په هره هنري پديده کې د هنري تکامل لپاره ځينو خامو موادو ته اړتيا وي چې خپلې نهايي بڼې ته په رسېدو کې له هنرپنځوونکي سره مرسته کوي. د بېلابېلو رنګونو شتون د رنګونو طبيعي او مصنوعي  تناسب او ترکيب، نقاش ته ددې ځواک ورکوي چې خپل پيغام د تابلو او تصوير له لارې په هنري انداز وړاندې کړي.

   کله چې لېدونکى په دېواله يوه لګېدلې ښکلې تابلو، يوه کښل شوې شوې منظره ، يا کوم بل هنري اثر ګوري، لومړى يواځې د هغه د  زړه راښکون او ښکلا په اړه يې فکر کوي، خو دا يې هېر وي چې شايد تر شا يې د يوه هنرمن څومره وخت او ځواک مصرف شوى دى، يا د کومو رنګونو،  د څه ډول تناسب له مخې رامنځته شوى دى.

   همداسې په ادب اثر کې هم هېڅکله توري او کلمې يو په يو، يا يو ځل سره هغې کچې ته نه دي رسېدلې چې لوستونکى ترې په يوه هنري اثر کې خوند اخلي او اغېز پرې کوي. ادبي اثر د هغه د پنځونکي( ليکوال او شاعر) له رياضت او پوره هنري زيار او زحمت وروسته رامنځته شوى دى.

هغه له عادي کلماتو سره خپل شاعرانه او تخيلي ځواک ملګرى کړى، ددې ځواک په مرسته يې اثر بېرته له طبيعي رنګ او حالت سره تړلى او وروسته يې تلپاتې ژوند ورپه برخه کړى دى.

ژبه په مجرد ډول په  ادبي اثارو کې خام  توک  ګڼل کېږي، خو ليکوال او شاعر ورسره د خپل اوچت فکر تر څنګ، خپل تخيلي ځواک، احساس او ژور خلاقيت ملګرى کوي، له ادبي فنونو مرسته غواړي، له ځانه هنرمن جوړوي او  وروسته خپل اثر په هنرمندانه ډول وړاندې کوي.

  خو ددې لپاره چې خام توري له خپلې عادي يا لومړنۍ بڼې نهايي او مطلوب پړاو ته ورسېږي، نو بايد په ځينو پړاوونو کې تنظيم او وروسته په هنري بڼه ځان را څرګند کړي. د يو شمېر ادب پوهانو په خبره د ادبي اثر لپاره څلور توکي جوړونکي عناصر بلل شوي چې له پيغام، منځپانګې(محتوا)، فورم(شکل) او تعبير نه عبارت دي.

پيغام:

   پيغام ته د ادبي اثر اصلي جوهر يا حقيقي ټکى ويل کېږي چې پر مټ يې د اثر پنځوونکى خپله اصلي موخه اوفکر  په ځانګړې منځپانګه او جوړښت کې څرګندوي.

د ادبي اثر رامنځته کوونکى له خپلې ټولنې او مخاطبينو په درک سره، لومړى له ځان سره د خپل اثر پر پيغام غور کوي چې غواړي څه ووايي او لوستونکو ته د کوم او څه ډول فکر رسول غواړي؟

که چېرته د ادبي اثر پنځوونکى د اثر له پنځولو وړاندې پر پيغام غور ونه کړي او يا يې تت او پيکه وړاندې کړي، نو د اثر لوستونکى هم له همداسې حالت سره مخ وي اود ليکوال فکر نه شي درک کولى.

اروښاد اسحاق ننګيال د (بنګړيواله) مشهور شعر په اويايمه لسيزه کې(۱۱/ ۱ / ۱۳۷۲  ) چې افغانستان له ستر وحشت او ناورين سره لاس او ګرېوان و،  ويلى دى. دا شعر په دې ډول دى:

بنګړيواله

بنګړيواله توړۍ بيا پر کلي راغله

بنګړيواله شرنګ پرولو،

دښايسته رنګونو څانګه

بنګړيواله زموږ دکلي

دزلميو د « طالعو» دنازکې غوټې وږم

بنګړيواله زموږ دکلي

د پېغلو ټو داختر دشېبو زېری.

*  *  *

بنګړيواله توړۍ راغله

ړنګه بنګه سانيولې

په پستو پستو زګېروويې

د هر کاڼي تپوس وکړ

خوزموږ دکلي لارو

دپردېسې بنګړيوالې

تش دخولې سلام وانه خيست

وې يې : هو ! رښتيا زړه شوم

دغو سترګو رب وهلو

خدايزده چېرته

بيا پر کومو نابلدو کوڅو سرکړم؟

*  *   *

بنګړيواله توړۍ تم شه

حک حيرانه پښېمانه

بنګړيوالې په لستوڼي

د بڼو دوړې جارو کړې

هرديوال يې ددې کلي

له خواږه  نظره تېرکړ

وې يې: نه ، کلی همدادی

دا کوڅې هغه کوڅې دي

خو حيرانه يم چې څنګه

نن مې پل پکې پردی شو؟

*  *   *

بنګړيواله ړنګېدله، بوګنېدله

چې له لرې زموږ دکلي

پخوانۍ ښار وښکاره شوه

يو اشنا سلام يې وکړ

اودانه يې دانګورو

دبوډۍ په خوله کې وکړه

وې يې : ځه نو بنګړيوالې

ځه ورځه پر مخ دې ښه شه

اوس نو هغه کلې نه دی

اوس هغه بيبيانې نشته

اود ښکلو مړوندونه

ډېر کلونه شول چې پرې دي.

۱۱ / ۱ / ۱۳۷۲

په هغه کلونو کې شايد زموږ په ښار، کور او کلي کې سلګونو دا ډول دردونکې کيسې تېرې شوې وي، د هرې پېښې تر شا به ګڼې داسې کيسې پرته وي، خو د شاعر هنر دادى چې د يوې بېوزلې بنګړيوالې تصوير يې کاږلى دى او د ليکوال منځنۍ پيغام دادى چې د جګړې او ناخوالو په سبب د خپلو کوڅو پخوانى او اوسنى تصوير د بنګړيوالې له سترګو وړاندې کړي او تېر شوى ناورين په هنري ډول د يوه ادبي اثر( شعر) پر مټ  انځور کړي.

ددې شعر اصلي پيغام روښانه او څرګند دى، د شعر لوستونکى يې اصلي او طبيعي رنګ په اسانۍ درک کوي او په شعر کې د شاعر په نغښتي پيغام موندلو کې کومه ستونزه نه لري، ځکه چې شاعر په کې د خپل شاعرانه هنر پر مټ هر ډول ابهام له منځه وړى.

منځپانګه (محتوا):

کره کتونکي په دې باور دى چې که په ادبي اثر کې پيغام ته ډډ(ساقه) ووايو، نو محتوا يې نورې خورې ورې کوچنۍ پاڼې او څانګې جوړوي. په پيغام کې خبره عمومي وي، خو په محتوا کې ليکوال او شاعر هڅه کوي چې خپل پيغام لا پياوړى او روښانه کړي.

په بنګړيواله شعر کې د عمومي پيغام له لارې سپېرې او له ښکلو تشې کوڅې بيان شوې، د بنګړيوالې بيا راتګ او ستړى حالت په عمومي پيغام کې ليدلى شو، خو د شعر ځينې نور  فرعي، ضمني او جزوي خبرې او انځورونه عمومي پيغام ته قوت ورکوي.

مثلا بنګړيوالې ته ويل کېږي چې نور نه ورځه، اوس هغه مټې نه شته چې تا به بنګړيو ډکولې، هغه اوس پرې شوې، هغه بيبياني او نجونې اوس مړوندونه او لېچې نه لري چې ستا له بنګړيو يې ډکې کړي.

بنګړيواله کلونه وروسته  هغه کلي ته راځي چې پخوا په کې ښه بلده وه، کلى د  ناخوالو او  جګړو په سبب دومره بدل شوى وي چې دا فکر کوي د زړبودن په سبب تېروتلې او کوم بل کلي ته راغلې، خو داسې نه وي، همغه کلى وي.دلته دا ټولې خبرې  محتوا کې وړاندې شوې دي.

کله کله د ادبي اثر په محتوا کې جزييات او ضمني خبرې دومره زياتې شي چې پرعمومي پيغام سيورى غوړوي، ياني کله کله عمومي پيغام بيخي تت شي، خو په غوره ادبي او هنري اثارو کې اصلي پيغام يا د اثر اصلي فکر په نورو ټولو برخو خپل عموميت او اغېز ساتلى وي.

په دې برخه کې د ادبي اثر مضمون هم يو بنسټيز مفهوم دى چې د ادبي اثر له موضوع سره تړاو لري د اثر بېلابېلو برخو او موقعيتونو ته يو له بل سره تړاو ورکوي.

شکل يا فورم:

د ادبي اثر په جوړښت کې بل د پام وړ عنصر شکل يا فورم دى. هر ادبي اثر په يوه ځانګړي شعري يا نثري فورم کې ليکل کېږي، ليکوال هم په نثر کې د نثري ژانرونو(ناول، رومان، ادبي ټوټه…) اوهم په شعر کې د شعري فورمونو(عزل، منثوي، نظم، ازاد شعر، قصيده…) د انتخاب واک لري.

خپله فورم هم په ادب تيوري کې يو مهم مفهوم دى چې د انګليسي ژبې معادل کلمه يې(Form) ده چې د يوه اثر ظاهري يا بيروني بڼې ته وايي.

شکل او محتوا يو له بل سره نږدې اړيکې لري، اصلا محتوا له شکل او شکل له محتوا پرته نه شي رامنځته کېدلى،له محتوا پرته فورم تش اسکليټ دى او که محتوا په يوه زړه را ښکونکي اثر کې وړاندې نه شي، نو خپل جذابيت او اغېز له لاسه ورکوي.

د محتوا او  شکل رامنځته کېدل او په خپل منځ کې يې د پيدايښت  له اړخه د  مخکې والي او وروسته والي اړيکه هم يو ځانګړي بحث دى. انګليسي شاعر او کره کتونکى کالريج وايي چې شعر بايد هغه بوټي ته ورته وي چې په خپله را زرغونېږي او خپله ځانته ښکلې بڼه خپلوي.

په لوديځ کې د فورم موضوع کله کله له ظاهري جوړښت پرته موضوعي بڼه ته هم کارېدلې ده، مثلا ځينو ليکوالو د حماسي فورم، کوميډي او تراژيدي فورم يادونه کړې ده.

په لنډه توګه ويلى شو چې  په ادبي اثر کې فورم يا شکل په ځانګړي نظم، ترتيب او ښکلې ژبې او بيان سره د  پيغام او متحوا وړاندې کول دي چې د هنرمند په اوچت ذوق او خلاقيت پورې اړه لري.

تعبير:

په ادبي اثر کې تعبير د پنځوونکى د اخيستنې او له اثر څخه د کلي  تحليل مانا لري او د يوه ادبي اثر عظمت په کې څرګندېږي، په هنري ډول د يوه اثر له منځپانګې او جوړښت نه اخيستنې ته ويل کېږي.

همدا ټکى  د هنر او ادب پنځوونکو ترمنځ د توپير  له  لاملونو څخه يو لامل دى. کله کله دوه شاعران يا دوه ليکوال يو پيغام او يوه محتوا په دوو فورمونو کې وړاندې کوي، خو د يوه راښکونتيا او اغېز ډېر وي او د بل کم وي.

د دې لامل له ادبي اثر يا د ادبي اثر په اړه د هغوى په تعبير پورې تړل شوى دى،  هغه څه چې دې دواړو ته توپير ورکوي، له دوو قضيو سره د هغوى چلند او تجربه ده.

په دواړو کې اوچت ادبي اثر له شک پرته د هغوى د بډاى ذهن او خلاقيت استازولي کوي، له خپل ژوند اوچاپيريال او  يا نړۍ ليد نه د هغوى په درک او ليد پورې اړه لري.

د اروښاد ننګيال په بنګړيواله شعر کې زموږ د هېواد د يوې ترخې تراژيدي او ناورين هنري انځور کښل  شوى چې مرکزي کرکټره يې يوه بېوزلې بنګړيواله ده.

زموږ په ټولنه کې بنګړيوالې په کوڅو له خپل صندوق سره ګرځي، بنګړي پلوري، د خلکو طالع او قسمتونه ګوري، کله کله د مينو پيغامونه رسوي، دوى په ښو شپو ورځو په ځانګړي ډول د اختر د رانږدې کېدو ورځو کې زياتې راځي.

شايد دهغه مهال په ټولنه کې شاعر ددې ناورين د بيان او انځورولو لپاره د ټولنې يو بل غړى مثلا، ژرندګړى، تاويز ليکوونکى او … کوم بل کسبګر ټاکلى وى، خو بنګړي او بنګړيواله د خوښيو زېرى ورکوونکي دي، د ټولنې خوښۍ ورسره تړلې، خو کله چې بنګړيواله ناهيلي شي، نو د ناورين شدت بيانوي چې دا له ژوند او خپلې زمانې نه د شاعر په قوي تحليل دلالت کوي.

که دا شعر د نړۍ نورو ژبو ته وژباړل شي، شايد د طالع کتلو او په کوڅه کې د بنګړيوالې د ځينو نورو رمزونو خبره يو څه نا اشنا وي ، ځکه چې دا د بنګړيوالې ضمني او  نا ښکاره د ندې دي چې دا خپله د شاعر په تعبير پورې اړه لري.

ادبي اثر دوه ځله له تعبير او تحليل سره مخ کېږي، يو د اثر د ليکوال تعبير دى چې د خپل ليدلوري نه د خپل ژوند پېښې تحليلوي او اثر رامنځته کوي، خو دويم تحليل بيا د ادبي اثر د کره کتونکي دى چې د اثرځانګړتياوې څېړني او لوستونکي ته يې شرحه کوي.

خو د ادبي تاريخ ليکوونکى او يا د ادبي اثر کره کتونکى بايد په اثر او د اثر پنځوونکي په اړه خپل تحليل د خپل وخت ټولنيزوضعيت دروني او بهرني تعبير ته په پام سره وړاندې کړي ځکه چى دواړه  د خپل وخت او چاپيريال له اغېز نه خوندي نه دي.

دا د ادب څېړونکي په ځواک او پوهه پورې اړه لري چې په ادبي اثارو کې موجود حس څنګه پيدا او خپل تعبير او تحليل د اثر له بيا بيا مطالعې او څېړنې وروسته وړاندې کړي.

——————————–

د ښاغلي رحماني نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *