كوچني اختر او لوى اختر د مسلمانانو تر منځ د مينې، يووالي او ورورولۍ ورځې دي، چې الله پاک پر مسلمانانو لورولي.

د اختر په لومړۍ ورځ مسلمانان باید له خپل رب العزت څخه د روژې مبارکې میاشتې اجرونه او یا په اصطلاح د خپلې میاشتنۍ مزدورۍ غوښتونکي شي او د دې غوښتنې غوره وخت د اختر د لمانځه له ترتیباتو پیل او د اختر د لمانځه تر دعا دی.

د خواشینۍ وړ ده، چې ځینې کسان له دې شېبو ګټه نه اخلي او یا هم د دې وخت له ارزښت بې خبره دي.
الله پاک په خپل کلام کې فرمایلي: روژه هغه میاشت ده چې په دې کې یوه شپه (د قدر شپه) تر زر میاشتو بهتره ده.  همدا شان ټینگار شوي چې: د روژې اجر یا ثواب به الله پاک پخپله ورکوي.

 تر ټولو مهمه خبره دا ده چې مسلمین باید دا له یاده ونه باسي چې الله پاک تر مور او پلار هم زیات مهربان دی. یعنی دا چې:

 الله پاک خپل بنده ته بهانه غواړي چې د جهنم له اور څخه وژغورل شي او جنت ته داخل.

رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: جنت وویل چې که یو څوک درې ځلې له الله  پاک څخه جنت ته د تلو دا غوښتنه وکړي؛ نو الله پاکه ته یې جنتي کړې او همدا شان دوزخ وویل: که یو مسلمان درې ځلې له دوزخ د نجات دعا وغواړي؛ نو اې الله ته یې د جهنم له اور څخه وژغورې.

دا چې موضوع بلې خوا ته لاړه نه شي؛ نو را به شو د اختر د رښتینو اجرونو �� تر لاسه کولو مهال   ته، چې  رښتیني مسلمان يې هیله من دي.

 اختر له بېوزلو او خوارانو سره په بشپړ سخاوت کې نغښتې؛ څومره، چې صدقه ډېره وي ښېګڼه او ټولنيز عدالت ور سره ځواكمن كيږي.

نو آیا دا به ښه خبره نه وي چې د صدقة الفطر(سرسايې) ورکول، د اختر د لمانځه له ادا کېدو مخکې بېوسو ته چې بې وزلي او خوران یې د اختر په دې بختورو ورځو کې د ځان او اولاد د خوشالولو لپاره ولگوي.

دا باید هیر نه کړو چې کله د اختر لمانځه ته روانېږو؛ نو له كوره تر عيدګاه او بيا د خطبې تر پیله دا تکبير ((اَلله ُ اَکبَر، اَللهُ اَکبَر، لَا اِلهَ اِلَا اللهُ  وَ الله ُ اَکبَر، اَللهُ اَکبَر وَ لِلهِ الحَمدُ. ط)) په لاره واویو.

د دې ورځې یوه بله ښېګڼه دا ده، چې په دې ځاى كې سره يو ځاى شوي خلک؛ يو له بل سره اختر مباركي کوي.  ان پرته له دې چې څوك، څوك دى يا يې پېژني او كه نه ؛ په پاک نیت غېږ وركوي او په ډېره مينه د اختر مباركي ورته وايي.

چې دا په اصل كې د مسلمانانو د يووالي معنا لري. له دې وروسته خپلو كورنو ته راگرزي او هر څوك د خپلې كورنۍ له ټولو غړيو سره د اختر مباركي کوي او تر دې وروسته د خپلو خپلوانواو ګاونډ  له حال او احوال څخه ځانونه خبروي چې په اصل د دوی تر منځ د مینې خلوص او رښتینولي معنی لری. که دا او دې ته ورته ښو کارونو ته جدي پاملرنه  ونه شي له دې طلایی فرصت څخه به مو غوره ګټه نه وي اخیستې؛ خو زما په اند اړینه خبره دا ده چې په دې مبارکه ورځ خپل اولاد هم تر څارنې، روزونې او خپلې لارښونې لاندې ونیسو، چې ځانونه له بدو وژغوري؛ ځان او کورنۍ له دنیاوی او اخروی اجرونو برخمن کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *