تاند- د اذربایجان ولسمشر الهام علییف د جمعې په ورځ د افغانستان له ولسمشر سره له کتنې وروسته وویل، اذربایجان ویاړي چې له افغانستان سره د پرمختګ په لاره کې اوږه په اوږه ودرېږي.

د افغانستان او اذربایجان ولسمشرانو په پلازمېنه باکو کې د اسیا زړه کنفرانس ترڅنګ دوه – په دوه خبرې وکړې او یوې خبرې غونډې ته یې څرګندونې وکړې.

علییف وویل، افغانستان او اذربایجان په نړیوالو موسسو کې د یو بل ملاتړ کوي.

«موږ د نیګورنو قره باغ د شخړې پر سر د اذربایجان او ارمنستان د اختلاف د حل کېدو لپاره د نړیوالو قوانینو د نورمونو پر اساس د افغانستان د دریځ منندوی یوو. او له همدې امله په ټولو نړیوالو موسسو او اورګانونو کې د افغانستان ملاتړ کوو. موږ د غوڅ ملاتړ ماموریت غړي یوو. موږ دوی ته خپل هوايي قلمرو او ترانزیتي لارې ورکړي چې په دغه ماموریت کې ورڅخه کار واخلي. موږ پتېیلې ده چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر زیات کړو او په دې توګه د افغانستان په ثبات، سوله او پرمختګ کې ونډه واخلو.»

د افغانستان او اذربایجان ولسمشرانو ټینګار کړی چې ثبات یوازې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ له لارې ترلاسه کېدای شي.

د اذربایجان ولسمشر دا هم وویل چې افغانستان او اذربایجان د یوې پراخې ترانسپورتي پروژې برخه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *