پښتو ژبېډېروليکوالانو، شاعرانو، عالمانو او څېړونکیو پښتوادبي دورې دخپل نظر اړوند تقسيم کړي دي او هريوجدا جدا نومونه ورته ورکړي دي.
چې په ډېروادب تاريخونو کې داسې راغلي دي: پښتو ژبې ادبي دورې د لرغونې دورې، منځنۍ دورې او معاصرې (اوسنۍ) دورې په نومونو يادېږي. يعنې ډېروادب تاريخونو او ادبي اثارو کې ورته پورته نومونه ټاکل شوي دي.
خوزماپه نظر ادبي دورو ته باید داسې نومونه ورکړل شي، چې دايم د منلو وړ وي.
دا چې پورتنۍ دورې درې دي او يوه دوره (منځنۍ) يې په منځ کې واقع ده، نو ټولو مشرانو عالمانو او څېړونکیو دې ته د منځنۍ دورې نوم غوره کړى دى، چې په منځ کې پرته ده، که چېرې د (معاصرې) دورې نه وروسته بله دوره پيل شي او څلورمه يادوخت په تېرېدلو پنځمه دوره پيدا شي، نوبياخو پورتنۍ منځنۍ دوره په منځ کې نه پاتې کېږي. چې دې ته بايد د دويمې دورې نوم ورکړل شي، يا وروستۍ دورې ته معاصره ( اوسنۍ) دوره ويل شوې ده، که چېرې د دې نه وروسته بله دوره پيل شي هغې ته به کوم نوم ورکوو، دا چې نن په سبا او سبا په بل سبا په دې ډول کلونه تېرېږي، وخت په تېرېدو دى او زمان په خپل ځاى ولاړ نه دى او تېرېږي، نو د معاصرې نوم هم د تامل وړ دى او پورته ادبي دورو ته که چېرې لاندې نومونه ورکړل شي، ښه به وي، چې ډېرو کمو اثارو کې ورته ورکړل شوى دى. لکه:
(لرغونې) لومړۍ دوره، دويمه او درېيمه دوره ، دغه نومونه د ادبي دورو لپاره مناسب ښکاري، که چېرې د وخت په تېرېدو سره نورې ادبي دورې پيدا کېږي،دنوم د کېښودلو ستونزه به يې نه وي.
پدی هکله بايد ژوره څيړنه وشی او بيا نو م وټاکل شی