مطبوعاتي اعلامیه
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د پوهنې وزارت د سرپرست ښاغلي ډاکټر محمد شفیق صمیم په ګډون جوړه شوې وه، د عمومي تعلیماتو مرستیال ښاغلي غلام جیلاني همایون، د تعلیمي نصاب او ښوونکو د روزنې مرستیال ښاغلی اسدالله محقق او د تخنیکي او مسلکي زده کړو د سرپرست مرستیال ښاغلي محمد سرور عزیزي تر څنګ د یاد انستیتیوت ګڼ شمېر استادانو او محصلینو ګډون کړی و.
په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست ښاغلي ډاکټر محمد شفیق صمیم د ښه راغلاست تر څنګ وویل: « خوښ یم چې د نیما انستیتیوت د محصلینو په فراغت غونډه کې مې ګډون کړی او له دې موکې څخه په ګټې اخیستنې ټولو قدرمنو محصلینو ته مبارکي وایم.»
د پوهنې وزارت سرپرست زیاته کړه: «پوهنې وزارت د وروستیو کلو په ترڅ کې د افغانستان د کار د بازار اړتیا ته په کتو سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو پراختیا او زیاتوالي ته رغنده پاملرنه کړې او په هغو څانګو کې چې د کار په مارکېټ کې ډېره اړتیا ورته لیدل کېږي، د متخصصو کدرو په روزنه کې یې کوټلي ګامونه پورته کړي.»
ښاغلي ډاکټر محمد شفیق صمیم وویل، چې پوهنې وزارت نه یواځې د حرفوي انستیتیوتونو په جوړولو، بلکه فارغینو ته د کار په پیدا کولو کې تر خپلې وسې هڅې کړې چې دوی ته د کار زمینه برابره کړي.
د پوهنې وزارت محترم سرپرست زیاته کړه: «د خوښۍ ځای دی چې د دغه انسټیټیوټ سندونه د امریکا په (بال اسټېډ) پوهنتون کې راجستر دي او په بهرنیو هېوادو کې علمي اعتبار لري.» ورپسې د تخنیکي او مسلکي زده کړو معینیت سرپرست ښاغلي محمد سرور عزیز د پوهنې وزارت له سرپرست څخه د مننې تر څنګ، د نوي تعلیمي کال لپاره د یاد معینیت د پروګرامونو په هکله هر اړخیز معلومات ورکړل.
د یادونې وړه ده چې د ۱۶۵ فارغینو له جملې څخه ۵۴ یې نجونې دي.
په درنښت
د پوهنې وزارت د نشراتو او اطلاعاتو ریاست