئ، چې په پوره خلوص او اسلامي ورورولۍ سره تاسو هر یوه ته د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو له امله مبارکي ووایم. کوچنی اختر، چې د رحمت، مغفرت او د دوزخ له اوره د خلاصون د مبارکې میاشتې تر پای ته رسېدو وروسته د لوی خدای لخوا مسلمانانو ته د یوه ستر سوغات په توګه ورکړل شوی، د خوښۍ، اسلامي ورورولۍ، پخلاینې او ګډ ژوند تر ټولو ستره بهانه ده.
د دې ستر دیني جشن درېواړه ورځې تاسو ته په داسې حال کې، چې هیواد مو له کلونو کلونو ستونزو، شخړو، غمونو او دردونو د راوتو او  د یوه ښه راتلونکي پر لور د تلو په حال کې دی، خوشاله او له خوښیو ډکې غواړم.
درنو هیوادوالو، د ټولو خوښیو، لاسته راوړنو او د ښه راتلونکي پر لور د ګام اخیستو تر څنګ متاسفانه سږنی اختر هم په هیواد کې د یو شمېر ناخوالو په منځ کې راغی. په دې اختر کې هم متاسفانه زموږ لسګونه کورنۍ د خپلو شهیدو شویو غړو ویر لمانځي، ډېر ماشومان به د خپلو پلرونو له مهربانه سیوري پرته د اختر هر کلی کوي او ډېرې میندې به د خپلو بچیانو د ځوانیمرګۍ اوښکې تویوي، زه تر هر چا لومړی د اختر مبارکي همدغو کورنیو او هیوادوالو ته وړاندې کوم.
الهی سنت دی، چې د شهید وینه د اسلامي ټولنو د ژوند د روڼتیا ډېوه بلوي، زموږ د هیواد برم، عزت او ویاړونه د ټولو هغو د قربانیو مدیون دي، چې نن یې کورنۍ ترې بې برخې دي او ددوی په جدايۍ کې اختر تېروي. همدوی او کورنۍ یې د دې هیواد اصلي اتلان دي او موږ ویاړ پې کوو.
درنو استادانو او ګلالیو زده کوونکو،
سږنی اختر تاسو ته ځکه یو پر دوه خوشالۍ درکوي، چې نوي له څلور میاشتنیو ازموینو خلاص شوي یاست، د ازموینو تر ستړیاوو، د روژې تر مخلصانه عبادتونو او په توده هوا کې تر کارونو وروسته د نېکمرغه اختر خوښۍ له تاسو سره ښايي. له لوی خدایه درته خوشاله اختر او په راتلونکو تعلیمي چارو کې د لا بریا غوښتونکی یم.
په پای کې لوی خدای ج ته د دعا لاسونه لپه کوم، چې زموږ او ستاسو ټولو روژې، عبادتونه او صدقې قبولې او په اسلام مو دایم او قایم وګرځوي. له لوی خدایه غواړم، چې راتلونکي اخترونه مو  د بشپړې سولې، ورورولۍ او خوشالۍ په فضا کې تېر شي او له هر ډول غمه په امان واوسو.

درناوی

فاروق وردګ

د پوهنې وزیر

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره

د اختر مبارکۍ پیغام

۱۳۹۳/زمری/۵

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت جمور رییس جلالتمآب حامد کرزی، د جمهور رییس مرستیالانو، قاضي القضات او د سترې محکمې رییس، د ملي شورا د دواړو مجلسونو رییسانو، د کابینې غړیو او نجیب افغان ملت ته د ټولې سیمه ییزې حکومتوالۍ په استازیتوب، د نېکمرغه کوچني اختر د را رسېدو له امله مبارکي وایي.

اخترونه د مسلمانانو د خوښیو، نمانځنو او راټولیدو ورځې دي. دا اختر موږ ته د یوه ملت په توګه په داسې حال کې را رسېږي، چې د روژې په مبارکه میاشت کې مو ګڼ شمېر بې دفاع هېوادوال په شهادت ورسېدل، ګڼ نور ټپیان شول او ډېرې کورنۍ د ویر په ټغر کېناستې.

دا اختر موږ ته د یوه ملت په توګه په داسې حال کې را رسېږي، چې په هېواد کې مو د ولسمشرۍ ټولټاکنې ترسره شوې او خلکو په دې ټاکنو کې په پراخ ګډون د وطن د ساتنې لپاره خپل بې ساری تعهد ثابت کړ.

زموږ باور دادی، چې تاریخونه د خلکو د مشترکو تصمیمونو په ترڅ کې بدلېږي او ملي ناخوالې د خلکو په ګډو ارادو پایته رسېږي.

موږ ته د افغانانو لوړ سیاسي شعور دا زېری راکوي، چې زموږ هغه ناخوالې، چې د ولس ژوند یې متاثر کړی، ژر پایته رسېدونکې دي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، د روژې په مبارکه میاشت کې، غمجنو شویو کورنیو ته یو ځل د تسلیت مراتب وړاندې کوي، شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله کوي.

دا اداره هیله لري، چې دنوي حکومت د کار له پیلېدو سره، د سولې او روغې جوړې پروسه، معلوم او اغېزناک پړاو ته ورسېږي او هېواد مو د ثبات او پرمختګ پر لور پر مخ لاړ شي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، همدا راز ، د هېواد ملي امنیتي ځواکونو ته توفیق غواړي، چې د تل په څېر په دې بختورو ورځو کې د هېواد او خلکو امنیت وساتي او هیچاته اجازه ور نه کړي، چې د خوښۍ دا شیبې غم لړلې کړي.

د داسې یوه اختر په هیله، چې له برکته یې، د جنګونو او ناخوالو سیوری د تل لپاره زموږ له هېواده ټول شي او د نېکمرغه ژوند لمر وځلیږي.

د کوچنی نیکمرغه اختر په مناسبت

د خواخوږی د ادبی او کلتوری ټولنی د مبارکی پیغام

نیټه: ۵/۵/۱۳۹۳
کابل – افغانستان

ګرانوهیوادوالو او د نړی مسلمه امت ته د کوچنی اختر د رسیدو په مناسبت د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی د مشرتابه او ټول غړو لخوا مبارکی او نیکی هیلی وړاندی کوم.

درنو مسلمانو وروڼو!

روژه د الله (ج) لخوا هغه فرض دی چی مسلمانانو ته د صبراو د خپلو همنوعانو د حال څخه د خبرتیا په خاطر پرامت مسلمه حکم سوی دی ترڅوچی مسلمانان پر خپل نفس حاکم،د خوراک او څښاک څخه دډډی ترڅنګ دژوندانه په ټولو اړخونو کی د حرامو پر نه کولو اطاعت، د جګړو په ډګرکی د وینوپرتویولو بندیز اودوروری په فضاکی عبادت کول دی.

خو په خواشینی سره په دغو څو وروستیو لسیزو کی پرا سلامی هیوادونو باندی د استکباری قوتونو لخوا په بیلوبیلوشکلونو جګړه او وینه تویدل تحمیل سوی چی زموږ په ګران هیواد افغانستان کی څه د پاسه دریولسیزو بهرنی او کورنیو جنګونو زموږ مسلمان ولس ته غیر د مرګ او ژوبل تیا څخه بل څه ندی پری ایښی، چی د سږکال د روژی د میاشتی د ارګون څخه تر غور، کندهار څخه تر تخار او د هلمند څخه تر کابله پوری پیښی ښه مثال کیدای سی.

د یادونی وړ ده چی هیڅ بهرنی هیواد او څارګری اداری نه غواړی چی په افغانستان کی صلح او پخلاینه ترسره سی، نوځکه یی سږکال د ولسمشریز ټاکنی په پلمه یو ځل بیا په افغانستان کی قومی، ژبنی، مذهبی او سمتی بی اتفاقی را منځ ته کړی ترڅو خپلو شومو اهدافو او مقاصدو ته ورسیږی.

نو محترمو وتلو نوماندانو ته په کار ده چی د هیواد د ملی ګټو او بقا په خاطر ژر تر ژره خپل منځی اختلافات او مشکلات لیری او د افغانانو په ګټه نوی اداره را منځ ته کړی.

د وخت څخه د ګټی په اخیستلو سره یووار بیا د کوچنی اخترپه مناسبت مبارکی ټول افغان مسلمان ولس او د نړی مسلم امت ته وایو.

په افغانستان کی د سولی او ر ښتنی اختر په هیله

په درنښت

الحاج غرزی خواخوږی

د ټولنی مشر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *