زموږ هيواد يو دهغه هيوادونوڅخه دی، چې وګړي يې وخت نا وخت په بېلا بېلو نومونو جشنونه او ميلې جوړوي او خوشالي لمانځي.
زموږ دهيواد جغرافيي حالت ته په کتو سره هيواد مو دميلو او جشنونو موسمي وختونه او حالتونه لري، په بېلا بېلو موسمونو کی موخلک بېلابېلي ميلې جوړوي لکه دنوروز ميله په پسرلي کي اوداسي نوري…
داسلام دنزول وروسته زموږ په هېواد کي دوه نور جشنونه (کوچينی او لوی اختر) هم اضافه سوو چې دا يو الهي ډالۍ وه مسلمانانو ته.
په لومړيو وختونو کي اخترونه په ډير تود ډول لماځل کيدل
افعانان هغه خلک وه، چي دروژي په نيولو کي به يې هيڅ ډول لټي نه کوله حتي دسفر په وخت کي يې هم روژه نه خوړله کله چي به روژه پر خلاصېدو سوه دوی به کوچني اختر ته زښت ډير خوشاله وه داختر په شپه به په کليو کي خاص کسان، چي غټي او تيزي سترګي به يې وي، دغه کسان به يې ددې دپاره کښينول تر څو مياشت وويني، چي مياشت به وليدل سوه ځوانانو اوماشومانو به د لرګيو کوټي ته اور وراچوه، دا کوټه به دوی څو شپي مخکي ديو جګي غونډۍ پر سر جوړه کړي وه. همداسي نورو کليو به هم چي مياشت وليدله خپلې دلرګيو جوړي سوي کوټې به يې وسوځولې دوه دري ځايه چي به مياشت وليدل سوه دې ته به يې تواتر وايه داپدې معني وه چي نور به نو ټولو کليو خپلي د لرګيو جوړي سوي کوټې سوځولې داور لمبو به يوه لويه سيمه رڼا کړه په همدې رڼاګانو کي به خوښي او خوشالي لمانځل کېدله.
دکوچينيانو سدره ټولول بيا يوبل اختريز دود ؤ، ډيری کوچنيان چي ديو سرکس غوندي څيره به يې هم جوړه کړې وه، پر کورونو ګرځېدل، اوړه، غوړي او نور خوراکي مواد به يې دکلي له کورونو ټولول، پدي ترڅ کې به يې خوږي فولکلوري او خندوونکې سندرې ويلې او وروسته به يې پر ټولو راټولو سوو شيانو يوځاي ميله کوله.
داختر په شپه به کوچنيانو او ډيری ځوانانو خپل لاسونه په نکريزو سره کول سهار دوخته به ټولو نوي کالي اغوستل او جوماتونو ته به تلل دځانونو سره به يې چاي، کوچ، پيروی، بوسراغي او نور تيارسوي شيان جومات ته راوړل، په ګډه به يې نوش جان کړل بيا به يې يو بل په مينه په غيږ کي سره نيول او داختر مبارکياني به يې سره ورکولې.
داخترونو ددريو شپو لپاره به بېلابېل کورونه ټاکل سوي وه او ټوله کليوالو به يو ځاي ډوډۍ سره خوړله خپل راز، راز خواړه به يې سره شريکول، پدي ډول به داختر خوښۍ ټولو کورونو سره شريکيدلي او دشتمن او نيستمن توپير به دمنيځه وړل کيدی.
په غرمه کي به کوچنيانو دسمالونه په غاړه کور پر کور به ګرځيدل، دکور ميرمنو به دمخکي نه ايشولې هګۍ، دبادامو مغزک، ميوې او نينې ورته تيار کړي وه، دا به پر ټولو ويشل کيدل په دسمال کي به وراچول کيدل په پاي کي به ټوله ډک دسمالونه کورونو ته ستنيدل.
دورځې به بيا دځوانانو ميلي وه اتڼونه به وه، سانګه به وهل کيده، غيږي به نيول کيدلې او نوري راز راز لوبي به تر سره کيدلې.
داختر دويمه به دپيغلو نجونو د ميلې ورځ وه دوې به په يو ليري ځای کي خوښي لمانځله، ټالونه به وه، سندرې به وي اونوري لوبي…
په همدې ډول به اختر په ژوند کي يو يادګار پاتي کيده، او نورو اخترونو ته به ټولو په بي صبرۍ سره انتظار کاوه.
خو اوس حالات بدل سوي، وختونه تير سوي، ژوند سخت سوي، هره ورځ جنګ دی، وژني دي، ويني بهيږي، سرونه پرې کيږي، ژوند اخيستل کيږي، پداسي حالت کي بيا هم زموږ هيواد وال اخترونه په ښه ډول لمانځي.
که څه هم حالاتو او پرموږ دزبرځواکو له خوا تپل سوي جګړې زموږ څخه ډيرڅه اخيستي خو لا بياهم موږ ځيني پخواني دودونه او رواجونه ساتلي
داختر په شپه مو ځوانان هڅه کوي تر څوخپلي ټولي کمۍ پوره کړي، چي بيا اختر په ښه ډول ولمانځي
سهار وختي دتيرو وختونو په څير ځوانان نوي کالي اغوندي ځان جوړوي بيا دخوراکي شيانو سره(وريجي او غوښو سره، په لويديځو ولاياتوکي داختر په شپه دکور ميرمنې مخکي لا تياروي ترڅو سهار ته هرڅه اماده وي)جومات ته ځي تر لمانځه وروسته داختر مبارکېاني يو بل ته ورکوي او بيا په کډه ډوډۍ نوش جان کوي، د دې وروسته خلک خپلو کورونو ته ځي ترڅو داختر دلمانځه لپاره اماده ګې ونيسي، دلمانځه وروسته کشران دمشرانو داختر مبارکي لپاره يو دبل کورو ته ځي نوره پاتي ورځ ځوانان دخپلو همزولو سره ميلو، پارکو او تفريح ځايونو ته ځي او هلته غيږ نيوونه، اتڼونه او نوري لوبي کوي.
همداسي دتير څخه په لږ توپير کوچنيان، (چي ديري يې نجوني وي) دسدره دود پرځاي کوي،خو دوی دتير خلاف خپل څهري دسرکس غوندي جوړوي او نه هم سندري او تراني وايې، يوازي پر کورونو تر ګرځېدلو وروسته دوی خپل په مينځو کي راټول سوي شيان سره تقسيموي او وروسته بيا خپلو کورونو ته ځي.
دلته بياهم دتير په څير داختردويمه دميرمنو ورځ ده، ميرمني داختر په دويمه يو دبل کورونو ته داختر مبارکۍ لپاره ځي، پيغلې بيا داختر لمانځلولپاره هغه ځايو ته ځي، چي ددوی لپاره ځانګړی سوی وي، همداسي داختر پاتي ورځې هم په دي ډول تيريږي،
که څه هم وختونه داسي راغلي، چي موږ داخترونو څخه هغسی خوند نسو اخيستلای لکه په اولو وختونو کي خو بيا هم دا زموږ دهيواد د ژړيدلي اولس پر خوله دخندا کولو يو بهانه ده.
موږ ته لازمه ده چي اختر د دود له پاللو سره سر په اخترونو کي دډير اسراف او بي ځايه لګښتونو څخه تير سو دخپل ګاونډې او په ښار کي دغريبو کورنيو سره مرسته وکو.
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۳) ګڼه\ چارشنبه\سرطان\ ۲۴\ ۱۳۹۴