تاند- د افغانستان عدلي او قضايي مرکز، د اداري فساد د لویو جرمونو د غور ابتدايي محکمې د داوي ګروپ مشر غفار داوي او د نوموړي تجارتي شریک محمد اصغرغیاثي په ۹ کاله او ۹ میاشتې بند او دواړه په ټولټال ۳۸ ملیون ډالره جریمه محکوم کړل.
د افغانستان سترې محکمې د ۲۰۱۴ م کال په دسمبر په اتمه د کابل بانک پوروړی بللی و او نوموړی په دې تورن کړی و چې د بانګ څه باندې ۳۷ ملیون ډالره یې تروړلي دي.
محکمې داوي او غیاثي د سې شنبې په ورځ د غدارۍ، له دولتي کارکوونکو سره په چلول، د اسنادو په جعل او له دندې څخه د ناوړه استفادې په تور محکوم کړي دي.
محکمې همداراز د ترانسپورت وزارت پخوانی مرستیال راز محمد علمي د وظیفوي غفلت په جرم په ۶ میاشتې بند او ۳ زره ډالره جریمه محکوم کړ.
د ترانسپورت وزارت بل پخوانی مرستیال عبدالرزاق زلالی هم له خپلې دندې څخه په ناوړه استفادې په ۵ کاله بند او ۳ زره ډالره جریمه محکوم شو.
د اداري فساد د لویو جرمونو د غور ابتدايي محکمې دوه تنه نور په ۶ میاشتې بند محکوم کړي دي.
دا د دولت یو په زړه پوری اقدام دی او الله پاک دی وکړی چی دا ټول خاینین محاکمه شی
زنده اباد ستره محکمه