د څېړنې او بیا ادبې څېړنې په باب پر افغاني پوهانو سربېره بهرنیو پوهانو هم خورا ډېر پېژندونه وړاندې کړې دي، چې په الفاظو کې بېل خو په معنا کې سره یو او یا کابو یو شی دي، چې ځینو ته به يې په لنډه توګه نغوته وکړو:
څېړنه د یوې ټاکلې موضوع په باب رښتینې ژوره او عالمانه پلټنه ده، چې په هغه کې واقعیتونه، معنا ګانې او تطبیقي موارد هم تر ازموینې لاندې نیول کېږي.
څېړنه د یوې ښې پېژندل شوې مسئلې د حل په برخه کې سیستماتیک عیني Objective او سمه پلټنه ده. (۱)
یا په بله وینا: څېړنه یو اکاډمیک فعالیت دی، چې د مطالعې، مشاهدې، مقایسې او تجربې له لارو یو حقیقت را برسېره کوي. (۲)
څېړنه د رسمي، سيستماتيکي او ژور روش هغې شننې ته وايي، چې له امله يې څېړونکى د آرونو په رڼا کې پوهنيز چار ته لاس رسى پيدا کوي؛ خو که را لنډه يې کړو؛ نو څېړنه د هغې باوري پوهې لاس ته راوړلو ته وايي، چې له امله يې انسان منظمه او سيستماتيکه زده کړه کوي. (۳)
د څېړنې دا او دې ته ورته نور ټول تعریفونه د معنا له پلوه کابو یو شی دي؛ خو په الفاظو کې يې لږو ډېر توپیر تر سترګو کېږي؛ همداسې يې د موضوعاتو یا علومو مسئله هم ده، په دې معنا د څېړنې پوهان وايي د څېړنې ارونه او قواعد په ټولو علومو کې که هغه ټولنیز علوم دي، ادبي علوم دي او یا هم نور یو ډول د تطبیق وړ دي؛ خو یوازې په جزیاتو کې يې توپیر شته، چې بیا د هر علم له بنسټیزو اساساتو سره اړه لري.
که چېرې وغواړو د ادبي څېړني په اړه ځیرنه وکړو په کار ده د څېړنې په همدغه چوکاټ کې ادبي تومنه واچو او بیا يې حق ته رسول یا رښتینواله زباد کاندو، چې څومره په کنډه برابره ده؛ خو ډېر ځله داسې هم شوي، چې ځینې ادب څېړونکي له دغه ار سره په غبرګون کې درېدلي؛ خو کله يې چې د لیک یا پلټنې منځپانګې ته ځیرنه شوې؛ نو د همدغو ارونو په کږلېچونو يې مزل کړی وي او په دې توګه يې خپله د خپلې خبرې اپوټه زباد کړې وي؛ خو دا چې په دې لیک کې زما موخه د داسې خبرو سپړل نه دي؛ نو ترې ډډه کوم او نېغ په نېغه خپله موضوع را سپړم، چې هغه د ادبي څېړني ډولونه او مېتودونه دي:
د ادبي څېړنې ډولونه:
کابو ټول ادب څېړونکي ادبي څېړنه د شکل له پلوه په دوه ډوله وېشي، چې یو ډول ته يې کتابتوني یا کتابخانه یي ډول او بل ته يې ساحوي یا میداني څېړنه وايي.
کتابتوني څېړنه هغه ده، چې له کتابتونه پیل او پر کتابتون پای ته ورسېږي؛ په دې معنا د څېړونکي ټول مواد په کتابونو، آرشیفونو، آرشیفي موادو، د کتابتونونو په خوندي اثارو او یا هم په ټایب ریکارډر، سي ډیانو، د فلمبردارۍ او عکاسۍ په کمرو او دې ته ورته نورو وسایلو کې موندل کېږي، چې څېړونکی ترې له ساحوي تګ څخه بېغمه وي او په اسانۍ کولای شي، خپل مواد د مېز تر شاه او یا هم د کتابتون په مېزونو کې سرته ورسوي.
هوښیار او ځیرک څېړونکی هغه دی، چې خپلې څېړنې ته لومړی یو میتود غوره کړي داسې میتود، چې د کار په اوږدو کې يې له ستونزې سره مخ نه کړي او د خپل ټاکل شوي میتود پر رڼا کې يې کار په اسانۍ مخ ته لاړ شي. ډېر ځله داسې هم کېږي، چې ځینې ځیرک محقیقین پخواني څېړل شوي موضوعات په یوه پرمختللې بڼه او روحیه له نوښتونو ډکه وڅېړي، پخوانۍ نیمګړتیاوې او ستونزې يې لرې کړي او په دې توګه لوستونکي يې د لوستلو پر مهال په خپله د دې شاهدي لي، چې د یو داسې کار ترسره کولو ته په رښتینې معنا اړتیا وه او لا شته دی؛ خو له بده مرغه زموږ په ټولنه کې لا تر اوسه هم همداسې څېړنې کېږي، چې له کتابه پیل شوی وي او پر کتاب پای ته رسېږي، چې په هغې کې هم دومره اقتباسونه، نیمګړتیاوې او تېروتنې وي، چې هډو مه يې پوښته. ښايي د ځینو څېړونکو لاسوند دا وي، چې نا امني ده او په داسې حالاتو کې ساحوي څېړنه شونې نه ده؛ خو په کتابتوني مسایلو او اقتباسونو کې خو نا امني نه شته، هلته یوازې د ځيرنې او د موضوع د اړتیا خبره ده. د استاد رفیع په وینا هغه لیکنه یا څېړنه، چې لږ تر لږه شل سلنه نوې خبرې ونه لري او یا هم په پنځو پاراګرافونو کې يې یو پاراګراف نوی نه وي اصلاً د هغې د څېړلو اړتیا نه محسوسېږي او څېړونکي ته بویه، چې په داسې موارد کار ونه کاندي. (۴)
د څېړنې دویم ډول میداني یا ساحوي څېړنه ده، ساحوي څېړنه هغه ده، چې په عامه توګه په ساحه کې ترسره کېږي؛ لکه ډېر ځله موږ غواړو، پر فولکور یا ولسي پوهې کار وکړو او د ولس هغه نکلونه او ولسي داستانونه را ټول کړو، چې تر اوسه هم په کې شتون لري او یا مخ په ورکېدو دي؛ نو په دې صورت کې اړ کېږو، چې ساحې ته شو او کلي په کلي وګرځو د خلکو نکلونه ثبت او بیا يې د کتابتوني روش په وسیله منظم کړو.
ادبپوهان وايي په ساحوي څېړنه کې د شفاهي ادبیاتو توکي، فولکلور، فرهنګي نڅاوې، لهجې، لغات او نورو ټولنیزو مسایلو او موادو را ټول او څېړل شامل دي او دا ټول د میداني څېړنې په نامه یادېږي، خو د را ټولو پر مهال يې بویه له درېو روشونو یا کړندودونو څخه ګټنه وکړو:
لومړی: د مرکې (interview) کړندود: په دې کړندود کې له مشرانو، هوښیارو او که شونې وي له صادقو او لوستو کسانو سره مرکې کېږي.
دویم: د پوښتنلیک (Questionnaire) کړندود: په دې کړندود کې پوښتنې ورکول کېږي، چې د مشرانو او هوښیارو کسانو له خوا ځوابېږي او بیا يې له اوډون وروسته په خپلو څېړنیزو موادو کې شاملوي.
درېیم: د کتنې یا مشاهدې (Observation) کړندود: په دې کړندود کې ډېر ځله اړتیا محسوسېږي، چې څېړونکی خپله ساحې ته لاړ شي او پېښې له نږدې وویني، چې څنګه او په څه ډول دي او له هغې وروسته په خپل کار پیل کوي. البته په میداني څېړنه کې، چې کله لیکوال د خلکو له خولو را ټولونې کوي، اړ دی، چې ټیپ ریکارډر، د ضبت الصوت الې، د عکاسۍ او فلم اخیستنې سامان الات او په ځینو مواردو کې لیکل هم وکاندي.
ځينې مهال داسې هم کېږي کومه څېړنه، چې د يوې موضوع د پلټنې او موندنې لپاره ترسره کېږي په ټولنه کې خورا ارته او بېرته لمن لري او که چېرې څېړونکى په دقيقه توګه ځيرنه ورته وکړي په ټولنه کې يې ژوندۍ بېلګې هم موندلاى شي؛ يعنې د بهرني شتون له مخې يې کولاى شي، چې هغه پديده درک او په اړه يې څېړنه وکړي؛ خو شرط به دا وي، چې څېړونکى به خپلې سترګۍ ورته سموي او بيا به يې په اړه څېړنه کوي. ادبپوهان وايي، په دې ډول څېړنه کې به څېړونکى هرو مرو سيمو ته ځي، ځينې شيان به په خپلو سترګو وينو، په خپلو غوږونو به يې اوري او په خپله به يې کشفوي او وروسته له هغې به يې ثبتوي او بيا به يې له کتابي څېړنې سره يو ځاى اوډي او خپله څېړنه به پرې بشپړوي؛ خو دا کار هله کېدلاى شي، چې څېړونکى پوهنيز بنسټونه هم هير نه کاندي او په دې برخه کې ټولې هغه تجربې او لارې چارې په پام کې ونيسي، چې د دې کار لپاره ټاکل شوې دي؛ ځکه ځينې څېړنې داسې وي، چې په کور، په کتابتون او يا هم په دفتر کې د خپل دفتري ميز ترشاه ترسره کېږي، چې دې ډول څېړنې ته کتابتوني يا کتابخانه يي څېړنه وايي او د دې ډول څېړنې سرو کار له مکتوباتو او شته اثارو سره وي؛ خو دا هم د هېرولو نه ده، چې د دواړه پايله د يوې مقالې او يا هم څېړنيزې رسالې ليکل او د اړوندې څانګې مينه والو او څېړونکو ته يې وړاندې کول دي. (۵)
دا وو د څېړنې شکلي ډولونه؛ خو ادبپوهان پر دې سربېره د ځېړنې د ځینو نورو ډولونو یادونه هم کوي، چې د څو عمده وو ډولونو یادونه يې اړینه ده:
۱- خالصه يا اساسي څېړنه:
خالصه څېړنه هغې څېړنې ته وايي، چې له امله يې د اختیاري موخې رښتینواله زباد شي او د هغې په وسیله د یوې تیورۍ یا نظریې ترتیب، پراختیا او ارزونه وکړای شي. د سرمحقق زلمي هېوادمل په وینا په خالصه څېړنه کې باید له بېلابېلو اړخونو د موضوع په تیارو ګوټونو رڼا واچول شي او د یوې نوې دنیا د لټون کار پرې باید بشپړ شي.
په دې ډول څېړنه کې محقق له دې سره کار نه لري، چې د ده کار یا څېړنه پر ټولنه او پر ټولنیز ژوند ډېر اغېز ښندي او که لږ؛ ځکه دی د بېلابېلو لاملونو د نظریاتو له مخې یو خیالي چوکاټ جوړوي او په دې ګروهه وي، چې علم له هر څه ډېر ارزښتناک زېور دی، چې پر رښتینوالی ولاړ دی او رښتینواله د ژوند لوړ معیار او اساس دی (۶)؛ خو د دې خبرې معنا دا هم نه ده، چې ګواکې دا ډول څېړنه د ټولنې د ارزښتونو لپاره نه ترسره کېږي، نه، هېڅکله نه!
اصلي خبره دا ده، چې د دې ډول څېړنې موخه د کومې پوهنیزې مسالې زباتول نه دي؛ بلکې موخه يې یوازې د علم د پولو پراختیا او ارزونه ده، چې په وسیله يې علمي تطبیقات په پام کې نیول کېږي؛ یعنې پایله يې ډېری وخت د ټولنیزې پوهې پر ارزښتونو چورلي، د بېلګې په توګه: موږ غواړو زموږ کیسه ییز ادبیات وده وکړي او له نړیوال ادبي ژانر سره سیال شي؛ نو په کار ده، چې لومړی ځانته د خپلې ټولنې ارزښتونه معلوم کړو او بیا يې نړیوال صنف او له هغې وروسته عملاً لاس په کار شو، له ولسه سوژې را ټولې کړو او په نړیوال چوکاټ کې يې داسې ځای پر ځای کړو، چې هم زموږ د ټولنې رنګ او بوی ترې ورک نه شي او هم د غرب هغه نا منلی فرهنګ موږ ته را انتقال نه شي، چې تر اوسه يې پر وړاندې ګوته په ماشه ګرځو.
۲- تطبيقي يا عملي څېړنه:
د ادبڅېړونکو په اند عملي څېړنه هغه ډول دی، چې پوهنیزه ستونزه ژر تر ژره او په فوري توګه حل کاندي. د دې څېړنې لویه ښېګڼه دا ده، چې په وسیله يې موږ لوی او تازه کاره لیکوال معلومولای شو او په ډېرې اسانۍ له ځان سره پرېکړه کولای شو، چې په کومو اسنادو ډېر استناد وکړو او په کومو لږ یا هېڅ نه. (۷)
په دې ډول څېړنه کې موږ د خالص تحقیق ازمېښت معلومولای شو او دا هم په ډاګه کولای شو، چې په عملي بڼه زموږ د څېړنې پایلې څنګه ترلاسه کېږي؛ ځکه څېړونکی لومړی مسایل را ټولوي او بیا يې د آرونو په رڼا کې د حل لارو چارو پسې ګرځي.
که خبره مو را نچوړ کړې وي، په تطبیقي څېړنه کې څېړونکو د مسایلو د ډولونو جاج اخلي؛ ځکه په دې څېړنه کې پوهانو يې پولې تر ولې او څنګه پورې رانغاړلې دي او هڅه کوي په همدې کرښه کې خپلې ټولې پوښتنې ځواب کاندي.
۳- ناازمېښت شوې څېړنه:
په دې ډول څېړنه کې د متغییرونو ترمنځ اړیکه پرې وي او څېړونکی هڅه کوي دا اړیکه مضبوطه او وڅېړي، خو داسې لکه څنګه چې پخوا وې هماغسې يې د څېړنې لاندې ونیسي؛ یعنې څېړونکی چې د دوی ترمنځ کوم جوړښت کوي هغه په بېلګه ییز ډول وړاندې کوي، د ساري په ډول: په افغاني په ځانګړې توګه پښتنې ټولنه کې پخوا فولکلور ډېر شتون لاره او هر څانګوال کولای شول په ډېرې اسانۍ يې را ټول کړي، چې ښه بېلګه د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی ارواښاد څېړنپوه میراحمد ګوربز و، چې د ګوربزو، ځدراڼو، پکتیا او دې ته ورته نومونو باندې يې لس ټوکه فولکلوري کیسې راټولې کړې وې، چې درې يې چاپ او پاتې يې لا د چاپ لارې څاري؛ خو اوس دغه پدیده مخ په ورکېدو او کابو ټوله ورکه شوې ده؛ نو اوس د دې برخې څانګوال سپارښتنه کوي، چې د فولکلوري کیسو ځای داستاني کیسو او دې ته ورته نورو نوو ژانرونو ته پرېږدو، دا چې دا ژانرونه ښه دي او که بد؟ پر هغې خبرې نه کوي؛ ځکه ښايي یو ډول پارونې را وپاروي.(۸)
د دې ترڅنګ څېړونکی کولای شي هغه ځوانان، چې میندې يې د امیندوارۍ پر مهال نصوار، سګریټ او یا هم نور نشه يي مواد استعمالوي او یا يې استعمال کړي له هغو ځوانانو سره، چې میندو يې له دې شیانو يې ډډه کوله او خپل او د خپل ماشوم روغتیا ته يې پام کاوه سره پرتله کړي او بیا يې منفي او مثبتې پایلې ټولنې ته وړاندې کړي؛ نو په داسې حالاتو کې هم نا ازمویل شوې خبرې په خپله ازمویل کېږي او لوستونکي پرې خپله پرېکړه کولای شي.
۴- پرتليزه څېړنه:
پرتلیزه څېړنه هغې څېړنې ته وايي، چې د تړلي متغییر اټکلي لامل د څېړنې لاندې ونیسي؛ ځکه خپلواک متغیر او تړلی متغیر دواړه په پخوا زمانه کې تېر شوي دي او اوس دغه ناازمویل شوې څېړنې ته له پېښې وروسته څېړنه وايي. په دې معنا کله چې باید په یادې موضوع کار شوی وای او د موضوع ټول اړخونه را سپړل شوی وای په هغه وخت کې دا کار ونه شو اوس نو له پېښې وروسته زمانه ده او په دې وخت کې هرو مرو ځینې ستونزې او ربړې پیدا کوي؛ خو لا يې هم هېرول نه دي په کار.
د ساري په ډول: یو مهال زموږ ذهن د یوې ادبې ټوټې لیکلو ته ښه چمتو دی، سوژه هم پېښه شوې او په خپلو سترګو مو لیدلې هم ده، شرایط ورته هم اماده دي، قلم او کتابچه هم په واک کې لرو، هېڅ ډول خنډ هم نه شته، د ماشومانو چغار او مزاحمت هم نه ترسترګو کېږي، په دفتر کې رنګمالي او نور انتقالات هم نه لرو او نه داسې څه نور عادي خنډ شته، چې زموږ پنځونه له ستونزې سره مخ کړي؛ خو بیا هم خپل وخت پر اضافي خبرو یا د ټلویزیون پر لیدلو او یا دې ته ورته بل عادي کار باندې ضایع کوو؛ نو په دې صورت کې زموږ څېړنه یا پنځونه له ځنډ سره مخ شوه او په مناسب وخت کې ترسره نه شوه، نو ښکاره خبره ده له دې وروسته چې ترسره کېږي هرو مرو به له ستونزو خالي نه وي.
۵- ازمېښتې څېړنه:
په دې ډول څېړنه کې هره چاره او هره موضوع تر ازمېښت لاندې نیول کېږي او کله چې له بټۍ ووځي او پخه شي بیا ټولنې ته وړاندې کېږي؛ یعنې له ازموینې څخه يې موخه هم همدا وي، چې بې ارزښته څېړنه یا هغه څېړنه، چې لږ تر لږه شل سلنه نوې خبرې ونه لري ټولنې ته وړاندې نه کړي او نه داسې خبرې خپلو لوستونکو ته وکړي، چې نه تجربه شوې وي او نه واقعیت او حقیقت ولري؛ ځکه په څېړنه کې تر ټولو لوی ارزښت د څېړونکو رښتینواله، د لوستونکو وخت، د ټولنې د ارزښتونو په پام کې نیول، هغه شیان چې له منځه تللي وي هغه را پیدا کول، هغه ښکارندې چې خورې ورې وي هغه راټولول، نیمګړي او نابشپړ شیان تر وسه وسه بشپړول، لنډ او ګونګ مطالب واضیح کول او بالاخره اوږده مطالب په منظمه توګه لنډول او معنا يې جوتول دي.(۹)
البته په دې ځای کې د یوې خبرې یادول اړین دي او هغه دا ځینې څېړونکي له ازمېښتې څېړنې وروسته د څېړنې د دوو نورو ډولونو یادونه هم کوي، چې یو يې تکویني او بل يې توسعه يي یا پراختیايي ډول دی، د دوی په اند تکویني څېړنه هغه څېړنه ده، چې د تکوین لامل پیدا کړي یا هم د یوې نوې موضوع لپاره لاملونه پیدا او بیا پرې کار پیل کړي او پراختیايي څېړنه هغه څېړنه ده، چې یوه موضوع له پیدایښته تر اوسه پورې څېړي، چې څومره بدلونونه په کې راغلي، منفي دي او که مثبت ګټې او زیانونه يې څه دي.(۱۰)
۶- ستاينيزه يا توصيفي څېړنه:
هغې څېړنې ته وايي څېړونکي هر هغه څه، چې لیدلي وي او موجود وي هغه کټ مټ پرته له دې، چې په خپله په کې مداخله وکړي او یا ځان په کې دخیل کړي توصیف او تشریح کوي او هڅه نه کوي، چې رنګ يې ور بدل کړي.
دغه ډول څېړنه يوازې او يوازې له موجوده شرايطو او روابطو سره کار لري او هڅه کوي رښتينى حقيقت وړاندې کړي داسې يې وړاندې کړي، چې په هغې کې له بېلابېلو روشونو څخه ګټنه شوې وي؛ خو په دې شرط چې په ټولیزه توګه رښتينواله په کې په پام کې نيول شوې وي.
د دغه ډول څېړنې موخه دا ده پوښتل شوې پوښتنې ته يو داسې ځواب پيدا کړي، چې د رښتينوالي پر اوبو لمبېدلى وي او کابو ډېرو ته د منښتې وړ وي او پر ځواب يې ډېر شک ونه کاندي.
۷- تاريخي څېړنه:
له دې سره، چې د څېړنې دا ډول د ادبي څېړنې په عمومیاتو کې کوم مهم رول نه لري؛ خو دا چې کله ناکله د ادب تاریخ په دورو او یا هم دې ته ورته نورو ادبي تاریخي مسایلو کې په کارېږي؛ نو ځکه يې لنډه یادونه کوو.
تاریخي څېړنه هغې څېړنې ته وايي، چې څېړونکی پخواني را ټول شوي حقایق سره راټولوي او څېړي يې او د هغې رښتینواله او حقیقت ځانته معلوموي، له معلوماتو وروسته يې منظم، تحلیل او اوډي او په دې توګه يې مینه والو ته وړاندې کوي. البته دا ډول څېړنه یوه بشپړونکې او رغونکې څېړنه هم ده، چې کابو د ډېرو پوښتنو ځوابونه ورسره شته.
د دې څېړنه عمده موخه د تېرو پېښو د تعبیرونو او تفسیرونو شننه او تجزیه ده، چې د ګډو عمومي ځانګړنو د کشف لپاره خورا پوهاوی رامنځته کوي او څېړونکو ته په ځینو مواردو کې دا وړتیا په لاس ورکوي، چې د همدغو تجربو او شننو له مخې د ګاندې ځینو پېښو وړاندوینه وکړي او د همدغو تجربو په رڼا کې يې سره واوډي.
۸- د څنګه والي يا کيفي څېړنه:
دا د څېړنې هغه ډول دی، چې په دې کې څېړونکی تېرې پېښې په طبیعي سترګو له نظره تیروي او دا هڅه کوي، چې د پېښې څنګه والی او څومره والی لومړی مطالعه او بیا وڅېړي. د داسې څېړنې موخه پر پېښې پوهېدل او لامل يې معلومول وي او په دې لټه کې وي، چې څنګه يې مخه ونیسي.(۱۱)
ادبڅېړونکي دا او دې ته ورته نورو ډولونو یادونه هم کوي، چې په ټوله کې يې شمېر پنځلسو ته رسېږي؛ خو زما په اند کوم مواد او مدارک، چې تر دې دمه زما لاس ته را رسېدلي د شکل له پلوه څېړنه په دوه ډوله ده، چې یوه يې میداني یا ساحوي څېړنه او بله يې کتابتوني څېړنه ده او د منځپانګې له پلوه هم په دوه ډوله ده، چې یوه يې اساسي یا بنسټیزه څېړنه ده او بله يې تطبیقي یا عملي څېړنه. دا نورې ټولې د تاریخي او څنګه والي له پلوه څېړنې پورې ټول په همدې دوو ډولونو کې راځي او تر دې زیاتول يې اضافي خبره ده، البته ښايي تر دې يې زیات ډولونه هم وي او ځینې څېړونکي يې خپلواک یا مستقل ډولونه وبولي؛ خو زما په خپل شخصي نظر په دوو برخو وېشنه يې سمه او مناسبه خبره ده، چې پورته مې يې یادونه وکړه. هیله ده، په ګانده کې دا مسئله په قوي لاسوندونو او نویو تجربو زباد او سپینه شي او ځوان لوستونکو ته مخه خلاصه او لاره هواره شي.
اوس به له موضوع سره سم راشو د ادبي څېړنو د ميتودونو یا روش برخې ته:
د روش یا میتود په اړه هم بېلابېل تعریفونه شوي، چې موږ به يې په لنډه توګه ځینو هغو تعریفونو ته تم شو، چې څه نا څه د منلو وړ دي:
سرمحقق زلمی هېوادمل وايي: د فلسفې له پلوه ميتود Method یا روش د هغو وسیلو او تدبیرونو ټولګه ده، چې وروستۍ موخې او مطلب ته رسېدل پرې اسانېږي.(۱۲)
میتود د څېړنې هغو لارو چارو ته وايي، چې د پام وړ موضوع په اړه مناسب او له مناسب زیات معلومات څېړونکي ته ورکوي، چې په وسیله يې د موضوع لامل او لاسوند معلوم کاندي.
میتود یا روش هغه منظمه او اصولي مطالعه ده، چې په وسیله يې پوهنیزه څېړنه رهبري کېږي او میتوپوهنه یا میتودلوژي بیا د یوې ټولګې پوهنیزه پېژندنه ده، چې هر میتود د علومو د یوې څانګې په څېړلو کې علمي حقیقت ته د رسېدلو لپاره له څېړونکي سره مرسته کوي.(۱۳)
میتود پوهان وايي، له پوهنیز میتود څخه موخه د هغو لارو چارو او شیو خپلول دي، چې په وسیله يې څېړونکی له بې لارۍ ژغورل کېږي او پر نېغې لار يې برابروي.
که پورته څرګندونو ته په دقیقه توګه ځیرنه وکړو د روش ټول پېژندونه بیا هم یوه منځپانګه تعقیبوي؛ خو توپیر يې یوازې په الفاظو کې دی، چې په بېلابېلو بڼو استعمال شوي دي؛ خو که د ادبي روش یا میتود ډولونو ته ورشو؛ نو بیا له بېلابېلو روشونو سره مخ کېږو، چې هر یو يې په ځانګړې موضوع چورلي.
د دې لپاره چې دا موضوع مو یو څه نوره هم روښانه کړې وي اړینه ده په دې اړه عمومي روشونو ته په لنډه توګه نغوته وکړو؛ ځکه که جزیاتو او یا ټولو نړیوالو روشونو ته سر ورښکاره کړو؛ نو په کتابونو کې به يې هم لمن را ونه نغاړلای شو:
۱- تاريخي ميتود: Historical Method
دا هغه ميتود یا روش دی، چې د پېښو د پېښېدلو لامل، بهیر او پایله د مستندو او باوري معلوماتو په وسیله څرګندوي او د پېښو ځانګړنې، له نورو پېښو سره يې اړیکې، ټاکونکي عوامل يې او په کې اوسني حالات بیانوي.
د ادبپوهانو په اند تاریخي میتود بېلابېل ډولونه لري، چې په لاندې ډول دي:
الف) بیا راوړونکې روش: دا ډول روش د یوې ښکارندې موقعیت په یو مهالي واټن کې معلوموي؛ خو شرط يې دا دی، چې هېڅ ډول فرضیه په پام کې نه نیسي او نه هم د راتلونکو پروګرامونو لپاره کوم ډول ګام اوچتوي. دغه روش یوازې او یوازې موجوده حالت تر څېړنې او ګروېږنې لاندې نیسي.
د ساري په ډول په اوسني پېر کې د پښتو ادبیاتو پر پرمختګ او نوښتونو باندې خبرې کوي او هېڅکله دا هڅه نه کوي، چې پخوانۍ بابولالې او یا هم راتلونکې کیسې يې بیان کاندي.
ب) د ارزښتمنېدلو روش: دا ډول میتود د ټولنیزو ګټو، د یوې ښکارندې په ګټورتوب او مطلوبوالي، محصول او یا هم د خپرونې د ګټورتیا پر ارزښت باندې بحث کوي. په دې ډول څېړنه کې ډېر ځله په رغونکو پروګرامو باندې ځیرنه کېږي او هڅه کوي، چې د خپلې دغه چارې د سرته رسولو لپاره له بېلابېلو آرونو څخه ګټنه وکړي. د ساري په ډول موږ په پورته بېلګه کې وویل، چې په بیا راوړنکې څېړنه کې یوازې د ادبیاتو په موجوده حالت باندې خبره کېږي؛ خو په دې ډول څېړنه کې د ادبیاتو پخوانی او راتلونکی حالت هم ورسره په پام کې نیول کېږي، چې د کومو لارو چارو له مخې پرمختګ کولای شي او په ګانده کې به يې دا چاره کوم ځای ته ورسېږي.
ج) موردي میتود: دا هغه ډول میتود دی، چې د یوې موضوع په اړه له پیله خپله مطالعه پیلوي او تر موجوده حالته پورې ټول موارد يې څېړي. په دې ډول څېړنه کې له یو ګړي لیکوال یا شاعر واخله بیا تر یوې ادبې دورې پورې ادبیات څېړل کېدلای شي.
د) اندازه يې میتود: په دې ډول میتود کې له یوې ډلې څخه په معلومه کچه مواد را ټولېږي او بیا پرې بحث کېږي.
هـ) پراختیايي میتود: په دې ډول روش کې د وګړو په وده او د معلوماتو په پراختیا باندې بحث کېږي او ډېر ځله په کې هغه بېلګې وړاندې کېږي، چې په وسیله يې ټولنو بدلون کړی دی.
و) پیوستوني میتود: په دې ډول میتود کې د دوو متغییرونو ترمنځ اړیکه څېړل کېږي.
ز) له پېښې څخه وروسته میتود: په دې ډول میتود کې پر موجوده حالاتو باندې بحث کېږي، چې د کومو لاملونو له مخې دا حالت رامنځته شوی دی، څومره ګټور او څومره د ټولنې په زیان دی؛ یعنې اوس مهال په پښتو ادب کې د شعر په کموالي او زیاتوالي بحث کېږي، څوک وايي شعر زیات شوی د اوس لپاره همدومره بس دی او نثر ته باید کار وشي او ځینې بیا وايي، چې لا هم د څنګه والي له پلوه له نشت سره حساب دی، نو دغه ډول څېړنه پر همداسې مسایلو بحث کوي.
۲- تجربي ميتود:
دا یو داسې میتود دی، چې تر ټولو زیات د ډاډ وړ دی؛ ځکه دا میتود د کنټرول شویو پېښو په پام کې نیولو سره د پېښو ترمنځ اړیکه ټینګوي. د ساري په ډول که چېرې لنډه کیسه په چوکاټي بڼه په افغانستان کې له هرکلي سره مخ شوه او خلکو خوښه کړه؛ نو په همدغه چوکاټي بڼه به ناول هم د خلکو خوښ شي او له هرکلي سره به مخ شي؛ ځکه په دغه ډول میتود کې څېړونکی له اندازې څخه ګټنه کوي او هېڅکله شخصي مسئلې په کې په پام کې نه نیسي.
البته د دې ډول روش تر ټولو مهمه ځانګړنه دا هم ده، چې څېړونکی له هماغه لومړي سره ځانته روش ټاکي او د هغې په رڼا کې مخکې ځي؛ نو ځکه له اټکلونو او بېځایه اندازو څخه هم په امن کې وي.(۱۴)
۳- سروې ميتود:
دا هغه ډول میتود دی، چې د ځانګړې موضوع او پوهنیزې موخې لپاره لازم معلومات راټولوي او بیا يې په مناسبه توګه تحلیل او تجزیه کوي. په دې ډول ميتود کې ډېر ځله معلومات په سمه توګه راغونډ او زېرمه کېږي.
ادبپوهان وايي دا ډول میتود، میتود لږ او فرضیه ډېره ده؛ یعنې په منځپانګه کې يې پر میتودوالي د فرضیې تله درنه ده؛ خو لویه بریا يې دا ده، چې ستونزې او ربړې په ډېرې اسانۍ هواروي.
۴- کمپوزيت ميتود:
دا میتود ډېر ځله په ټولنیزو علومو کې کارول کېږي او د ټولنیزو علومو څانګوال يې د خپلو روشونو سرلاری روش بولي.
۵- عيني يا افاقي ميتود:
دا هغه ډول میتود دی، چې د ښکارندو وجود یا شتون له ذهنه بهر پېژني، یعنې د بهرنۍ ښکارندې په شتون باندې هم قایل دی، خو شرط دا وړاندې کوي هر هغه ښکارنده، چې له ذهنه بهر ده او په هر ډول، چې ده بویه په هماغه بڼه لوستونکو ته وړاندې شي او څېړونکی په کې خپل هېڅ ډول زړه راښکون او زړه بدوالی ګډ نه کړي.
یعنې لکه څنګه چې دیالیتیک میتود د لیکوال، شاعر او هنرمند شعور د هغو واقعیتونو او ښکارندو زېږنده بولي، چې په چاپیریال کې يې شتون لري، همداسې عیني یا افاقي میتود هم شاعر، لیکوال او هنرمند له ټولنې اغېزمن بولي او په دې نظر دی، چې دشاعر، لیکوال یا هنرمن ذهن له ولس او ټولنې خړوبېږي او هره هغه خواله او ناخواله، چې په ټولنه کې ووینې د خپل هنر په ګاڼه يې رنګینه او مینه والو ته وړاندې کړي.
۶- علي يا پر علت ولاړ ميتود:
پر علت ولاړ میتود هغه میتود ته وايي، چې د یوې پېښې پسې بله پېښه واقع شي یا د لومړنۍ پېښې په پایله کې دویمه پېښه رامنځته شي او یا هم لومړۍ پېښه دویمه پېښه وزېږوي؛ نو د همداسې پېښې څېړلو ته پر علت ولاړ میتود وایه شي. (۱۵)
په دې ډول میتود کې د پېښو او ښکارندو د علتونو پر بنسټ او مبدا باندې بحث کېږي او هڅه کوي، د زمان، مکان او تاریخي پېښو په رڼا کې د دوی جرړې پیدا او د حل لارې چارې ورته پیدا کاندي. د ساري په ډول یو مهال یو لیکوال د بل لیکوال او یا هم د ټولنې یو داسې چا پسې خرښندې کوي، چې له اره هغه خبرې په هغه کې نه وي؛ خو لږه موده تېره نه وي، چې بل لیکوال يې په ځواب کې او یا هم دې ته ورته لیکنه کړې وي.
اوس پر علت ولاړ میتود دنده دا ده، چې ځانته معلومه کړي ولې لومړی پېښه یا لیکنه وپنځېدله، کوم لاملونو لیکوال دې ته اړ ایستی و، چې داسې لیکنه وکړي او بیا ولې دویم لیکوال داسې غبرګون وښود، له دې سره، چې په ټولنه کې يې د لومړني لیکوال د لیکنې پایله هم ولیدله او د هغه پر وړاندې يې را پاريدلي حساسیتونه هم درک کړل؛ خو بیا يې هم دې کار ته اوږه ورکړه او یا هم مثبته لیکنه وي او بل لیکوال هم دې ته ورته لیکنه کړې وي؛ نو پر علت ولاړ میتود د دا ډول اغېز جرړې را برسیره کوي.
۷- ژبپوهنيز ميتود:
لکه څنګه يې چې له نامه څخه ښکاري په دې ډول میتود کې د یوې ژبې ټول ژبني او ګرامري قاعدې څېړل کېږي؛ خو د دې معنا هېڅکله دا نه ده، چې ګواکې ژبه او ګرامر څېړي؛ بلکې موخه يې دا ده، چې د یوې ټاکلې ژبې په ادبیاتو کې ګرامري چوکاټونه یا هم په لنډه کیسه، ناول، رومان او دې ته ورته نورو ادبي پنځونو کې د ګرامر قاعدې مراعتېږي او د هغې په رڼا کې ادبیات سمبالېږي.
خو ځینې ژبپوهان بیا وايي، ادبپوهنه د ژبې جوړښت داسې څېړي، لکه نقاشي پوهنه، چې د انځورونو د جوړښت په اړه څېړنه کوي. د ساري په ډول موږ ډېر ځله د دې شاهدان یو، ځینې لیکوال په خپله سیمه ییزه لهجه لیکنه کوي او یا ادبي پنځونه کوي، چې عامو لوستونکو ته پرې پوهېدا له ستونزې خالي نه ده او آن ډېر ځله داسې هم شوي، چې لوستونکو د همدغو لهجوي ستونزو یا حساسیتونو له مخې لیکنه هډو لوستی هم نه وي؛ نو د ژبپوهنیز میتود دنده دا ده، چې د دا ډول خپلسریو مخه نیسي او هره لیکنه د لهجې پر ځای د یو معیار تابع کوي. که څه هم دا ستونزه نن سبا په پښتو ادب کې دومره زیاته شوې، چې ټول پښتانه يې له ستونزې او زوال سره مخ کړي؛ خو تمه ده، چې یوه ورځ دا هر څه سم شي.
نو ادبپوهان او ادبڅېړونکي پر پورته میتودونو او روشونو سربېره یو شمېر نور ادبي روشونه هم د څېړنې د ادبي میتود پورې تړي، چې زما په اند هغه نه په دې ځای کې راتلای شي او نه يې یادونه اړینه ده، ځکه هغه روشونه، چې پوهان يې یادوي پر ادبیاتو سربېره نورو علومو ته ډېر ګټور دي، چې ما يې هم د نامه له اخیستلو او یا یادولو ډډه وکړه؛ خو که چېرې درانه څېړونکي يې اړین بولي کولای شي ورسره يې زیات کړي، خو زما په اند تر دې زیات روشونه په ادبیاتو کې را ټولول به ډېر پر ځای خبره نه وی؛ خو د دې خبرې معنا دا نه ده، چې ګواکې تشریحي، توضیحي او دې ته ورته نورو میتودونو باندې د بطلان کرښه را کاږو او یا هم زما خبرې د کاڼي کرښې دي، زما همدومره له وسې پوره ول.
پايله:
تر کومه ځایه، چې ما ته معلومه ده، په افغانستان په ځانګړې ټوګه پښتو ادب کې د شکل له پلوه د ادبي څېړنې ډولونه یوازې په دوه ډوله دي، چې يو يې کتابتوني او بل يې هم ساحوي ډول دی.
همدا راز میتود يې هم په دوه یا درې ډوله ښوده، چې تشریحي، توضیحي او کله ناکله ژبپوهنیز و؛ خو په اوسني پېر کې دا خبره او ارونه یو څه د تامل وړ دي.
په دې معنا نننی پیر د نړیوال کلي پېر دی او نړۍ ټوله کابو په ورغوي کې ځای شوې ده. هر هغه پرمختګ او بدلون، چې د نړۍ په هر ګوټ کې لیدل کېږي، لږه موده وروسته او آن که مبالغه مې کړې نه وي په څو شېبو کې په ټولې نړې کې خورېږي او هر ولس يې د ځان په ګټه کاروي، خپلې ګټې په کې ویني او د خپل ولس له دودونو او کلتوري تلازماتو سره يې پرتله کوي، چې څومره په کنډه برابرېږي؛ نو د دغو پرمختګونو او بدلونونو په لړ کې د ادبي څېړنې د ډولونو او میتودونو مسئله هم ده، چې په اوسني پېر کې يې د پام وړ پرمختګ کړی او تر ډېره د پښو ژبې او ادب په چوکاټونو کې د منښتې او تطبیق وړهم ده، چې پورته يې په تفصیلي توګه یادونه وشوه او بیا یادولو او د نومونو اخیستلوته يې اړتیا نه شته؛ نو زما په اند له دې سره، چې دغه پرمختګونه او نوې پنځونې له نیمګړتیاوو خالي نه دي؛ خو سترګې پټول ترې هم له نوې پوهنې او بنسټونو سره جفا ده او دغه ربړه د دې لامل کېږي، چې زموږ ځوانان او راتلونکي کول له نړیوال کلي وروسته او په دښمنۍ شي،چې زیان یې بې له شکه له موږ پرته بل څوک نه زغمي.
د دې لپاره چې له نړیوال منزل او مزل وروسته پاتې نه شو په کار ده، چې دغه ازغنه او له کږلېچونو څخه ډکه لار تعقیب کاندو او د وخت په تېرېدلو او د وړتیاوو په زیاتولو سره له دغې ازغنې لارې سیده، پخه او کره لار جوړه او ولس پرې ښېرازه کړو.
اخځليکونه:
۱- کاندید اکاډمیسین محمدصدیق روهي: د څېړنې لارښود، دوهم چاپ، د محمدیوسف عمران او هدایت الله حافظ په اهتمام، کابل، د سیمه ييزو مطالعاتو مرکز، ۱۳۸۵ لمریز کال، ۳۱ مخ.
۲- سرمحقق زلمي هېوادمل: د څېړنې ميتودونه، د ماسترۍ درسي لکچر نوټ، لومړی لکچر، کابل پوهنتون، ۱۳۸۹ لمریز کال، ۱ مخ.
۳- سیدنظیم سیدي: د څېړنې ماهیت، کابل مجله، د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو علمي مرکز خپرونه، ۱۳۹۰ لمریز کال، ۹ – ۱۰ مه ګڼه.
۴- سرمحقق زلمي هېوادمل: د څېړنې ميتودونه، د ماسترۍ درسي لکچر نوټ، دویم لکچر، کابل پوهنتون، ۱۳۸۹ لمریز کال، ۱ مخ.
۵- سیدنظیم سیدي: د څېړنې لارې چارې، کابل، سپېده مجله، دویمه ګڼه، ۱۳۹۱ لمریز کال، ۳۸ مخ.
۶- سرمحقق زلمي هېوادمل: د څېړنې ميتودونه، د ماسترۍ درسي لکچر نوټ، درېیم لکچر، کابل پوهنتون، ۱۳۸۹ لمریز کال، ۲ مخ.
۷- سیدنظیم سیدي: د څېړنې ماهیت، کابل مجله، د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو علمي مرکز خپرونه، ۱۳۹۰ لمریز کال، ۹ – ۱۰ مه ګڼه.
۸- آذر، عادل: آمار و کاربرد آن در مديريت، تهران، انتشارات سمت، درېیم چاپ، 1383لمریز کال.
۹- د عبدالمالک همت ژباړه او راټولونه: د مقالې لیکلو اصول او د مطالعې او څېړنې لارښود، کوټه، صحاف نشراتي موسسه، یونایټیډ پریس، ۱۳۸۵ لمریز کال، ۱۷۴مخ.
۱۰- اسماعیل جهانبین: انواع تحقیق، مرجع علوم مدیریت ایران، انټرنټي پاڼه.
۱۱- سیدنظیم سیدي: د څېړنې ماهیت، کابل مجله، د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو علمي مرکز خپرونه، ۱۳۹۱ لمریز کال، ؟ ګڼه، ؟ مخ.
۱۲- سرمحقق زلمی هېوادمل: درسي لکچر نوت، ۳ مخ.
۱۳- سرمحقق زلمی هېوادمل: درسي لکچر نوټ، ۴ مخ.
۱۴- مدير محتواي ايران پژوهان: انواع روش های تحقیق، ایران، انټرنټي پاڼه.
۱۵- سرمد، زهره و ديگران: روش هاي تحقيق در علوم رفتاري، تهران، انتشارات آگاه، دویم چاپ، لاتين، 1378 لمریز کال.