عصمت الله نصرت – هلمند

د اراکوزيا مجله د اراکوزيا پوهنتون لمړۍ چاپي خپرونه ده چي د پوهنتون د استادانو او محصلينو په مټ له هلمند ولايت څخه خپريږي.

د اراکوزيا مجلې لمړۍ ګڼه چي د بيلا بيلو علمي، اقتصادي، څيړنيزو، ادبي او سياسي ليکنو ترڅنګ د اراکوزيا پوهنتون فعاليتونه، لاسته راوړني او وروستي پرمختګونه په ځان کي رانغاړي؛ په ډير ښکلي صحافت او ډيزان سره تازه له چاپه راووته.

دادی د اراکوزيا مجلې دا ګڼه د ۴۰ مخونو په درلودلو سره په زر ګڼو کي چاپ او خپره سوه چي د ګڼ شمير محصلينو او د علم او ادب مينوالو علمي او ادبي تنده به پري ماته سي.

مينوال کولای سي ياده مجله د اراکوزيا پوهنتون او د اطلاعاتو او کلتور رياست له عامه کتابتونونو څخه تر لاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *