پوښتنه:
۴۰ کلن یم، مشکل مي دا دی چې د تشو میتیازو په وخت کي ډیر زیات په عذابیږم…یعنې کله چې حاجت راشي دومره مي په عذاب کړي چې تر اصلي ځای په ډیره سختۍ سره ځان رسوم …او دا تکلیف تقریباُ له دریو کلونو څخه راته پیداشوی دی او په سړه هوا کي راته ډیرشې خو سږکال دومره دی چې تاب او توان يي نه لرم.
دوهم تکلیف مي دا دی کله چې په سړو اوبو اودس وکړم یا مي د بدن غړي ورباندي لانده شي نو یوډول خاص تخرش او سوی شروع کړي اندامونه مي سره شي او پړسوب او شخوالي هم پیداکړي.
ستاسو ورور
ګل خان
– ديره مننه دتاند صحي خپروني څخه چي مونږ ته يي دپوښتنو زمينه برابره کړه
د محترم ډاکټرسباون څخه دا پوښتنه لرم چي زه د گوردو مرض لرم او د زيات وخت لپاره په ادرار کي زيړوالي وينم اوهمدارنگه کله چي يوڅه پلی وگرزم نوبياددرد احساس کوم اودتبي په انتظار يم . داچي دهميش دپاره زه ددي تکليف نه خلاص شم څه بايد وکړم
ډيره مننه
رستم سنگروال د اندونيزيا څخه
ځوا ب:
د دې لپاره چې ددغو دواړو قدرمنو مشکلات سره ورته دي نو په دې لیکنه کې هڅه شوې ده دواړو ته ځواب ورکړو.
تردې وړاندې چې د دغو قدرمنو وروڼو اصلي ستونزو ته راشم غوره ده په لنډه توګه د ادرار یا تشو میتازو د جوړیدا او له بدنه دوتلو پر میکانیزم خبرې وکړم :
ادرار په پښتورګو کې جوړیږي او دغه دوه واړه غړي دانسان په بدن کې ډیرې مهمې او حیاتې دندې لري د مثال په توګه له بدنه داضافي مایعاتو له وتلو سره مرسته کوي ،وینه تصفیه کوي اوځینې مواد په بدن کې ساتي او ځینې له بدنه باسي ، دوینې دسرو کریواتو پرکنټرول څارنه کوي ،دودې لپاره اغیزمن هورمونونه جوړوي او د غه راز دوینې دتنظیم لپاره هورمونونه تولیدوي او په بدن کې د ځینو مهمو موادولکه دکلسیم او پتاشیم داندازې په منظم ساتلو کې مرسته کوي نو په دې ډول ویلی شو چې پښتورګي یوازې دادرار دلیرې کولودنده نه لري بلکه ډیرې مهمې او حیاتې دندې لري او باید ددغه غړي په دندو کې له هرډول خنډ وروسته ځان ډاکټر ته ورسو او په دې پوه شو چې ولې ادرار بند دی اویا په سختۍ سره بهریږي اویا ورسره وینه او چرک راځي ځکه که په سر کې ددې ستونزې مخه ونه نیول شي کیدای شي دپښتورګوفعالیت له کاره وغورځیږي او په عدم کفایې اخته شئ .
کله چې ادرارله پښتورګوبهر شودحالب په نامه له دو نل لیکو مثانې ته ر سیږي او له هغه ځایه بهرته وځي کله چې دغه لارې میکروبي کیږي طبعاً ورو ورو دادرار مخه هم بندیږي اوپه دې ډول پرپښتورګو فشار راځي او دهغه دندې له ستونزې سره مخامخوي پردې دغه راز دغه میکروب که په سر کې معالجه نه شي ممکنه ده دپښتورګو په لور پورته لاړ شي او بیاېې هلته علا ج هم ترمثانې او دادرار ترلارو سختیږي .پردې سربیره له مثانې وروسته دتشو میتازو په لاره کې په نارینه و کې یوبله غده موجوده ده چې پروستات ېې بولي کله چې دغه غده وپړسیږي په دې ډول په هغې نل لیکې فشار راځي چې ادرار له مثانې دتناسلي الت په لور بیايي پروستات معمولاً له څلویښت کلنۍ وروسته پړسوب پیدا کوي او په دې ډول دمیتازو په وخت سړی یو ډول درد او بندش احساسوي البته یوازې پروستات نه دی چې دتشو میتازو دبندش سبب کیږي بلکه نورې ستونزې هم شته چې دغه بندش پيدا کولاي شي خو هغه کسان چې له څلویښتو زیات عمرلري په هغوکې احتمالاً پروستات لوي شوی وي دمثال په توګه دمثانې ډبرې دمثانې تومورونه ،مزمن عفونتونه هم کولاي شي دغه ستونزه پیدا کړي پر پروستات سربیره هغه وضعیت چې دمیتازو دلارې دبندیدا سبب کیږي ددغو لارو تنګیدل دي چې په هره برخه کې دغه لاره بندیداي شي دمثال په توګه که چیرته له کومې پيښې سره مخامخ شوي وئ چې له امله ېې دلګن خاصرې هډوکي مات شوی وي اویا تناسلي برخې ته ګوزار رسیدلی وی ، اویا له ځینو جراحي عملیاتو وروسته کله چې ناروغ ته سونډ اچول کیږي دغه سونډ ممکنه ده لاره تخریش کړي وي او ددې سبب شوي وي چې دمیتازو لاره بندشي .نو که دغه لاره په هرعلت بنده وي په ادرار کې دستونزې اوبندش سبب کیږي.
خوبله عامه ستونزه چې دمیتازو دسوي او بندش سبب کیږي دپښتورګو دعفوني یامیکروبي کیدامسله ده چې په دې ستونزه کې په ادرار کې په ژیړ رنګه چرک سربیره ناروغ دملادرد ، دادرارسوی ، بیابیا ادرار کول ،ژیړرنګه میتازې یا په میتازو کې وینه اودوینې لوړ فشار لري که دغه حالتونه موجود وي ممکنه ده دپښتورګو چرک ولرئ.
دپښتوروګواویا دادراردلارو چرک اوعفونت یوه عامه ناروغي ده خو که ژر معالجه نه شي ډیرې ناوړه پایلې درلوداي شي هغه میکروبونه چې په نارینه وو کې عفونت رامنځته کولاي شي احتمالاً د اي کولاي ،پسودومونا ۱ ،کلبسیلا ۲، او انتروباکتر او موراکسلا دي نو که د میتازو یا ادرارستونزه لرئ غوره ده ډاکټر ته ورشي او هغه به درته د ادرار دکشت یا کرلومعاینه درکړي چې میکروب ېې معلوم او علاج ېې وشي نو که ستاسو په ادرارمې ژیړ رنګه مواد یا وینه لیدل کیږي حتماً باید دپښتورګو یا یورولوژي ډاکټر ته ورشئ چې له ناروغۍ سره سم مو علاج پيل کړي که موږ دلته هرډول مشوره درکړو ګټه نه لري یوازې دا درته وایو چې حتماً باید متخصص ډاکټر ته ورشئ ځکه چې که دغه وړې ستونزې معالجه نه شي احتمالاً پښتورګې موله کاره لویږي او بیا به مجبوره یاست ژر ژر دیالیز وکړئ چې وینه موصفا شي دپښتورګو مهمو دندوته په پام سره باید ډیرژر ډاکټر ته ورشئ او خپله درملنه پيل کړئ.
په لنډه توګه به دپروستات دلویدا ځینو نښو نښانو ته هم اشاره وکړم که دغه ستونزې لرئ کیداي شي پروستات موغټ شوی وي.
د میتازو کولو په وخت ځنډ .
د ادرار دجریان کمیدل .
د میتازو په پاي کې څاڅکي څاڅکي ا درار کول
په کامله توګه دمثانې نه تشیدل .
په میتازو کې تکرر.
دشپې له پلوه میتیازو ته څوځله پورته کیدل.
په میتیازو کې بیړه کول.
کله چې مثانه بیخي تشه شي بیا هم دادرار کولو احساس.
دا د لوی پروستات نښې دي چې له نورو معایناتو سره ډاکټر تشخیص وضع کوي.
د دغو دواړو قدرمن وروڼو مشکل دیورولوژۍ دی اوباید حتماً یوډاکټر ته ورشئ چې خداي مه کړه له کومې لوې ستونزې سره مخامخ نه شي قدرمن ګل خان دا هم ویلي چې کله په یخو اوسړو اوبو اودس کوي غړي ېې پړسیږي احتمالاً دا یوه جلدي ناورغي او یا له سړو اوبو سره حساسیت دی او یا هم کیداي شي میکروبي بڼه ولري هیڅکله دغه ستونزې په خپله نه ښې کیږي غوره ده په دې اړه هم له ډاکټر سره مشوره وکړئ او خپل مرض په پوره ډول معالجه کړئ.
بولي سیستم روغتیا ته توجه ډیره اړینه په تیره بیا هغه کسان چې متاهل دي باید خپلې حفظاالصحې ته توجه وکړي چې میرمن ېې خوندي پاتې شي.