پرویز ساپی
دا اثر« د ادبیاتو نوې کرښې» د البیروني پوهنتون استاد پوهنیار فهیم بهیر د علمي مقالو ټولګه ده چې په تېرو درې کلونو کې یې لیکلي دي. د کتاب موضوعات په زړه پورې دې او د ادب په پېژندنه او پرمختګ کې مهم رول لوبوي. د ادبیاتو په تدریسي برخوکې ګڼې داسې ستونزې شته، چې د محصلینو له پاره روښانه شوې نه دي، په دې اثر کې د ادب ځینې مهم مسائیل څېړل شوې دي، ځینې برخې تر نقد یا کرکتنې لاندې نېول شوي دي او ځینې مسایل د ارواپوهنې او ادبیاتو د اړیکو مسایل تشریح کوي.
د دې اثر بله مهه ځانګړنه دا ده، چې له لوستلو وروسته لوستونکي او محصلینو ته د لیکنې کولو انګیزه ورکوي او په اسانه توګه د خینو برخو د پېژندلو لارې چارې راښیۍ.
کتاب د مومند خپرندویه ټولنې له خوا چاپ شوی دی. د کتاب لیکوال وايي چې د دې مقالو په لیکلو کې د هېواد نومیالي لیکوال تیوریسن او کره کتونکي استاد غضنفر ډېره لارښونه کړې ده.