استاد ښکلی

تينيانوف ويل، چې ادبي تاريخ به هله ادبي تاريخ شي، چې د بهرني واقعيت پرځاى پخپله پر ادبي ماهيت بحث وکړي.

فورماليستانو هڅه وکړه، چې ادبيات له بهرنيو واقعيتونو وشلوي او د يوه کل په توګه ورته د يوه خپلواک موجود حيثيت ورکړي.

د دوى په اند ادبيات له واقعيت سره مستقيمه اړيکه نه لري. د رياليستانو غوندې زموږ عامه ذهنيت دا دى، چې ادبيات له واقعيته زېږي. که دا خبره سمه وګڼو، څو پوښتنو ته به ځواب وايو. موږ ادبيات د يوه رپوټ يا تاريخ غوندې د واقعيت د معلومولو لپاره لولو؟ په لنډيو او داسې په ټولو فوکلوري ادبياتو کې- چې نېټه، ځاى او ويونکى يې معلوم نه دى- بيا څه ګورو؟

له دې نه ښکاري، چې موږ ادبيات د رښتياوو او واقعيتونو لپاره نه لولو، بلکې ادب د ادب په توګه لولو او خوند ترې اخلو.

فورماليستانو د واقعيت او ادب اړيکه معکوسه کړه. تر دې مخکې تصور دا و، چې واقعيت د ادب په ماهيت کې نقش لري؛ خو د دوى په اند ادب پر واقعيت رنګ شيندي. ادب ښايي واقعيتونه معکوس کړي يا يې نااشنا کړي. (چنار خبرې کوي) د کاروان صاحب د يوه نظم نوم دى. موږ پر کوم اساس ويلى شو، چې چينار خبرې کوي؟ ځواب اسانه دى، د واقعيت پر بنسټ؛ خو وينو، چې په دې واړه مثاله کې هم زموږ د دوديز ذهنيت پرخلاف د واقعيت او ادب اړيکه مستقيمه نه ده. دلته ادب له واقعيت سره معکوس ارتباط لري او کله چې په دې ټول نظم کې د چينار نااشناتوبونه وينو؛ نو پوهېږو، چې دا هغه واقعي چينار نه دى، چې په فزيکي نړۍ کې موجود دى، بلکې دا خو هغه نااشنا چينار دى، چې په عيني نړۍ کې بېخي شته نه.

موږ د (چينار خبرې کوي) ادبي ماهيت له واقعيت سره په تړاو کې ټاکو که د چينار د داخلي اجزاوو د تړاو پر بنسټ؟ دويمه پوښتنه به د فورماليستان ځواب وي، ځکه چې پنځونه د يوه داسې ادبي کل په توګه راڅرګندېږي، چې ادبي ماهيت يې له نورو پنځونو او د دې پنځونې د داخلي اجزاوو د انسجام له مخې ټاکلى شو.

ادب لاشعوري رواني محرک لري؛ نو که دا د ادب د ايجاد يو لامل ګڼو، بيا راسره ادب د فزيکي واقعيت په پېژندلو کې څنګه مرسته کولى شي؟

موږ داسې فکر کوو، چې ادب ته خبرې له بهر نه راځي. د حميد بابا پر دې مشهور بيت خبرې کوو:

خط په مخ د صنم راغى، که سپوږمۍ شوه په هاله کې

دا يې غاښ په خوله کې زېب کا، که ژاله شوه په لاله کې

خپل راپاتې دوديز ذهنيت راته وايي، چې حميد بابا بهر يو فزيکي موجودليدلى او د هغه ستاينه يې کړې ده، چې د سپوږمۍ غوندې روڼ او ګرد مخ، د لاله غوندې سرې شونډې او د ژاله غوندې سپين غاښونه يې لرل؛ خو چې لږ ژور نظر وکړو، دا خبره راته حقيقت نه ښکاري. حميد بابا د خپل محبوب ښايست په ځان پسې نه دى راښکلى، بلکې له سپوږمۍ، لاله او ژاله سره د مخ، شونډ او غاښونو تشبيهي اړيکې په ځان پسې راښکلى دى. محبوبې دې نه خوشحالېږي، چې شاعران زموږ ستاينه کوي. شاعران د استعارو او شعري ښايستونو ستاينه کوي او په شاعرانه ارزښت پسې ګرځي. هر چېرته چې ورته شعري نوښت ښکاره شي، هغه راواخلي. پر دې بنسټ د شاعر مخه د بهرني واقعيت پرځاى داخلي ادبي ماهيت ته وي. شاعر د يار د ښکلا په ستاينې پسې نه، په نويو خبرو او نويو استعارو پسې ګرځي او نوې استعارې د بهرني واقعيت پر بنسټ نه، په ادب کې دننه له نورو ادبي معيارونو سره د پرتلې له مخې پېژني.

بله پوښتنه دا پيدا کېږي، چې د دې شعر پر بنسټ د حميد بابا پر واقعي شخصيت او چلندونو قضاوت کولى شو؟ پوښتنه دا ده، چې شاعر څومره رښتيا وايي؟

موږ د ادبياتو په اړه قضاوت د صدق و کذب د معيار پر اساس نه کوو؛ خو په دې پوهېږو، چې د شاعر د فکر او هنر ترمنځ لويه خلا وي. د شاعر عملي ژوند او شاعري دوه بېل شيان دي؛ نو شاعري راته د شاعر شخصيت نه شي معرفي کولى. ياکوبسن د رومانتست شاعر چک کارل هينګ په اړه وايي، چې په شعرونو کې يې خپله محبوبه ډېره وستايله؛ خو په ځانپېښو کې يې وکږله. دا دوه انتها دي او دا دوه انتها ښيي، چې شاعري د شاعر د واقعي شخصيت استازي نه کوي. ياکوبسن وايي، چې شاعر دواړه ځايه دروغ ويلي. دا خبره راته په دې سمه ښکاري، چې شاعر که واقعيت پاللاى، يو انتخاب به يې کړى واى.

شاعر چې کله شعر ليکى، متني مجبوريتونه لري. قافيه، رديف، وزن او نور هغه بندېزونه دي، چې شاعر په خپل انحصار کې ساتي. پر شاعر قافيې او نور الفاظ او پخپله د شاعرۍ دودونه حاکم وي؛ نو شاعر هغه څه ونه وايي، چې ويل يې غواړي. د ياکوبسن په اند، شاعر چې هر ځل وايي، چې دا ځل به رښتيا وايم، دروغ وايي، شاعر هغه څه وايي، چې قافيه او د متن چوکاټ يې ترې غواړي. چوکاټ شاعر په ځان پسې راکاږي. له دې چوکاټونو نه دى د تخيل د فري کولو په وخت کې هم استفاده کوي، ځکه چې ده لاشعوري د دغو چوکاټونو او معيارونو هنري ارزښت منلى وي.

دا خبره به له يوه بل پلوه هم وکړو. شاعر يا ليکوال چې څه ليکي، خپل تخيل نيوټل يا فري کوي. که د خپل اختيار واګې تخيل ته ونه سپاري او د تخيل واګې په خپل لاس کې واخلي؛ نو متن خو به وليکي؛ خو ادبي ارزښت به يې د تامل وړ وي. د تخيل د فري کولو لپاره شاعرانو له نشو او درملو نه هم استفاده کړې؛ خو کله چې تخيل فري شي؛ نو په اسانه لاشعور ته لار جوړولى شي او له دې دريابه نايابه مرغلرې راوړى شي.

د تخيل په فري کېدو د شاعر و ليکوال پر ذهن د شعور او عادي ژبې تسلط کم شي، د دې ازادۍ په برکت د شاعر تخيل عادتونه مات کړي او هغه څه ووايي، چې تر دې مخکې په عادي ژبه کې نه وو. فورماليستان دې ته ناعادي کول وايي. د تخيل په فري کولو سره د پنځګر د شخصيت او هنر ترمنځ فاصله پيدا شي، د ايليټ خبره، له خپل شخصيته وتښتي.

زموږ يو ناسم فکر دا هم دى، چې شاعر يا ليکوال د خپلې پنځونې په مټ ځان تحليلوي يا بيانوي.په دې جمله کې ټينګار پر (بيانولو) دى. شاعر ځان په کوم شکل بيانوي؟ د نورو ډېرو ادبي حقايقو غوندې راته دا هم سم نه ښکاري، ځکه چې کله د هنر کار ته ځير شو، شاعر د خپل واقعي ځان د بيانولو نه، پټولو کوشش کوي. شاعر لکه څراغ رڼا کوي؛ خو پخپله د خپلو الفاظو تر شا پټ وي. د شاعرۍ او ليکوالۍ په دې شيش محل کې لوستونکى هر طرف ځان ويني؛ خو چې هر څومره شيشې واړوي راواړوي، شاعر يا ليکوال نه شي موندلى، بس هر طرف صرف شيشې وي او په شيشو کې دى پخپله ښکاري. د ده خواهشات پکې ځلېږي.

نو چې د واقعيت او هنر ترمنځ مستقيمه اړيکه نه وي، بيا د هنر خپل داخلي انسجام او د بېلابېلو اجزاوو ترمنځ تړاو يې هنري ماهيت ټاکي. که يو ډېر اسانه مثال ورکړو، هغه به د نڅا وي. په نڅا کې د حرکتونو له داخلي تړاوه متاثره کېږو.

رياليستانو له واقعيته د ادب له دې پرېکون سره زيږ چلن کاوه، خو که ځير شو،له رياليستي کيسو نه هم خوند له بهرني واقعيت سره د مانوستيا يا مستقيم تړاو له امله نه، بلکې د دوى له داخلي انسجامه اخلو.


د استاد ښکلي نورې نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *