تاند- امریکايي سندرغاړی او شاعر باب ډیلن د ۲۰۱۶ د نوبل د ادبیاتو جایزه وګټله.

په سویډن کې د نوبل د ادبیاتو اکاډیمي باب ډیلن وستایه او ویې ویل چې د ده شاعرانه انداز نوی دی.

د نوبل اکاډیمۍ منشي د ۲۰۱۶ د نوبل د جایزې د ګټونکي په توګه د باب ډیلن د نوم د اعلانولو په مهال وویل چې نوموړی لومړنی ادیب دی چې د سندرو د لیکلو په خاطر د نوبل د جایزې ګټونکی اعلانېږي.

مخکې بریتانیايي ویبپاڼې لدبروکس، چې هر کال یې د ادبیاتو د نوبل د جایزې د ګټونکي په اړه اټکل سم ختلی، د کینیايي لیکوال نګوګي وا تیوګو (Ngugi Wa Thiong’o) او مشهور جاپانی لیکوال هاروکي موراکامي (Haruki Murakami) چانس زیات بللی و.

دې ویبپاڼې د (ادونیس)، او (فلیپ رات) نومونه هم د نوبل د ادبیاتو د جایزې د احتمالي ګټونکو په توګه یاد کړي دي.

تېر کال د بیلاروس سفیتلانا الکسیویچ (Svetlana Alexievich) د نوبل د ادبیاتو جایزه وګټله. د بریتانیا لدبروکس ویبپاڼې مخکې تر مخکې نوموړي ته د نوبل جایزې د ورکولو چانس زیات بللی و.

د باب ډیلن سندرې

له ۱۹۹۳ م کال را په دې خوا کوم امریکايي د ادبیاتو د نوبل جایزه نه وه ګټلې. وروستي امریکايي لیکوال چې د نوبل جایزه یې ګټلې وه، ناول لیکونکی توني موریسن (Toni Morrison) و.

د ادبیاتو د نوبل د وروستیو کلونو ګټونکي:

  • 2015: Svetlana Alexievich (Belarus)
  • 2014: Patrick Modiano (France)
  • 2013: Alice Munro (Canada)
  • 2012: Mo Yan (China)
  • 2011: Tomas Transtromer (Sweden)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *