د نړۍ د اکثرو نورو ژبو په پرتله پښتو ژبې ته خدمت کم شوی دی او یوه غریبه او بیچاره ژبه ده.
د یو غریب او مسکین انسان سره ډېر کم کومک هغه ته ډېر ارزښت لري او هغه پرې ډېر خوشحالیږي، چې پښتو ژبې ته هم هر ډول ادبي خدمت خپل ارزښت لري او په هرې علمي او ادبي خدمت باندې یوه علمي تشه ډکیږي.
زما دغه اثر ( د ادبي اصطلاحاتو سیندګی) نومیږي، او کومه نوې فرضیه مې نه ده ثابت کړې او نه کومه نوې څېړنه او تحقیق دی، خو د ادب ابتدایي مینه والو او د پوهنتون د محصلانو لپاره د ادبي اصطلاحاتو په برخه کې یو ښه لارښود اثر ثابتیدلای شي.
لکه څرنګه چې په اقتصادي مواردو کې عرضه اوتقاضا ډېره مهمه ده، دغه شان د یو اثر په لیکلو کې باید ځینې فرضیي پوښتنو ته ځواب ورکړو، لکه: اثر چا ته لیکو؟ ولې لیکو؟ څنګه یې ولیکو؟ کومو خلکو لپاره چې یې لیکو د هغو تعداد په ټولنې کې څومره دی؟ د پوهو خلکو اندازه او فیصدي مو په کومه اندازه ده ؟ او داسې نورې پوښتنې.
که چېرې یو تجار د قزاقستان نه افغانستان ته زښت زیات وړه راوړي، ترڅو چې ګټه یې لاس ته راوړي، خو دلته ( افغانستان ) کې د ټول نفوس د ضرورت مطابق د یو کال وړه موجود وي، نو تجار به راوړي وړه په چا خرڅوي، حتمابه تاوان کوي.
د یو اثر په لیکلو کې هم عرضه او تقاضا ډېره مهمه ده. که د یوې ټولنې د باسواده او بيسواده يا پوهو او ناپوهو ترمنځ توازن او نابرابري زښته زیاته وي، نو په داسې ټولنو کې بیا د اثارو په لیکلو کې لږ دقت په کار دی او په دې خبرې ځان پوهول پکار دی، چې د ټولنې وګړي مو کومو اثارو ته زیات ضرورت لري.
نن که یوتحقیقي اثر ته څومره اړتیا لیدل کېږي، له هغې زیات هغو اثارو ته ضرورت دی، چې ماشومانو او بېسوادو لپاره لیکل کېږي. که یو تحقیقي اثر په لسو کلونو کې زر جلده خرڅیږي او د ماشومانو لپاره یو لیکل شوی کتاب په یو کال کې شل زره جلده خرڅېږي، نو دلیل یې روښانه دی، چې د ماشومانو کتاب ته ضرورت زیات دی، نسبتا تحقیقي اثر ته. خو دا دا معنا نه لري چې د تحقیق او څېړنې ارزښت بې اهمیته دی.
تحقیقي اثر یو ډول ارزښت لري او داسې اثار چې هېڅ ډول تحقیق نه وي بل ډول ارزښت لري.
دغه اصطلاحاتو پسې ما له سلو زیاتو اثارو ورقې اړولي او را اړولي دي او د دې اثر ( د ادبي اصطلاحاتو سیندګی) لومړی ټوک ترې برابر شو.
انشاالله په ډېرو نږدې وختونو کې به د دې اثر دویم او درېيم جلد هم چاپ ته برابر شي او په پښتو ژبې کې به د ادبي اصطلاحاتو سیند په نامه اثر لرو.
په زړه پورې او ګټوره هڅه ده خدای تعالی دې یې اجر درکړي ځکه زمونږ اکثره مینه وال پدې برخه کې ستونزې لري.
او بل داچې په ډیرو ادبي کتابونو کې د اصطلاحاتو د ناسمې پوهیدنې له امله لوستونکي مسایل غلطوي.