څو ورځې دمخه مې  د پاکستان په یوه ورځپاڼه کې د اردو ژبې د ادبي مجلو په باره کې ولوستل چې هغه وختونه لاړل چې د اردو د یوې ادبي مجلې د نوې ګڼې خپرېدو ته به لوستونکي بې صبره وو او د انتظار شېبې به یې ورته شمېرلې. لیکوال لیکلي وو چې د شلمې پېړۍ تر اویایمو کلونو پورې لا د ( نقوش) ، ( اوراق) او ( فنون) په څېر ادبي مجلو ډېر مینه وال لرل خو په راوروسته لسیزو کې د دغسې مجلو بازار وار  په وار سوړ شو او کار یې په ټپه ودرېد.

 د شلمې پېړۍ په نویمو کلونو کې مې دې ته ورته خبره په تهران کې واورېده. یوه بوډا مجله خرڅوونکي راته وویل چې د  پاچا په وخت کې به د ادبي مجلو د نویو ګڼو خپرېدو ته د لوستونکو تلوسه وه خو اوس یې څوک تپوس نه کوي.

 په هغه وخت کې ما داسې ګڼله چې د پاچا په وخت کې په ایران کې د فکر او ذوق ازادي زیاته وه او د خلکو اقتصاد بهتره وو، نو ځکه د ادبي مجلو بازار تود و.

 په دې کې شک نشته چې دغو عواملو د ایران د پاچا د وخت د مجلو لوستونکي زیات کړي وو، مګر اوس ګومان کوم چې د ادبي مجلو د بازار د سړېدو اصلي علت باید د نوي کهول په بدل شوي ذوق او نویو غوښتنو کې ولټوو. اوسني ځوانان او اوسني لوستونکي چې له انټرنیټ سره اشنا دي او په کورونو کې تلویزیونونه لري، له ادبیاتو څخه یې تقاضاوې نورې دي.

 یو وخت چې اخبارونه او مجلې نه وې او مطبعه نه وه اختراع شوې، شاعرانو نامناسبه نه ګڼله چې له شعرونو څخه د پېښو د خوندي کولو او د راپورونو د وړاندې کولو لپاره استفاده وکړي. هغه څه چې خوشحال په سوات نامه کې راوړي دي، اوسني یې په تحقیقي او تحلیلي مقالو یا راپورتاژونو کې په نثر بیانوي.

 په اوسني وخت کې چې له یوې پېښې څخه سمدستي خبرېدلای شو، که ورځپاڼه خبر هماغسې خپور کړي چې راډیو پرون خپور کړی و، لوستونکي به یې ونه لولي. د اوسني وخت د ورځپاڼې چلوونکی پوهېږي چې له فیسبوکه رانیولې تر تلویزیونه پورې مختلفې رسنۍ فعالې دي او دی که د خپل کار طریقه بدله نه کړي، ورځپاڼه به یې لوستونکی ونه مومي.

 ایا په پاکستان او ایران کې چې ادبي مجلې د پخوا په اندازه لوستونکي نه لري، وجه یې دا ده چې لیکوال او چلوونکي یې د روان وخت په نبض باندې پوره نه پوهېږي؟ کېدای شي چې یو لوی علت همدا وي. ټکنالوژي خورا چټکه وده کوي او د نوي کهول ذوق او غوښتنې ورسره بدلېږي. یو وخت به سفرنامه په دې خاطر هم لوستل کېده چې د نااشنا سیمې په باره کې به معلومات پکې وو، خو اوس چې  د دنیا د ګوټ ګوټ په باره کې د معلوماتو مستند فلمونه شته، د سفرنامې لیکوال ته پکار ده داسې څه ولیکي او په داسې انداز یې ولیکي  چې په فلم کې یا د جغرافیې په کتاب کې نه موندل کېږي. اوس چې هره ورځ د حیرانوونکو پېښو راپورونه اورو، د کیسو لیکوال دې دې ته زړه نه ښه کوي چې حیرانوونکې پېښه یې بیان کړه او لوستونکی به ورڅخه راضي وي.

 دا یوازې پاکستان او ایران نه دي بلکې په افغانستان کې هم د مجلو هاغه پخوانی قدر نشته. زه چې اوس هم په بازار کې د دېرش، څلوېښت کاله پخوا (ژوندون)، (پښتون ژغ)، ( کابل)، ( لمر) یا (اریانا) مجله ومومم، رانیسم یې خو په اوسنیو مجلو پیسې نه ورکوم. داسې هم نه ده چې پخوانۍ تر اوسنو هغو ډېرې ښې وې، مګر په یوه ورک خوند پسې ګرځم او د هغو شېبو د احساسولو په ارمان یم چې د مجلې د تازه ګڼې لوستلو ته به مې د نانوایي د تودې ډوډۍ غوندې کور ته تر رسېدو دمخه لا سودا وه. دا سمه ده

چې زه به بدل شوی یم او هغه د لنډۍ خبره:

 ها پخوانۍ مینه دې نشته

 لکه د غزه د ونو شور به دې کاوونه

مګر سوال دا دی چې د اوسني کهول ځوانان ولې د تېر کهول د زلمو برعکس، د ادبي او هنري مجلو د لوستلو شوقیان نه دي؟ پخوا نه یوازې زلمو بلکې بوډاګانو هم د خپل وخت مجلې خوښولې.

 زموږ د اوسنو مجلو چلوونکو ته پکار ده چې سره کښېني او په دې غور وکړي چې هغه څه شی دی چې اوسنی ذوق یې د دوی په مجلو کې نه مومي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *