د بدلون اوونیزې سرلیکنه
عشق از فریاد ما، هنګامه ها تعمیر کرد
ور نه این بزم خموشان هیچ غوغایی نداشت
ډاکتر محب زغم د روان ۱۳۹۵ کال د حمل پر ۱۷- مه پر خپله فیسبوکپاڼه ولیکل:
«هېڅکله د کوم ګوند غړی نه وم، فکر مې کاوه چې زموږ ستونزه په کلتور کې ریښه لري او په فرهنګي هلو ځلو به یې ختموو.
خو ها بله شپه محمدیار صاحب ښه استدلال وکړ او قانع یې کړم چې بې له سیاسي هڅو وطن نه شو ابادولای، سر له ننه له «ودان افغانستان ګوند» سره مل شوم.»
لومړی خو دا یوازې د ډاکتر صاحب برخلیک نه دی چې د اول وار لپاره د یوه ګوند غړیتوب اخلي بلکې د دغه روشنفکري سیاسي حرکت نژدې ټول غړی په اول ځل دغسې یوه سیستماتیک سیاسي چوکاټ ته د خپلې زمانې د ضرورت د تشخیص پر اساس داخلیږي، ګوند ویاړي چې یو بل روشنفکر افغان هم په دغه دقیق تشخیص را شریک شو؛ دوهم دا چې سیاست او کلتور د یوې سکې دوه مخه دي، موږ ځکه تر ننه بایللې، په هستۍ کې نېستمن او بل ته محتاج یو چې د ژوند د سکې د سیاست مخ پخپله په رسمیت نه پېژنو او ناچله یې ګڼو.
ویلای شو چې سیاست مانا ټول ژوند؛ «ارستو سیاست (اصلي علم) بولي، مطلب یې دا دی چې تقریباً هر څه په یوه سیاسي زمینه کې پیښیږي.» ممکن هر چا اورېدلي وي چې (انسان یو ناطق حیوان دی) خو د ارستو دا نظر په افغاني ټولنه کې هیڅ عام نه دی چې «انسان یو سیاسي حیوان دی» (پولیټیکل ساینس ته یوه کتنه، مخ: ۱۱)
نو زموږ د ستونزې ریښه زموږ د فرهنګ او سیاست په نه همږغې او تضاد کې نغښتې ده.
له سیاسی شعور پرته لکه په خلا کې ژوند.
ښاغلي زغم په ۱۳۷۸ کال کې له کابل پوهنتونه په طب کې لیسانس سند تر لاسه کړی، د ایکو کارډیوګرافۍ (زړه ناروغیو) او التراساونډ یو بریالی متخصص دی.
د دې تر څنګ د لوړ ادبي- هنري ذوق څښتن او د ادبیاتو پر ډګر، په تېره بیا داستان لیکنې (لنډې کیسې او ناول) په حصه کې یو له مشهورو ځوانو نومو څخه دی؛ د ماشومانو په ادبیاتو کې هم جدي کار کوي او د ژوندانه په مختلفو ټولنیزو- فکري برخو کې څېړنیزې، فکري، تحلیلي او روزنیزې لیکنې کوي؛ ژبه یې پخه، روانه او عام فهمه ده، خپله د کار خبره په حد اقل کلماتو و عباراتو کې کوي او له بې ځایه طوالته کار نه اخلي.
هسي خو به ډاکتران او لیکوالان زیات وي خو د محترم زغم شخصیتي درنښت تر دغو نومو ځکه زیات دی چې نوموړی د یوه آرام، سنګین، مؤدب، صمیمي او خواخوږي انسان په صفت حساس ذهن او ژور فکر لري؛ په لنډه توګه ویلای شو چې دی یو رشتینی روشنفکر دی او دا هغه نادره ځانګړنه ده چې له بده مرغه زموږ په ټولنه کې یې یوازې نوم شته مګر په عمل کې چنداني روشنفکره څېرې نلرو.
(و.ا.ګ) ته په راتګ سره، پر ستاینو برسېره یوه سلسله انتقادونه هم پر وشول خو ده دغه سیاسي چوکاټ ته خپل داخلېده داسې توجیه کړل چې دا یو انسانمحوره سیاسي نهضت دی؛ دا د ډاکتر صاحب ډېر دقیق روشنفکرانه تشخیص دی ځکه د ګوند په کړنلار کې د ده د خوښې دغه جذابه ځانګړنه داسې تسجیل ده:
«و.ا.ګ نړۍ د بشر ګډ کور او د نړۍ ټول ملتونه وروڼه بولي او د هغوی تر منځ د دوستانه اړیکیو د ټینګښت و پیاوړتیا په لار کې هراړخیز زیار ګالي.
ګوند، د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې او د هغې په رڼا کې د ګردو مل کانوانسیونو د پلي کېدو بشپړ پلوي کوي.
ګوند د شتو وسلو د له منځه وړو غوښتنه را پورته کوي او د وسلو جوړولو پر وړاندې کلک درېږي.
و.ا.ګ له ټولو هغو هیوادو سره، چې د بشري حقونو نړیواله اعلامیه او د هغې مل کانوانسیونونه پلي کوي، د افغانستان تاوده دیپلوماتیک، سیاسي او اقتصادي اړیکي غواړي.» (کړنلار، مخ ۶۶)
بشري تاریخ ښوولې چې جنګ، هر چیري، د هر چا له خوا او هر وخت کې د مادي، معنوي او اخلاقي ماڼیو تبا کوونکې پدیده ده او دغه واقعیت خو افغانانو په خپلو نژدې څلورو لسیزو مسلسلو او د افغانستان لپاره بې هدفو او بې پایلو جګړو په جریان کې تر هر چا ښه درک کړی دی؛ پر همدې اساس دلته استدلال، منطق، تعقل او تفکر خپل ځای اورنیو احساساتو، تاویل و ما ویل، افواهاتو، شایعاتو او ګمرا کوونکو پروپاګنډو ته پرېښی دی.
لوی غم دی چې زموږ د پوهنتون استادان (آن د پوهاندۍ تر کچې) ادب تاریخ تدریسوي خو د محصل په ذهن کې به سیاسي- تحلیلی تفکر ځپي؛ له سیاسي شعوره به یې ور ته تور دېب جوړ کړی وي او تحصیلي قشر به داسې تلقینوي چې، که مو له سیاست سره تماس ونیاوه، نو دین و دنیا به مو دواړې خطا وي خو دوی په اصل کې په خپل دغسې یوه ضد واقعي و علم ضد طرز دید سره د ټول ولس دین و دنیا ته لوی ګواښ متوجه کړی او تبا کوونکي نتایج یې هره ورځ زموږ جسم و روح را سوځي.
سړی نه پوهیږي چې زموږ د دغه استادانه قشر، واقعاً علمي درک فلج دی، یا هسې هیڅ زړه سوی نه لري چې د ځوان نسل سیاسي بصیرت مو صفر او په خپله ګټه و تاوان یې سر نه دی خلاص، یا هم د ملي ارزښتو پر ضد پردی ماموریت ور سپارل شوی چې خلک مو د همېش لپاره بېده او پسونه اوسي، په لویو ملي- سیاسي سیسټمو کې د را ټولېدو او انسجام څخه محروم او پاشلی پاته شي او هماغه انګریزي فورموله تل اسانه پر تطبیق وي چې (بېل یې کړه، اېل یې کړه).
په عادي مطالعه سره هم پوهېدای شو چې د نړۍ اکثر لوی لیکوال، پوهان، مفکرین او فلاسفه، سیاستوال او سیاستپوهان ول، دلته د دې بحث تفصیل خبره اوږدوي خو موږ به یې یوازې په پښتو ادبیاتو کې هغه مستندې بېلګې یادې کړو چې خپله همدغه سیاست ضد استادان یې زموږ بېچاره نوي نسل ته تدریسوي خو په پایله او پیام یې نه پوهوي:
۱- د پښتو ادبیاتو په لرغونې دوره کې اولین مالوم شعر د امیر کروړ (۱۵۴ ه-ق مړ) دی چې د هنر په سمندر کې یې د ژوند او تحرک سیاسي څپې تر موږ پورې را رسیږي او تر منځنۍ دورې ادب و سیاست همدغسې غاړه غړۍ را روان دی.
۲- د پښتو ادبیاتو د منځنۍ ادبي دورې په اول پړاو کې د بایزید روښان (۹۲۵- ۹۸۵ ه- ق) سیاسي تحریک او ټول پیروان یې د ادب او تصوف په زمینه کې د ژورې مطالعې ځای لري.
۳- د همدغې دورې د دوهم پړاو پهلوان خوشحال خان خټک (۱۰۲۲- ۱۱۰۰ ه- ق) د تورې او قلم د څښتن په نوم، په عام و خاص کې خاص شناخت لري او همداسې یې غونډه کورنۍ و نور پیروان هم در واخله.
۴ د حاجي میرویس خان نیکه (۱۱۱۹ ه- ق) سیاسي دوران د سیاست و ادب د امتزاج یو جاودان او دوران جوړوونکی فصل دی چې د نوموړي د فرهنګپال زوی شاحسین هوتک په دربار کې لیکل شوې ادبي تذکره (پټه خزانه، ۱۱۴۲) یې د شلمې پېړۍ کتاب نومول شوی دی.
۵- احمدشاه بابا (۱۱۶۰- ۱۱۸۶ ه-ق، واکمنې) د یوه پیاوړي امپراتور په صفت د شاعرۍ غونډ دېوان را پرېښی، زوی یې تیمور شاه تر هغه لا ښایسته دېوان ترتیب کړی او د لمسي شاشجاع دېوان یې خپله ښکلا و درنښت لري؛ د پښتو اول ګرامر معرفت الافغاني، د بابا په دربار کې، د ده د زوی شهزاده سلیمان او نورو غړو د تدریس لپاره پیر محمد کاکړ لیکلی او هم همدغه کاکړ خپل یو خوږ دېوان په یادګار را سپارلی دی.
۶- د کندهاري وروڼو، چې ټول سیاستوال ول، په سلسله کې د سردار مهردل خان مشرقي (۱۲۱۲- ۱۲۷۱ ه- ق) (ادبي دبستان) د سیاست پر بنسټ د ادب د ودانۍ یوه ستره تاریخي خاطره ده.
۷- د پښتو ادبیاتو د معاصرې دورې پیل (۱۹۱۱ع) د مشروطیت غوښتونکو په سیاسي سیسټم کې ثبت او ثابت دی چې په ادب تاریخ کې د روښانتیا پړاو په نوم تدریس و لوستل کيږي.
۸- په ویښ ځلمیانو (۱۳۲۵ل) سیاسي غورځنګ کې زموږ د ویښتیا پړاو لیکوال و شاعران، له پنځو ستورو یې را ونیسه بیا تر ټولو مشهورو او نیمه نوموتو پورې، شامل دي. د ویښتیا دغه ادبي اصطلاح د دغه سیاسي نهضت له نامه سره مخامخ مناسبت لري.
۹- د معاصرې دورې په اوښتون پړاو (۱۳۵۷ ل) کې زموږ ستر لیکوال، شاعران او مجموع کې هنرمندان، اکثره یې ستر سیاستوال هم دي.
دا بیان دور و دراز ؤ
رحمان وکړ مختصر
کله چې زموږ په تحصیلي مؤسساتو کې د ادب تاریخ استادان خپل دغه مفردات او موادات تدریسوي خو نه یې خپله او نه یې هم شاګردان، له دغسې څرګندې محتوا سره- سره، د تحلیل و تجزیې او علمي نتیجې اخیستو توان لري بیا نو له هغه تازه زلمي لیکوال څخه څه ګیله، چې د ډاکتر محب زغم د سیاسي شعور د ودې، روښانتیا او علمي- منطقي نتیجه ګیرۍ په عکس العمل کې (پر پښتو ادب د سیاست اغېز) مقاله لیکي او ډېر افسوس کوي چې زموږ لیکوال ولي د ژبې پرمختګ ته کار نه کوي چې سیاست ته ننوزي؟
په اصل کې زموږ نوی فرهنګي نسل د زیات زړه سوي وړ دی چې د نړۍ، سیمې، افغانستان او پښتو ادب تاریخ د اکاډمیک لوست سره- سره یې د ذهن پر غوړ لوښي د دغسې استادانو د ساړه تدریس سړې اوبه تېرې شوې خو ذره تاثیر یې نه دی پر کړی او ناوړه خو لا دا چې له تاریخي وقایعو څخه سرچپه پايلې اخلي.
د (و.ا.ګ) وجودي ضرورت د افغاني ټولنې د همدغه عقلاني، منطقي، فلسفې، فکري، تحلیلي، تعلیمي او تحصیلي فقر و فاجعې څخه را زېږېدلی دی؛ موږ په دې باور یو، څومره چې زموږ علمي- ذهني غمیزه زوروره ده نو ورسره په هماغه تناسب مو د شعوري قشر مسؤلیت ژور دی؛ دوی باید زموږ ځوان نسل په دې پوه کړي چې د ګوند په علمي معنا ګوند، د اکاډمیک سیسټم، منطقي انسجام او عاقلانه را ټولېدا لپاره یوه ستره بشري اړتیا ده؛ له بده مرغه افغاني ټولنې دغه انساني ضرورت نه دی درک کړی ځکه د انتشار، انارشیزم، تشتت او پاشلتیا په مُزمِن ټولنیز مرض مبتلا ده او نتیجه یې دا، چې زموږ په ولسي ادب کې، چې د عامه ذهنیت مشترک او ټولمنلی ارزښت دی، داسي ناانساني اصول تسجیل دي:
د بل غم نیم اختر دی.
چې سر دی نه خوږيږي داغ مه پر ایږده.
چې نه دي وي له موره، هغه مه ګڼه خپل وروره.
ولس ته مې بې تربوره مه کې، تربور ته مې بې وروره مه کې، ورور ته مې بې زویه مه کې او زوی ته مې بېوسه مه کې.
تربور د تیارې موږی دی.
او زرګونه نورې بشر ضد بېلګې.
او بالآخره، د پوهې و هنر په باب د (و.ا.ګ) ستراتیژې هم ولولئ! دا به هم نه هېروو چې پر دې موضوع د پراخ بحث ور پرانیستل زموږ د زمانې لوی ضرورت دی.
«پوهه او هنر
د مانیز ځواک د ویښتیا او لوړتیا په برخه کې د پوهې او هنر د هرې څانګې د ودې یادونه هرو- مرو ده.
و.ا.ګ په ټولنه کې د پوهې او هنر پراختیا ته د ستر ارزښت په توګه ګوري او ډېره هڅه کوي ټول هغه خنډونه، چې په دې لار کې پراته دي؛ له منځه یوسي.
ګوند غواړي:
- په هره څانګه کې د هر ډول څېړنې او استعداد د غوړېدا او ځلېدا ډګر پرانیستل شي.
- هر ډول ناقانونه سانسور له منځه ولاړ شي.
- وجدان، اخلاق، باور، فکر، وینا، لیکنه او یا هر ډول علمي، هنري، سیاسي، فلسفي او رېښتینې ژورنالیستیکي څرګندونه، چې قانون نه ماتوي؛ پوره ازادي ولري.
- د پوهانو، څېړونکیو، هنرمنو، مفکرینو، لیکوالو او خبریالو د هلوځلو او بریاوو مادي- مانیز ملاتړ وشي او د هڅو د چټکتیا لپاره یې وړ شرایط چمتو شي.
- همدا راز به په هېواد کې د مانیزې- کلتوري لوړتیا په هیله هر چاته له پوهې او هنر څخه د برخمنېدا اسانتیاوې برابرېږي او د راډیو، تلویزیون، اینټرنټ، ورځپاڼو، مجلو، کتابو، موزیمو، نندارتونو، تیاتر، سینما، سپورټ او داسې نورو د پیاوړتیا په برخه کې به پرلپسې کار سرته رسېږي.
ګوند له دې لارې غواړي د افغاني ټولنې کلتوري ځواک لا پیاوړی، له نړیوال کلتور سره سیال او په هغه کې خپله دوستانه ونډه او وړ سیالي تر سره کړای شي.» (کړنلار، مخونه: ۶۲- ۶۳)
څو دې توان رسي په لوی دریاب کې ګرځه
په ویاله کې دې زوال وینم نهنګه
خوشحال بابا
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۲۲ مه / پرلپسي ۷۴ مه ګڼه/چهارشنبه/ حمل/۲۵/ ۱۳۹۵