تاند- د اختر په درو ورځو کې یوازې په پلازمېنه کابل کې ۱۱۶ ماشومان په پلاستیکو وسلو د لوبو په ترڅ کې ژوبل شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د روغتونونو رييس سید کبیر امیري نن /دوشنبه/ وویل چې ډېری ماشومان د توپکونو د ربړي مرمیو د لګېدو له کبله پر مخ او سترګو خوږ شوي دي.
ښاغلي امیري همداراز وویل:«د جمعې په ورځ ۴۳، د شنبې په ورځ ۳۳ او د یکشنبې په ورځ ۴۱ ماشومان روغتونو ته راوړل شوي دي.»
ده د خوږ شویو ماشومانو شمېر د نورو وختونو په پرتله درې برابره زیات وباله.
امیري دا هم وویل چې له ښه مرغه هیڅ ماشوم د مرګ له خطر سره مخامخ نه دی.
د یوې غیرحکومتي موسسې کارکوونکي علي محمد هاشم د جرمني خبري اژانس ته وویل:«زما زوی له خپلو ملګرو سره په کوڅه کې لوبې کولې چې د ګاونډي د زوی د پلاستیکي توپک مرمۍ یې په سترګه ولګېده. سترګه یې تکه سره شوه او وپړسېده.»
په وروستیو کلونو کې د افغان ماشومانو په منځ کې د پلاستیکي توپکونو لوبه ډېره عامه شوې ده.
افسوس ددی جنګ ځپلی ملک په خلکو او پلرونو باندی چی خپلی پیسی ورته اور شی ،او د ماشومانو تربیه بیا په هغه تور کلتور چی زمونږ ملک ترننه تری کړیږی کوی. او ورته خوشحله وی چی زه هم یو زوی لرم او هغه ته هم یو چا اختر مبارکی ورکړه او نور د خدای وساته چی دا زوی څه کوی او چیرته ګرځی او کومه نیکه تربیه یی ورکړی دده دخپلی راتلونکی لپاره چی دی به دوطن ورانونکی جوړیږی ، اوکه د خلکو وژونکی، چور،تالان ته به بډی وهی او که به دهغه ځوریدلی او یتیم ماشو د اوښکو پاکوونکی جوړیږی چی دې تور ټوپک یې ګران پلار ترې اخیستی او نن پدی پراخه نړی کی هیڅ چاره ګر نلری او داختر هره خوشحالی ورته غم ښکاری
هله به زه او زماوطن له زخمونو نه خلاص شو چی پلارونه مو حقیقی پلارونه شی زمونږ ښی روزنی ته پاملرنه وکړی