احمد جاوید صدیقي –

د يوه ادبي اثر د شننې او ادبي کره کتنې لپاره کره کتوونکي بېلابېل ميتودونه وضع کړي دي، چې له مخې يې د يوه اثر په غوره پېژندلو، ښکلاوو او بدګڼو په را پېژندلو کې پوره مرسته کوي او د اثر له ادبي ارزښت مو خبروي.

له دې ميتودونو څخه يو هم د تحلي او تجزيې ميتود دی چې له نورو ټولنيزو علومو سربېره په ادبي کره کتنه کې هم ترې کره کتونکي کار اخلي او خپل ځاي لري چې يو ادبي اثر په هر اړخيز او ټوليز ډول تر کتنه لاندې نيسي.

­­­ بايد ووايو چې په دې ميتود کې کره کتونکي د ادبي اثر ټولې خواوې په ډېر دقت او پاملرنې مطالعه کوي او د ادبې اثر ټولې برخې په بشپړ کره والي سره څېړي.

   په دې ميتود کې کره کتونکې دا څېړي چې څنګه د ادبي اثر وړې برخې یو له بل سره تړاو لري او کره کتونکي ګوري چې د ادبي اثر برخې یو له بل سره په څه ډول اوډل شوي دي.

د بیلګې په ډول کره کتونکي دې ته ګوري چې کلمې، تشبیهات او استعاري په څه ډول او څنګه کارل شوي دي او د کلام د وزن او موضوع ترمنځ په څه ډول اړیکه په پام کې نیول شوي ده.

   امریکايي لیکوال، شاعر او پیاوړی کره کتونکی تي اس الیوت چې په ۱۸۸۸ زیږدیز کال کې د امریکا په میسوري ایالت کې زیږیدلی، خپل لومړى شعر يې په شپاړس کلنۍ کې ويلى دى.

     په ۱۹۴۸ زیږدیز کال کې يې په د ادبیاتو په برخه کې د نوبل نړیوال معتبره جايزه ګټلې ده. نوموړى وايي: د کره کتنې توکي، پرتله، تجزیه او تحلیل دي. له پرتلې موخه دا ده چې شاعر ادبي صنعتونه په خپل کلام په څه ډول ځای پرځای کړي دي .

   دا بیا د نورو شاعرانو له کلام سره پرتله کیږي چې نورو شاعرانو ادبي صنعتونه په څه ډول کارولي او هغه شاعر چې اوس یې کلام تر کره کتنې لاندې دی څه ډول يې ادبي صنعت کارولی دی او له هغې وروسته بیا د اثر په ادبي ارزښت خبرې کیږي او ارزښت یې ټاکل کېږي؟

کله کله په تحلیلي کره کتنې نیوکې هم کیږي چې لوستونکي د ویلو لپاره څه نه پریږدي چې په دې توګه د کلام لوستونکي نشي کولي له لوستو خوند واخلي او لوستونکي څخه د ازاد تخیل او اخیستنې احساس اخلي؛ خو چی کره کتونکو بیا دغو نیوکو ته ځواب ویلی او وايي چې دا ډول کره کتنه د لوستونکو پوهه زیاتوي او لوستونکی دې ته ځير کوي چې د ادبي اثر ښېګنې، ستونزې او هغه ښکلاوې چې ادبي اثر کې پټې دي لوستونکی پرې پوهوي چې په دې توګه لوستونکی له دې اثره زیات خوند اخلي.

   په ټولیزه توګه ویلی شوچې تحلیلي کره کتنه د متن د تفسیر او توضېح له میتود سره یو شان ده، خو په دې توپیر چې په تحلیلي کره کتنه کې کره کتونکی د اجزاوو اړیکو او اوډلو ته پام کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *