تاند- د افغانستان حکومت له اداري فساد سره د مبارزې لپاره دوه نوي قوانین تصویب کړل چې د اداري فساد د جرمونو په اړه د معلومات ورکوونکو ملاتړ کوي.

د عدلیې وزارت لوی سلاکار محمد اشرف رسولي نن /سې شنبه/ په یوه خبري غونډه کې وویل، له اداري فساد سره د مبارزې قانون ۵ څپرکي او ۴۰ مادې لري او د اداري فساد د جرمونو په اړه د معلومات ورکوونکو د ملاتړ قانون ۵ څپرکي او ۳۳ مادې لري چې د ولسمشر په دوو تقنیني فرمانونو کې نافذ شوي دي.

ده دا دوه قوانین د اداري فساد د مخنیوي لپاره مهم وبلل.

په خبري غونډ‌ه کې له اداري فساد سره د مبارزې د ځانګړي دفتر مسوول یما ترابي وویل، دا قوانین په داسې ډول تدوین شوي چې له اداري فساد سره د مبارزې د موازي ادارو د فعالیت مخه نیسي.

د ولسمشرۍ د چارو د ادارې د عمومي ریاست د حقوقی چارو ريیس محمد هارون معتصم وویل د خلکو له همکارۍ پرته له فساد سره مبارزه ناممکنه ده او دا دوه قوانین د هغو خلکو ساتنه او ملاتړ کوي چې د اداري فساد د مخنیوي لپاره د معلوماتو د ورکولو په برخه کې همکاري کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *