سکاره / لنډه کيسه/ بصيرالحق عادل

د کندز په ياد

له دوه ورځو راهيسې يې څه نه و خوړلي. که د ناروغانو په درملنه بوخت هم و خو زړه ته يې هم نه کېدل چې څه وخوري. د نورو ورځو په پرتله نن ټپيان ډېر و. ډاکټر صيب غوښتل چې کار ډېر وکړي. حالت بېړنی و، روغتون ته دومره ډېر ټپيان ور وړل شول چې په پانسمان پانسمان يې روغتياپالان ستړي شول. ځينې داسې ژوبل شوي کسان هم و چې ايله د روغتون تر دروازې يې راورسول او مړي يې بېرته يوړل شول.

شپه تر نيمايي اوښتې وه، ډاکټر درمان تازه ور وړل شوي ټپيان پانسمانول. چې د يو ټپي په راوړلو هک پک شو. باور يې نه راته. پر خپلو سترګو يې زور وکړ، ښه ځير شو. نور يې نو يقين راغی چې مرضيه په داسې حال کې ګوري چې دواړه پښې يې له لاسه ورکړي.

مرضيه د ډاکټر درمان د کاکا لور وه، بې حده مينه يې ورسره لرله. غوښتل يې کوژده ورسره وکړي. کاکا يې هم غوښتل چې خپله لور وراره ته ورکړي.

ډاکټر درمان د مرضيې په ليدو بې واکه شو. له لاس يې غيچي وغورځېده. يوه شېبه يې سترګې تورې شوې خو په واټ کې د ناروغانو چېغو او ګڼې ګوڼې د قيامت ورځ جوړه کړې وه. ډاکټر ته د هيچا ورپام نه شو.

د مرضيي خواته ورغی. شونډې يې ورپېدې. غوښتل يې څه ورته ووايي خو ژبې مرسته نه ورسره کوله. د چورلکې غږ شو. درز شو. ډاکټر ژر له مرضيې لاس تاو کړل. له روغتون لمبې پورته شوې. د بهرنيو له هوايي بريد وروسته ډاکټر درمان او مرضيه د سکرو په مجسمې بدل شوي وو.
۱۳۹۴ل/۷/۱۳

————————————————-

د اختر نکريزې/ لنډه کيسه/ ليکنه: وحيدالله اورياخېل

اختر ته څو ورځې پاتې وې.

سلام کاکا د څو ورځو تر مزدورۍ وروسته هغه پنځوس روپۍ د دې له پاره وساتلې چې د اختر په ورځ به خپلې لور ته، چې په یوه لرې ولايت کې واده شوې ده زنګ ووهي.

د اختر تر لمانځه وروسته له نورو ملګرو بېل شو.

د کلي د هټیو پر لور لاړ هټيوال ته یې په موسکا وویل:

یو د پنځوس روپو کارت مې ټليفون ته جمعه کړه.

هټيوال په خندا ورته وویل:

بېشکه دې سلام کاکا له ډېر وخت وروسته دې موبایل ته کارت اخلې.
سلام کاکا په خندا وویل:

هې زويه څنګه يې کوې کار روزګار نشته، لورکی مې یاده شوې، له اوو غرونو رانه پنه ده. نن د اختر ورځ ده زنګ ورته وهم چې يوه لحظه يې غږ واورم.

سلام کاکا چې کارت خپله نه شوی ور اچولی، موبایل یې هټیوال ته ورکړ.

واخله دا دی پنځه څلوېښت افغانۍ ورته جمعه شوې.

څنګه پنځه څلوېښت ما خو پنځوس افغاۍ درکړې.

سلام کاکا څنګه يې کوې، دولت په هرو لسو افغانيو کې يوه افغانۍ ماليه اخلي.

زما يې په ماليه څه، په دې اختر کې مې دې زړو جامو ته وګوره، د اولادونو مې هم همداسې وبوله، کار کوی شم خو نشته دی، که مې دا تېره مياشت پوره کار کړی وای اوس به مې ټولې کورنۍ ته داختر جامې او مېوه اخيستې وه.

وړې لور مې دا څو ورځې ويل چې پلاره اختر ته نکريزې راوړه چې لاسونه پرې سره کړم. خو ونه توانېدم. د هغې وړې نازولې لورکۍ ناز مې وانه خيستی شوای.

نو چې دوی ما غوندې غريب او بې وزله ته يوه ورځ مزدوري نه شي راکوئ نو ماليه په څه اخلي.
د خپلې بېوزلۍ له امله يې په مخ مړې اوښکې راغلې او د کور په لور روان شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *