سائب شاه سائب ||
کــه مې هــــر څــو نــصیحتونه ورته وکړل
هغه چې خدای بې لارې کړی په لار نه شو
وايي په کارغانو مړزان نه نیول کېږي، زموږ د ولس ګېله هم له نړیوالو همدغه ده او په هېواد کې د ډموکراسۍ انحراف له همدې ځایه پیل شو، چې په هېواد کې د ډموکراسۍ د چارو لپاره د اختناق له تله راوتي یو شمېر چارواکي وټاکل او د حکومت پرواګیو او چارو واکمن کړای شول.
دوی چې به له قدري، مونیا او پنج کتابه بله خبره نه کوله، نو اوس څنګه کولای شي چې د ډموکراسۍ په مفهوم پوه شي او د ډموکراسۍ په ګټه تمام شي. دوی ته ډموکراسي له فحشا، عیاشۍ او فساد پرته بل مفهوم نه درلود او اوس یې هم نه لري. همدا وجه ده چې ډموکراسۍ ته اوس خلک په بده سترګه ګوري.
په دې وروستیو کې ولسمشر او د ټاکنو کمیسیون د غزني ولایت لپاره چې ناامني په کې زیاته ده، د ټاکنو حوزوي سیستم غوره کړ او دا ځکه چې په تېرو ټاکنو کې په پښتنو مېشتو سیمو کې چې د غزني اکثریت جوړوي پښتنو کاندیدانو د کمو رایو له کبله پارلمان ته لار ونه کړه او ټول وکیلان له هزاره مېشتو سیمو ورته هزاره توکمي وټاکل شول.
په دې توګه په دې اوو کلونو کې د غزني د اکثریت خلکو استازي په پارلمان کې نه وو او چا یې استازي نه کوله.
په داسې حال کې چې ډموکراسي د خلکو د استازۍ، ارادۍ او صلاحیت تمثیل په دولت او حکومت کې دی. دلته یو ډموکراتیک نظام چې له دیکتاتورۍ سره جلا کوي، همدغه د ارادې او صلاحیت د تمثیل مساله ده، که داسې نه وي، په دیکتاتورو نظامونو کې هم د خلکو غوښتنې او مصالح په پام کې نیول کېږي.
له بل پلوه، په ډموکراسۍ کې د منلو او رامنلو اصل هم یوازې پر اکثریت نه دی ولاړ، بلکې د لږکیو د حقونو په ساتلو او د عدالت پر بنیاد ولاړ دی.
په دې وروستیو کې دغه کار یوشمېر منافقینو ته چې پردیو ته د جاسوسۍ ښکاره مخینه لري، پلمه په لاس ورکړې ده چې دغه کار د ټاکنو د قانون خلاف، قومي ستم، شوونیزم او برلاسي موندل وګڼي.
له دوی نه یو کس خو تراوسه د خپل منافقت په پخوانیو اصطلاحاتو کې راګیر پاتې دی، په داسې حال کې چې دغه کس نور دومره په هېواد کې ناکام او سېکه شوی چې خلکو ته یې دا خبرې د دوی زړې ببولالې او ناچلې سېکې ښکاري او هيڅوک هم ورته د وربشې د دانې په اندازه ارزښت نه ورکوي.
دا بل یې چې د خپلو هېوادوالو پر سرونو د مېخونو ټک وهلو کی د لومړي درجه کفن کش لقب ګټلی، هېڅکله افغان نه و او افغان نه شو، ځکه تراوسه ایراني مړي نمانځي او لا اقل دومره هم د ډموکراسۍ په مفهوم پوه نه شو، که چېرې ډموکراسي د لږکیو د حقونو او عدالت په ساتلو د ډېرکیو خیرات او د اکثریت له کیسې د جان کیري بخشش نه وای نو ده ښاغلي به هم اوس چېرې الوګان خرڅول او د مرستیالۍ لنګۍ به یې نه وای تړلې.
په هر صورت، د داسې معلوم الحاله خلکو خبرې پر ولس کوم اغېز نه لري، خلک پخپله فکر کوي او تصمیم نیسي. د غزني خلک به هم له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي او خپلو استازو ته به رایه ورکړي.
نوموړی اوس په دې ښه پوه دی چې نور نو هغه پخوانی محقق نه دی او نه د ده خپل قوم پر ده نور اعتبار وکړي؛ ځکه د ده قوم اوس د پخوان په پرته ډېر پوهه او تعلیم یافته شوی دی او داسې نور خلک نور نه خښوي او نه به رایه ورکړي اوس به دوی خپل په ولس مین، تعلیم یافته او کدر کسان ټاکي؛ نه داسې ناروغ او د قوم او هېواد صفته کسان.
د ده قوم تل هڅه کړې چې د تعلیم او سولې لاره غوره او وټاکي تر هم خپل ځان او خپلو هېوادوالو او ټولو ته ښه تمام شي نه یوازي د ځان ګټې په خاطر او زموږ هیله له نورو قومونو هم همدا دا چې نور نو د تعلیم لاره غوره کړي د رڼا لار غوره کړي او له جګړې سره مخه ښه وکړي او سولې ته ښه راغلاست ووايي ځکه زموږ ګټه په همدې که نه په جګړه او تورتم کې.