تاند- په سرپل ولایت کې چارواکي او شاهدان وايي چې نن /چهارشنبه/ د اختر په لومړۍ ورځ یوې انتحاري حملې ۴ تنه ووژل.
پېښه په سنچارک ولسوالي کې هغه مهال وشوه چې ځانمرګي د یوه پخواني جهادي قوماندان موټر ته نژدې ځان والوزاوه.
د سرپل والي محمد ظاهر وحدت وویل چې د حملې هدف پخوانی جهادي قوماندان حاجي رحیم و.
والي او شاهدانو وویل چې حاجي رحیم ژوبل شوی نه دی خو دوه زامن او دوه نور خپلوان یې وژل شوي دي.
تراوسه پوري کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. په افغانستان کې انتحاري بریدونه عموماً طالبان او داعشیان کوي.