د پوهنې وزارت

د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي زده کړو معینیت اړوند د ادارې او حسابدارۍ له انستیتوت څخه ۱۱۰۰ تنه ځوانان فارغ شول، چې ۵۰۰ یې نجونې دي. د دوی فراغت به په بېلابېلو تخنیکي او مسلکي برخو کې ګڼې اړتیاوې پوره کړي.
د پوهنې وزیر ښاغلي فاروق وردګ په دې اړه جوړه شوې غونډه کې فارغو شویو کسانو ته مبارکي وویله او د دوی فراغت یې د تخنکي او مسلکي زده کړو په پیاوړتیا او پراختیا کې مهم وباله.
د پوهنې وزیر زیاته کړه، چې فارغو شویو محصلینو په محاسبه، اداره یا منجمنټ، بانکداري، اقتصاد او تجارت څانګو کې عصري او مسلکي زده کړې تر لاسه کړي دي.
د پوهنې وزارت هڅه کوي، چې په تخنیکې برخو کې د کار مارکېټ له اړتیاو سره سم په عصري زده کړو سنبال کاري ځواک وروزي او له دې لارې د هېواد په کچه تخنیکي زده کړو ته پراختیا ورکړي.
د ادارې او حسابدارۍ انستیتوت په ۱۳۴۰ ل کال کې د ادارې او صنعت انستیتوت په نامه جوړ شو، چې تر اوسه یې ۵۰ دورې فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي.
په دې انستیتوت کې اوسمهال د سل تنه ښوونکو له لوري نژدې ۵ زره تنه محصلین په بېلابېلو برخو کې پر تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.
پوهنې وزارت به په راتلونکي ښوونیز کال د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې نژدې ۵۰ زره نوي زده کوونکي او محصلین جذب کړي.
وزارت به د خپل منظم پلان له مخې‎ د هېواد په ۸ زونونو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه ۱۰ بابه کمپلیکسونه جوړ کړي، چې یو شمېر یې بشپړ او په نژدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
تمه کېږي، چې تر راتلونکو څلورو کلونو به د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ۱۵۰ تحصیلي څانګې جوړې شي او د زده کوونکو شمېر به یې نژدې ۲۵۰ زرو ته ورسېږي.
د یادولو ده، چې دا مهال د ټول هېواد په ۲۵۰ بابه تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې ۸۲ زره زده کوونکي، چې ۲۵ سلنه یې نجونې دي، په ۷۲ بېلابېلو څانګو کې پر حرفوي زده کړو بوخت دي.

په درنښت

د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

One thought on “د ادارې او حسابدارۍ انستیتوت څخه ۱۱ سوه تنه فارغ شول”
  1. دپوهنی له وزارت نه په مننی سره باید ووایم چی کاری شومتیا ددوی لپاره هم اړینه ده چی ورسته له فراغت څخه باید فارغین به بیلابیلوادارو کی په کاروګومارل شی
    مننه نوری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *